نظــر

سوله – حاجی غلام محمد معصومي

 لیکوال: حاجی غلام محمد معصومی

 تاریخ ۱۹-اسد ۱۳۹۴ – کندهار ملی مارکیت

سوله یو الهی امر دی چی الله پاک د خلګو د پاره خوښه کړی ده، خو دا مهال زموږ موجود نظام او خلګ د سولی لپاره خبری کوی، دوی دا سوله له بهرنیو هیوادونو او بهرنیانو څخه غواړی.

که نننۍ جنګ ته څوک ځیر سی، نو هغه وخت ور پیادیزی چی د حامد کرزی تر مشری لاندی د افغانستان ټول ولایتونه، ولسوالۍ او کلیو کی پوره امنیت را غلی، ټولو وسله والو طالبانو خپلې وسلې پر مځکه ایښي اوهر چا په ډاډه زړه سره کولی سوای چی هر چیری ولار سی.

افسوس! چي دا د بهرنیانوخپل شخصي اغراض وو، چي د القاعده په نا مه یی په توره شپه د ملکي خلکو پر کورونو عملیات پیل کړل.

هر چیری چی افغان، پښتون او د ملي مفکوري خاوند ؤ له القاعده سره يې د همکارۍ په تور بګرام، کندهارهوايي ډګر، خلیج او آن ګوانتنامو زندان ته اچاوه.

دژړي مازدیګر وړانګي لا د پغمان له غره څخه نه وي ټولي سوي، چي موږ ته خبر راورسید، چي په نړيوال مرکزي سوداګریز بلډینګ کي درنې چاودني سوي دي.

دانو هغه مهال ؤ، چي زه له ( سي این، این) نړيوال ټلویزیون سره مي کار کاوه او موږ هڅه کوله، چي د شمالي ټلوالي د لوی مشر احمدشاه مسعود د مرګ پر مو ایډیټوی.

دا پيښه له نن څخه ۱۴ کاله وړاندي رامنځته سوه.

هغه وخت زما ښه په یاد دي، چي د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د سنبلې میاشتي ورځي او شپې وې.

د یاد خبر له اوریدو سره مو انټرنیټ ته مو مراجعه وکړه او په سټیلایټ ټلیفون مو له اسلام اباد او له خپل مرکزي دفتر سره مو په امریکا کي تماس ونیو.

همدلته مو له ډش څخه د ټلویزیون خپروني تعقیب کړې( خارجي ژورنالیسټانو ته اجازه وه، چي د ډیش کاسې له لاري نړيوال ټلویزیونونه وڅاري. )

له دې لاری موږ ته معلومه سوه، چي په یادو چاودونو کي، چی د الوتکو په واسطه ترسره سويدي، زیاتو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له یادي پيښي څو ګړیه وروسته د اسلامی امارت د باندنيو چارو وزیرمولوی وکیل احمد متوکل او نشراتو مسؤل افغاني صاحب دواړه د خبري کنفرانس لپاره یاد هوټل ته راغلل.

ټول خبر یالان یی را وغوښتل او خبری کنفرانس پيل سو.

د کنفرانس په پيل کي وکیل احمد متوکل اخندزاده په پښتو خبری کولی افغاني صاحب، چي د تشریفاتو او نشراتو مسؤل ؤ، د کنفرانس خبري ژباړلې.

مولوی وکیل احمد متوکل په خپلو خبرو کی وویل، د امریکا په دغه پېښه اسلامی امارت خواشینی دی دا کار د طالبانو اسلامی امارت مشر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد غندلی دی.

د وکیل احمد په خبره، هر چا،چي دا نه بخښیدونکی کار کړی دی د خپل عمل په سزا به ورسیږي.

پردې مهال یوتن خبریال پوښتنه وکړه، ویل کیږي، چي په دې مرګ ژوبله او چاودونو کي د القاعدې لاس دی، په داسی حال کي، چي ددوی مشر اسامه بن لادن هم له تاسو سره یعني په افغانستان کي دی، نو په دې اړه تاسي څه وایاست؟

د خبریال د پوښتني په ځواب کي ښاغلي متوکل وویل، اسلامی امارت له القاعدې سره کوم تړاو نه لري او که نړيوال په دې اړه کوم ثبوت لري، موږ ته دي يې وړاندي کړي، چي موږ نوموړی په لاس ورکړو.

همدا خبري کنفرانس لومړۍ غونډه وه، چي ما پکښی د (القاعده) نوم واورید.

تردې وړاندي ما له لوړ پوړو طالب چارواکو سره اړیکي درلودې او مرکې به مو ورسره کولې، خو هغوی د القاعده په نامه څه نه ویل یوازي يې د اسامه ملګري د (عرب مجاهدینو) په نامه یادول.

دا،چي موږ خبریالانو اوآن لوړ پوړوطالب چارواکو د القاعدې په نامه کومه ډله نه پېژندله، نو عام ولس، خو بیخي له دې نامه سره نا اشنا وو.

هغه ؤ، چي ورځ تربلې حالت ترینګلي کېدل، سیاسي اوضاع بدلون وکړ، د امریکا په مشرۍ ۴۵ هیوادونو د اسلام امارت نړولو ته ملا وتړل.

پر مهمو دولتي ځایونو او ان د لوی ملاصاحب( ملامحمد عمرمجاهد) پر مېنه هم توغندیز بریدونه وسول، د اسلامی مارت د جنګ لومړي کرښي ماتي سوې، په زرهاوو وسله وال طالبان د شمالي ټلوالي لخوا تر نیول وروسته ووژل سول.

پورته خبرو ته په کتو ویلای سو، چي زموږ پرخلکو او مېنه په پردۍ وسله پردۍ جګړه تپل سوې ده.

په دې جګړه کي یوازي ملکي افغانان هره ورځ په یو او بل نامه درانه تلفات ویني او هره شپه د یتیمانو کرږي له نړيدولو کنډوالو څخه د هر ملي افغان غوږونه کڼوي.

په زندانونو کي د بیګناه افغانانو زګیروی، په دولتي ادارو کي فساد، رشوت، خپلوي او قومي تعصبات هغه څه دي، چي عام وګړي ورځ تربلي له دولت څخه لیری کیږي، دا په دې چي دولت له خلکو سره کړي ژمني هیري کړي او اکثره چارواکي د خپلو جیبونو او لوړمنزل کورونو په جوړلو بوخت دي.

نشيي توکي، چي زموږ د هیواد نه یوازي نارینه بلکي په زرهاوو ښځي په دې ناورین ککړي دي.

د هیواد په کچه دا هم یوه له هغه ستونزو ده، چي تر ډېره به يې تور داغ زموږ د ولس پر سپينه لمن پروت وي.

په دې وروستيو کي د ناامنۍ لمبې ورځ تربلي لوړیږي او په اټکلي ډول هره ورځ ۱۰۰ تنه عام وګړي وژل کیږي.
سل کورنۍ د غم پرټغرکښېني او سل کوچنیان بې موره او بې پلاره کیږي.

د جنګ لمن د ولسوالیو تر نیولو پر غزېدلې ده، ځینو ولسوالیو په شمال اود هیواد په نورو برخوکي سقوط کړی، چي دولت يې تکتیکي په شاتګ ګڼي، خو دبیرته نیولو لپاره يې په لسهاوو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دالاڅه، چي دداعش نوم هغه څه دی، چي په یو کال کي يې ټوپکوال زموږ تر هیواد پوري راورسیدل او د سیاسي چارو شننونکي وايي، چي داد طالبانو ځای ناستې ډله ده.

نو روانو حالاتوته په کتو ورځ تربلي سیاسي اب هوا خړیږي، چي بیابه يې هم زیات تاوان عام ولس ته ورسیږي.
په دې وخت کي ددولت پر څوکیو ناستو کسانو ته په کارده، چي په خپلو ګریوانونو کي وګوري او د مظلومو هیوادوالو پر حال زړه وسوځي، کنې په ناورین پسي به ناورین وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x