افغانستان

کابل – دویم تعقیب: د هوايي ډګر چاودنې د بهرنیانو دوه ټانګونه ویجاړ کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): نن غرمه شاوخواو دوولس بجې د کابل نړیوال هوايي ډګر په لوېدېځه دروازه کې سرتيري بريد د بهرنیو ځواکونو غبرګ ټانګونه ویجاړ کړل.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په پېښه کې د شویو ځاني او مالي تلفاتو له ښوودلو نا خبري ښيي، خو د عيني شاهدانو په قول د چاودنې په مهال د بهرنیانو د راتګ په خاطر امنیتي کړۍ را تاو وه او ملکي وګړو ته د ورتګ اجازه نه وه.

طالبانو د دې بريد مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې دغه موټر بم بريد دوی ملګري عبدالکبیر ترسره کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي په یاد سرتېري بريد کې يې د بهرنیانو دوه زغره وال ټانګونه ویجاړ کړي او ګڼ افغان عسکر يې وژلي.

سیمې ته څېرمه دوکاندارانو هم ویلي، چې د چاودنې پر مهال له سیمې نه د بهرنیانو کتار د تګ په حال کې و.

د هوايي ډګر د پولیسو قومندان جنرال حقنواز حقیار هم د پولیسو وژل کېدل مني او په خبره يې څلور تنه پولیس وژل شوي او ځينې نور ټپیان دي.

یاده دې وي دا په پلازمېنه کابل کې په تېرو څو ورځې څلورمه چاودنه ده، چې پکې ګڼو بهرنیو او کورنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوړي.

د تېرې جمعې په ماښام د پنځلسمې حوزې اړوند په قصبه سیمه کې نهه تنه بهرنیان ووژل شول او تر هغه یوه ورځ وړاندې د پنځمې حوزې اړوند د پولیسو پر اکاډمۍ بريد نږدې اوه پنځوسو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x