افغانستان

کابل زورورې زلزلې ولړزاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ځينې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې.

پر کابل سربېره په میدان وردګ، غزني او ځینو نورو سیمو کې د دې زلزلې زورور ټکانونه احساس شوي دي.

په ورته ډول په پېښور، لاهور، اسلام اباد او د هند په نوي ډیلي کې هم د دې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د زلزلې شدت د ریختر ۶.۲ درجې اټکل شوی دی.

په کابل کې د زلزلې پرلپسې دوه زورور ټکانونه احساس شول، چې د راپورونو له مخې د زلزلې مرکز د بدخشان له مرکز «فیض اباد» څخه ۸۸ کیلومتره او د اشکاشم ولسوالۍ جنوب لویدیځ لوري ته په ۳۴ کیلومترۍ کې موقعیت درلود.

تر اوسه د زلزلې د تلفاتو په اړه کره جزيیات په لاس کې لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x