نظــر

امریکا څه شي ته (منځلاری اسلام) وايي؟

ليکوال: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

امریکا چې له اصلې اسلام څخه په وېره کې ده د هغه پر ضد یې د (معتدل اسلام) په نامه داسې یو څه ته د اسلام نوم ورکړی چې هغه په حقیقت کې د امریکا د اهدافو او نظریاتو تمثیل کوي، او د اصلي اسلام د مسخ کولو او د مسلمانانو د منحرفولو لپاره له هغه څخه دیوې فعالې وسیلې په حیث کار اخلي.

امریکا د معتدل اسلام د رامنځته کولو او متعارف کولو تر نامه لاندې غواړي ( اصلي اسلام) له خپلې اصلې محتوی خالي کړي، او پر ځاي یې غربي مفاهیم او نظریات ور واچوي.

امریکا او ملګري یې غواړي له اسلامه د (وحیې)، (قدسیت) او (یوازې دیني نصوصو او تعلیماتو ته د رجوع کولو) خبره وباسي، او د دغو معیارونو پر ځای (عقل)، (مصلحت)، (دنیاوي مادي ګټې) او (له غرب سره پر یوه لار تلل) د معتدل اسلام معیارونه وګرځوي.

هغه اسلام چې امریکا یې غواړي هغه باید له شرعي قوانینو، د توحید او حاکمیت له عقیدې، له جهاد، د یرغلګرو په خلاف له مسلح مقاومت، د (ولاء او براء له عقیدې)، د اسلامي خلافت له سیاسي نظام او د اسلامي امت د (وحدت) له نظریې خالي وي، او د دې ټولو پر ځای دې (ډیموکراسي)، ( د غرب له نظره د بشرحقوق)، ( د ښځو آزادي)، (شخصي آزادي)، (له کفارو سره سوله ییز ژوند)، (سیاسي او دیني تعددګرایي)، ( نړیوالو قوانینو او اصولو ته التزام)، (هیومنیزم) او د (ګلوبلایزیشن) تصور دې د (معتدل اسلام) اصلي منځپانګه وي.

د دې لپاره چې امریکا د (توندلاري اسلام) او (معتدل اسلام) ترمنځ خلکو ته فرق واضح کړی وي د (رنډکارپوریشن) امریکایي فکري مرکز د (معتدل اسلام) لپاره د ځینې پوښتنو په ترڅ کې یو لړ مشخصات او معیارونه وړاندې کړي دي چې که هغه په چا کې راغلل نو هغه به (معتدل مسلمان) ګڼل کیږي، او که یې هغه معیارونه نه منل، نو هغه به په یقیني ډول (توندلاری مسلمان) وي.

د معتدل اسلام لپاره د رنډکارپورېشن د فکري مرکز معیارونه:

۱ – هر هغه فرد او جهت چې ځان د معتدل اسلام پیرو ګڼي آیا پر مسلح مقاومت (مقاومت) باور لري؟ او که اوس پري بارو نه لري او ملاتړ یې نه کوي آیا پخوا یې کله په مسلح مقاومت کې برخه اخیستې؟ او یا یې د هغه ملاتړ کړی؟

۲ – آیا د ډیموکراسۍ تأیید کوي؟ او که ډیموکراسي مني نو آیا هغه په هماغې خپلې پراخې معنی چې د افرادو حقوق او (شخصي آزادي) ورکې شامله ده مني، او که پدې اړه محدویتونه او استثناءات لري؟ (له شخصي آزادۍ څخه مقصد دخپل ځان په اړه د (جنسي آزادۍ په شمول چې همجنس ګرایي او هر ډول جنسي آزادي ورکې شامله ده مراد ده).

۳ – په نړیواله سطحه منل شوي بشری حقوق مني؟ (هغه چې هر چاته د دین د انتخابولو حق ورکوي).

۴ – آیا د بشري حقوقو په منلو کې څه استثناءات غواړي؟ ( مثلاً د دین د انتخاب او بدلولو په اړه).

۵ – آیا دا مني چې د دینونو بدلول د افرادو خپل حق دی؟

۶ – آیا پر دې ایمان لري چې دولت دې باید شرعي حدود تطبیق کړي؟

۷ – آیا پر دې ایمان لري چې دولت دې باید په مدني قوانینو کې شریعت تطبیق کړي؟

۸ – آیا دا مني چې خلکو ته باید حق ورکړ شي چې که له اسلامي شریعته پرته د سیکولر قوانیو مطابق فیصلي کوي نو څوک یې باید مخه ونه نیسي؟

۹ – آیا دا مني چې نامسلمان اقلیتونه دې له مسلمانانو سره مساوي حقوق ولري؟

۱۰- آیا دا مني چې د نامسلمانو اقلیتونو خلکو دې د اکثریت مسلمانانو په هېواد کې دې لوړو سیاسي منصبونو ته ورسیږي؟ (یعني د هېواد مشر، وزیران، قاضیان، د پوځ مشران او داسې نور دې کافران وي).

۱۱- آیا د نامسلمانو اقلیتونو لپاره دا حق مني چې په مسلمان هېواد کې دې د ځان لپاره خپل د عبادت خاص ځایونه (لکه کلیساګانې، معبدونه او داسې نور) جوړ کړي؟

۱۲- آیا داسې نظام او قوانین مني چې پر سیکولریزم (بې دینۍ) ولاړ وي؟

په پورتنیو پوښتنو کې یاد شوي مهم مشخصات او معیارونه چې له مسلح فعالیت (جهاد) سره مخالفت کول، په ټوله معنی غربي ډیموکراسۍ منل او په هغې کې هیڅ ډول ترمیم نه کول، د غرب د معیار مطابق د بشري حقوقو منل، د بشري حقوقو پر غربي معیارونو د اعتراض نه لرل، د دین د بدلولو د حق منل، د شریعت له تطبیقولو انکار کول، په اسلامي ټولنو کې د سیکولر د (پر دین نه ولاړ) قوانینو د تطبیق مخه نه نیول، د کافر او مسلمان لپاره د مساوي حقوقو منل، د د ولت د مشرۍ او د نورو لوړو مناصبو لپاره د کافرو اشخاصو په ټاکلو د اعتراض نه لرل او په اسلامي هیوادونو کې د نویو کلیساګانو، مندرونو او د کفارو د نورو معبدونو د جوړیدلو د حق تسلیمول ښودل شوي دي چې دا هر یو یې د اسلام په دین کې یا (حرام) او یا ښکاره کفر ګڼل کیږي.

له پورتنیو معیارنو دا په واضح ډول معلومېږي چې امریکا او ټول غرب د مسلمانانو لپاره د (معتدل اسلام) په نامه داسې یو (نوی دین) غواړي چې د غرب له (لیبرالیزم) او (ډیموکراسۍ) سره هېڅ فرق ونه لري، او همدغه مفهوم د (رنډکارپویشن تحقیقاتي مرکز) د (متمدن دیموکراتیک اسلام) په تعریف کې په لاندې ډول ذکر کړی دی:

(( امریکا، نوې صنعتي نړۍ او په مجموع کې بین المللي ټولنه داسې یو اسلام غواړي چې د نورې نړۍ له نظامونو سره پر یوه لار روان شي، دیموکراتیک او مترقي اسلامی وي،  او پر نړیوالو قوانینو، احکامو او اخلاقو وچلیږي)).

په اسلامي نړۍ کې د امريکايي (معتدل اسلام) پرځای د (اصلي اسلام) له تطبیقه د غرب وېره:

د معتدل اسلام په اړه د (رنډکارپویشن) د تحقیقاتي مرکز څېړنه په پیل کې لدې شکایت کوي چې ولې په اسلامي ټولنه کې له مسجد څخه د ټولنیزو، اقتصاي او د حاکمو او مسلطو سیاسي ناخوالو په خلاف غږ پورته کېږي؟ او ولې په اسلامي هېوادونو کې – د دوی په اصطلاح – توندلاري (اصلي مسلمانان) خپل ځانونه د موجود مسلط وضعیت د بدیل په حیث وړاندي کوي؟ او ولې د غرب د دیموکراسۍ منونکی او لیبرالان په اسلامي هېوادونو کې وېرول کېږي؟ او په ځینې ځایونو کې د وطن پرېښودلو ته اړ کېږي؟ او ولې مرتدان، او یا نور نامسلمان خلک لکه قادیانان چې لا هم ځانونه مسلمان بولي تر فشار لاندې نیول کېږي؟

د دې لپاره چې په اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ کې د مسلمانانو په زړونو کې له کفارو څخه کرکه لیرې کړای شي، او خلک د حقیقي اسلام پر ځای د غرب له لوري د جوړ شوي (معتدل اسلام) منلو ته تشویق شي امریکا، اروپا او پر اسلامي نړۍ مسلط د هغوی ملګري نظامونه هرکال پر بېلابېلو پروژو په سلګونو ملیونه ډالر مصرفوي او د حالاتو او شرائطو مطابق بېلابېلې څېړنې او سروې ګانې ترسره کوي.

د یادو شویو څېړنو په لړ کې یوه هم د مشهور امریکایي څېړونکي (ډیویډکپلان) څېړنه هم ده چې له امریکایي لوړ پوړيو چارواکو سره د مرکو او د(سي آی ای) د راپورونو د مطالعې پر اساس یې د (Hearts Minds and dollars) په نامه پر دې موضوع ترسره کړې چې امریکا څنګه کولی شي چې اسلام له داخل څخه تبدیل کړي.

هغه د خپلې څېړنې په پیل کې وایي: ((امریکا د اول ځل لپاره داسې استراتیژي وضع کړې ده چې دا په ډاګه کوي چې د امریکا د ملي امنیت مصلحت په دې کې دی چې اسلام له داخل څخه اغیزمن کړي، خو دا چې امریکا په اسلامي نړۍ کې په سیاسي او پوځي لحاظ په جګړه کې ښکیل ده او خلک نفرت ورڅخه لري او داسلام په اړه یې خبره نه مني، نو له همدې امله د امریکا دغه ستراتیژي داسې وضع شوې چې امریکایان باید د بل چا په توسط اسلام بدل کړي، چې دغه بدلوونکي جهتونه  (منځلاري اسلامي دولتونه)، (مؤسسي) او (اصلاحي) ډلې دي. دوی باید تشویق شي چې په ډیموکراسۍ کې برخه واخلي، د نورو (نامسلمانو) په مقابل کې د (زغم) د فرهنګ او روحیې د خپرولو لپاره فعالیت وکړي. امریکا د همدې هدف لپاره تر شلو په زیاتو اسلامي هېوادونو کې اسلامي راډیویي او تلویزوني پروګرامونه تمویلوي، فکري ورکشاپونه او سمینارونه جوړوي، له دیني مدرسو او فکري مراکزو سره مرستی کوي، او دا هر څه د دې لپاره کوي چې دغه خلک د (منځلاري اسلام) خپرولو ته تشویق کړي)).

د اسلام د جهادي تفسیر په مقابل کې د منځلاري غرب پلوي اسلام د تفسیر د حتمیت په اړه (ډیویډکپلان) د خپلې دې څېړنې په یوې برخه کې د (سي آی اې) د یوه متقاعد افسر خبره را اخلي او وایي چې : ((که دې ولیدل چې د سړک پر غاړه کوم (ملاعمر) خپل نهج او فکر ته خلک وربلل نو موږ باید د سړک پر بله غاړه یو (ملا براډلي) ولرو چې د اسلام غربي ډوله نهج او فکر ته خلک ور وبولي)).

په اسلامي نړۍ کې د منځلاري اسلام خپروونکي:

د (رنډکارپوریشن) د منځلاري اسلام طرحه او همدارنګه د غربي فکري جهتونو نورې طرحې او کتابونه لکه د (ډېوېډ کپلان) د (Hearts Minds and dollars) طرحه او د (رابرټ سوتلوف) د (تروریزم په خلاف د فکرونو جګړه) طرحه، د (ولیام راج) د (د مسلمانانو او عربو اورېدونکو لپاره د عمومي ډیپلوماسۍ) طرحه، ټولې پر دې ټینګار کوي چې د اسلام مقابله باید د اسلام په داخل کې د غرب پلوو عناصر په توسط وشي، چې په دې لړ کې له لاندې یادو شویو خلکو او جهتونو څخه کار اخیستل کېدی شي:

۱ – د مسلمانانو په اکاډیمیک ماحول کې د لوړو تحصیلاتو د سیکولر فکر لرونکي.

۲ – اسلام ته منسوب د (منځلاري فکر) د ټیټې طبقي دیني عالمان.

۳ – د سیاسي ډلو او احزابو فعالین.

۴ – د ښځو له حقوقو د دفاع او له نارینه ؤ سره د هغوئ د مساوات د نظريې پلویان.

۵ – د (منځلاري فکر) لیکوالان او ژورنالستان.

۶ – د صوفیانه فکر لرونکي او دجهادي فکر مخالف پیران او صوفیان.

۷ – د مدني ټولنو فعالین.

د (رنډکارپورېشن) د (منځلاري اسلام) څېړنه د امریکا حکومت ته توصیه کوي چې امریکا باید دغه ډول خلک په بېلابېلو وختونو کې امریکا ته وروبولي، د امریکا له ډیموکراتیکو او پالیسي جوړونکو ادارو سره یې آشنا کړي، او د کانګرس غړو ته یې ور وپیژني، تر څو هغوئ په بېلابېلو پلانونو او پالیسیو کې د دې خلکو لپاره د مرستو وړاندیزونه توصیه او تصویب کړي.

امریکا د منځلاري اسلام د خپراوي لپاره په کومو ډګرونو کې مرستې او فعالیت کوي؟

د (رنډکارپوریشن) د (منځلاري اسلام) طرحه امریکا ته توصیه کوي چې (توندلاري اسلام) یعنې حقیقې اسلام ته د ماتې ورکولو لپاره دې هم له هماغې استراتیژۍ کار واخلي د کومې په نتیجه کې یې چې شوروي اتحاد مات کړ، او د کمونیزم فکر یې خلکو ته د یوه منفور فکر په حيث معرفي کړ. د امريکا د هغه وخت هغې استراتیژۍ دوه مهمې برخې درلوې چې یوه یې:

د امریکا او اروپا په ګټه تبلیغات وه،

او بله یې:

د شوروي په خلاف سایکالوژیکه (رواني) او سیاسي جګړه وه.

او هغه ستراتېژي ځکه مؤثره ده چې هغې له یوې خوا د غرب پر ارزښتونو، تمدن او پوځي قوت د خلکو باور ورجوړ کړ، او له بلې خوا یې د شوروي اتحاد او کمونیزم پر ارزښتونو، تمدن، او پوځي وړتیا د شوري په داخل کې د خلکو اعتماد ورخراب کړ. او دا کار د پوځي قوت په توسط نه، بلکه د امریکا او غرب د مؤسساتي او تبلیغاتي قوت په توسط ترسره شو.

نو امریکا باید د (توندلاري اسلام) یعنې حقیقي اسلام په خلاف هم خپل فعالیت د همدغه ډول یوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې منظم کړي. پدې معنې چې لکه څنګه چې د شوروي اتحاد د له منځه وړلو لپاره د شرقی اروپا په هېوادونو کې غرب پلوي دیموکرات احزاب او تنظیمونه جوړ کړای شول او تقویه شول، همدغه ډول دې په اسلامي نړۍ کې هم غرب پلوي احزاب او د مدنې ټولنې په نامه سیاسي او اجتماعي تشکیلات جوړ کړای شي. او لکه څنګه چې له ۱۹۴۷م څخه تر ۱۹۸۴م پورې امریکا له اروپا او ترکيې سره مادي او د مشورې مرسته وکړه چې د شوروي اتحاد په مقابل کې قوي شي، همدغه ډول باید په اسلامي نړۍ کې هم له غرب پلوو حکومتونو، احزابو او مدني ټولنو سره هم مرسته وشي چې د جهادي فکر په مقابله کې ځواکمن شي. (نور بيا)

—————

[1] – Civil democratic Islam Partners Resources and strategies

([2]) د غربيانو مقصد له تصوف څخه زهد،تقوي، تقرب إلی الله، اشتغال بالأذکار المسنونة او حُسن خُلق او هغه څه نه دي چي په اسلام کې ورته (تزکيه) او (احسان) ويل کېږي او هر مسلمان يې بايدخپل کړي، بلکې د هغوئ په نزد تصوف هغو فلسفيانه افکارو او خاصو سلوکياتو ته ويل کېږي چې اسلام ته د منسوبو منحرفو صوفيانو او نورو دينونو تر منځ مشترک دي، او منونکي يې ټول د داسلام د مسلح فعاليت په خلاف د سيکولريزم او ديموکراسۍ په صف کې درېږي. همدغه مفهوم رنډ کارپورېشن) د اسلام په اړه په خپله بله څېړنه کې چې د (د متمدن ديموکراتيک اسلام) په نامه يې خپره کړې داسې واضح کوي: ((…صوفيان په ماډرنستانو كې شمېرل كېدى شي. هغوئ د اسلام په اړه يو آزاد فكر او تعبير لري. په كار ده چې په افغانستان او عراق كې چې خلك يې صوفيانه عنعنات لري صوفيانه تأثيرات په تعليمي نصابونو او د خلكو په كلتوري معيارونو كې تشويق او تأييدكړاى شي… صوفى حركت د خپلې فلسفې، خپلو صوفيانه اشعارو، او خپلې موسيقۍ له لارې د بېلابېلو دينونو ترمنځ د وصل كېدو قوي پلونه غزوي.( ۵۸ مخ Civil democratic Islam Partners Resources and strategies).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x