نظــر

د نن ټکي آسیا د بندیدلو لامل اومعذرت

نن ټکی آسیا-ازاده او خپلواکه پاڼهد نن ټکي آسیا لومړۍ پاڼي او بحثفورمونو له ټو لو مینه والو ، لوستوالو اوګډونوالو نه لومړۍ معذرت غواړو چې زموږ په خپرونوکې دوه ورځي ځنډ راغی او اوس مو چې بیرته کارپیل کړ هغه هم د ځینو نیمګړتیاو ډک دی او ان شاء الله په لنډه موده کې به بیرته پاڼه خپل نارمل حالت ته را وګرځي …

دځنډ لامل او له داسي حالت سره مخامخ کیدل دهغي امریکایي کمپنی لخوازموږ دپاڼي بندول وو چې دا ډیره موده یې موږ ته ځای راکړی و او موږ له هغوی نه هیڅ داسي احساس هم نه لاره چي دوی به د پاڼي د منځپانګي په اړه کومه ستونزه لري،

خو دوه ورځي مخکي دهوسټ ګیټرhostgater نړیوالي کمپنی پرته له کومي تنبیه اوخبرداري په ناڅاپي توګه زموږ پاڼه بنده کړه، د بندولو وروسته یې علت دا وښود چي دوی ته ویل شوي چي پاڼه د امریکا د قانون او د امریکا د تروریزم په خلاف د جګړې د تګ لاري سره سم نه چلیږي، او په سیمه کې د امریکا د سیاست سره په ټکر کې ده، نو ځکه باید ژر تر ژره بنده شي.
ځکه چي نن ټکی آسیا یو ازاده پاڼه ده، د کوم یو سیاسي تنظیم یا جهت سره هیڅ تړاو نه لري، یوازي او یوازي خپل د هیواد افغانستان ګټو ته ژمنه ده، او د خپل هیوادوالو ږغ په ازاده فضا کې نړی ته رسول غواړي، نو ځکه د پاڼي ټولو همکارانو هیڅ دا فکر نه کاوه چي داسي وخت به هم راځي چي د امریکا او د یو امریکايي کمپنۍ له خوا به داسي تیرۍ پر کیږي، او له داسي بندیز سره به مخ کیږي.
له همدې وجي د نن ټکي آسیا تخنیکي همکارانو د څه مودې (نيژدې څلور میاشتي) راهیسي د پاڼي هیڅ بیک اپ نه وو اخیستی، او نه یې لازمه بللې وه، ځکه چي د هاسټنګ د کمپنۍ له خوا ورته ژمنه ورکړل شوې وه چي د پاڼي بیک اپ یې اخیستل کیږي او د مشکل په وخت به هغه بیک اپ ورته مهیا کیږي، تر څو که پاڼه هک سي، او یا بل څه تخنیکي عوارضو رامنځته شې ، نو دوی به هغه بیک اب ورکوي، او پاڼه به له سره چمتو کوي، خو ددې پيښي وروسته د هوسټ ګیټر نړیوالي کمپنۍ له خوا نن ته وویل شول چي ستاسو بیک اپ او هرڅه مواد له مونږ سره دي، خو په هیڅ صورت به هغه تاسو ته در نه کړل شي، او نه به په دې اړه نور معلومات درکړل شي، چي پاڼه مو ولي بنده کړه، او ولي نه غواړو چي د پاڼي بیک اپ درکړو.
خو له دې سره سره لله الحمد د نن ټکی آسیا تخنیکي همکاران وتوانیدل چي ددې ازاد او خپلواک ممبر د بندولو ټولي هڅي شنډي کړي، او یو ځل بیا پاڼه د یوې ورځي بندیدا وروسته خلاصه کړي، او د تیرو څلورو میاشتو راهیسي چي د ازادو همکارانو او لیکوالانو له خوا کومي لیکني مرکزي پاڼي ته د نشر لپاره لیږل شوې وي، هغه بیرته د یوې ورځي په لنډه موده کې په پاڼه کې سره پر ځای کړي.
که څه هم د نن ټکي آسیا د مرکزي پاڼي ټولي تخنیکي چاري بشپړي شولې خو لږ وخت غواړي چي ځیني جانبي عوارض یې هم په کراره کراره له منځه یو وړل شي.
او همداسي د نن ټکي آسیا د فورم برخه یو ځل بیا پرانیستل شوې، او یو ځل بیا د خپلو مینوالو او ګډونوالو په چوپړ کې ده، خو لکه مخکي چي مو وویل چي ځیني جانبي عوارض پاته دي، چي د وخت په تیرېدو سره به هغه هم سم سي. ان شاء الله

د لویدیځوالو دروغژني دعوي

درنو لوستوالو او د نن مینه والو تاسو پوهیږئ چې په دي کې موږ نه یو ګرم او له داسي حالت سره دهغه
چا له لوري مخامخ شوې یو چې هغوی د بشریت د ازادۍ! دبیان د ازادۍ ! او درسنیودازادي !ناري او سوري وهي ، لویدیځوال موږ پیژنو او له څومره مودي راهیسي چې دختیځوالو او مسلمانانو پر زبیښاک او ښکیلاک بوخت دي هغه تاریخ هم زموږ مخته پروت دی خو د لویدیځ دروغجنو او مکاروواکدارانواولویدیځ ځپلو ته وایو چې تاسو تل دخپلوګټو بندګان او دنورو دحریت قاتلان پاته شوې یاست ، ستاسو هرډول دازادۍ نارېهغه له مکر او دروهي ډک جالونه دي چې تل مو غوښتلي دي او غواړئ چې احرار او پرازادی مین ولسونه پکي ښکیل کړئ او دخپل زبیښاک ښکار یې وګرځوئ.

نن ټکی آسیا یوه ازاده خبري ویب پاڼه ده اود نن بحثفورمونه یې دازادو بحثونو او څیړنو اړوند پاڼه ده، او تل به ان شاء الله همداسي پاته وي.
مونږ که دیرغلګرو ظلم او تیری خلکو ته رسوا کړی اودي ته دوی تروریزم وایې!یامو دخپل مظلوم ولس دوینو او ویرونوناره پورته کړي ده اودا هم دوی تروریزم بولي!اویامو د یرغلګروپرخلاف د هرمجاهد ننګه کړي ده او دا هم د تروریزم عمل بلل کیږې نو بي له هرډول شکه دا تروریزم موږ مخکي هم کړی دی او هم مو داینده لاره او هدف ده او روان به یې لرو اوپه دي تور زموږ ویب سایټ تړل دځان له پاره ویاړ بولو او په دي لاره کې له الله نه دثبات غوښتونکي یو .

ایا موږ ددي حق نلرو چې پرموږ دکیدونکو ظلمونه خبرونه چاته ورسوو؟ !
یا پرموږ اوریدونکو سرولمبوله لاسه دخپل زوریدلي ولس پر ټپونو څه ونه وایو؟!
د رسنیو دازدي بین المللي تړونونه ولي ترپښو لاندي کیږې ؟
ولي بي طرفه او ناپییلي رسنی پرته له کوم خبرداري او په ناروا توګه بندول کیږې؟

د نن موخه پاکه ده

موږ ترننه دکوم سیاسي جریان نه ملاتړ کړی دی او نه یې پلویان یو، خدای شاهد دی چې موږ څو ملګرو داکاریواځي او یواځي د خپل دین د چوپړ او دخپل محروم ولس او ویجاړ هیواد دسترو ګټو له پاره پیل کړی دیاود همدي سپیڅلو موخو دتحقق او لاس ته راوړلو له پاره به یې روان او جاري لرو ، موږ چې په هیواد کې کوم شی د خپل سپیڅلي دین پرضداو دهیواد دعلیا منافعو پر خلاف لیدلي دي هغه موترخلکو رسولي، هغه مو غندلی او خلکو ته مو واضحه کړي ده چې دا زموږ د دین او هیواد په خلاف او تاوان دي.
ښکاره خبره ده چې دا ډول سپیڅلی او نه تړلی اواز او دحق پاکه چیغه به لومړۍد یرغلګر و ګټو ته تاوان وې او بیا به د دین او هیواد نورو دښمنانو ته د زغملو وړ نه وې.

درنو هیوادوالو الحمدلله زموږ موخي پاکي او سپیڅلي دي،نه ځانګړي سیاسي اغراض او اهداف لرو او نه
دچا دځانګړو موخو له پاره بوخت یو، نو له تاسو درنو اومحترمو ټولو هیوادوالو نه یوځل بیا هیله کوو چې زموږ اواز راسره غبرګ کړئ اود دین اوهیواد له دي رښتیني اداري سره مله پاته شئ.
زموږ د رښتینولی او صداقت ښکاره ثبوت همدا دی چې د هیواد یرغلګر مو نشي زغملی او نه غواړي کارته مو پریږدي،دادی تاسو ولیدل چې دوی وغوښتل زموږ اواز بند او دحریت او ازادي د مخکښانوچیغه په خولو کې وچه کړې خو الحمدلله مونږ د ازاد او خپلواک افغانستان بچي یو، مونږ ته خپل مور خپل افغانستان داسي روزنه نه ده راکړې، چي دښمن ته سر ټیټ کړو، او د ذلت جامې په تن کړو، د دښمن ټولي داسي ناکامي هڅي به مونږ ته نور مورال راکوي، او مونږ ته به دا احساس راکوي، چي مونږ پر حقه یو، او باید خپله لاره او خپل هدف په داسي شومو او ټیټو هڅو پرې نه ږدو.. دا دی الحمد لله مونږ بیا خپل سفر په بریا سره پیل کړ، او دا دی یو ځل مو بیا د حق او ازادی مشعل پورته کړ.

یادونه : کومو وروڼو چې دتیرو شاوخوا څلورومیاشتوپه موده کې په نن بحثفورمونوکې نومونه ثبت کړي وو هغوی ته په معذرت سره بلنه ورکوو چې یوځل بیانومونه ثبت کړې ځکهدهغوی غړیتوب ختم شوی دی، او داراز په فورمونوکې له شته ملګرونه هم معذرت غواړوچې د دوی ځیني لیکني ختمي شوې دي .

د نن ټکي اسیا اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x