نړۍ

پاکستاني چارواکي وايي دیرش «شکمنې» مدرسې یې تړلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي چې قانون نافذونکو ادارو یې تر دې تر دې دمه ۳۰ مدرسې «شکمنې» ګڼلي او هغه یې تړلي دي.

علي خان ویلي چې دا يې د «ترهګرۍ او شرخوښۍ» پر ضد ملي عملي پلان په لړ کې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت لخوا خپور شوي رسمي راپور کې راغلي چې په پنجاب ایالت کې يې دوې، سند کې ۱۵ او خیبرپښتونخوا کې ۱۳ مدرسې تړلي دي. راپور کې ویل شوي چې دغه مدرسې د تېر کال دسمبر راهیسې د امنیتي ادارو لخوا تړل شوي دي.

ډان نیوز پاکستاني رسنۍ وايي چې سند یواځینی ایالت دی چې په کې ۷۲ مدرسې چې له حکومت سره نه وې ثبتې شوې، تړل شوي دي او په نورو ایالتونو کې بیا دې ته ورته اقدام نه دی شوی.

د راپور له مخې «دغه مدرسو مستقیما یا غیرمستقیم د ترهګرو یا د هغوی له فعالیتونو سره اړیکې وې».

پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي چې په دغو مدرسو کې «ترهګرو» شتون درلود یا یې په «ترهګریزو» فعالیتونو کې برخه درلوده.

پاکستان کې تر دې دمه ۳۰زره ثبت او ناثبته مدرسې موجودې دي او په دې وروستیو کې د حکومت لخوا ورسره چلند سخت شوی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د مدرسو ضد ډیری اقدامونه کړي چې تر ټولو مشهور یې د اسلام اباد په زړه کې په جامعه حفصه پوځي عملیات وو چې د سلګونو ښځېنه زده کوونکو په شمول په کې نېږدې ۳زره زده کوونکي د حکومتي پوځيانو لخوا ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x