افغانستان

اشرف غني: له پاکستانه زموږ پر ضد د جنګ اعلان کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د وروستیو چاودنو پړه یو ځل بیا پر پاکستان واچوله او په وینا یې دغه هېواد «تروریزم» او د بمونو تولیداتو ته په خپله غېږه کې پناه ورکړې ده.

اشرف غني نن په یوې خبري ناستې کې چې امنیتي او دفاعي چارواکي هم موجود وه، وویل چې د کابل د وروستیو چاودونو پلان د افغانستانه بهر په پاکستان کې نیول کیږي او دغه ډلې هلته د ټریننګ لپاره ځایونه لري.

اشرف غني وویل چې «موږ د سولې هیله درلوده، خو د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د (خلکو) پر وړاندې د جګړې اعلان کیږي او دا په حقیقت کې د یوه ګاونډي هېواد پر وړاندې روښانه دښمني ده».

که څه هم د کابل ښاریان د شاه شهید وروستۍ پېښه چاودنه نه؛ بلکې د بهرنیو ځواکونو بمباري بولي خو اشرف غني یو ځل بیا پر دې ټينګار کړی چې دا یوه چاودنه وه او پلان يې د هېواده بهر نیول شوی و.

د شاه شهید د برید په اړه د سیمې اوسیدونکي وايي چې دا د بهرنیانو بمباري وه ځکه د چاودنې پر مهال مبایل انتن ورک وشو، په سیمه کې شنه رڼا خپره شوه او موټر بم هېڅکله دومره ځمکه نه شلوي. دوی وايي چې « حکومت دې ورشي په پنځمه حوزه کې دې هم د پولیسو پر اکاډمۍ موټر بم بريد وګوري، که يې هلته یو متر ځمکه هم ژوره کړې وه، موږ به دا بريد موټر بم وبولو.»

اشرف غني ویلي چې «زه د پاکستان له ملت او دولت څخه پوښتنه کوم چې که فرضا یوه ډله دغسې یو قتل عام چې د کابل په شاه شهید کې وشو، په اسلام اباد کې ترسره کړی وای او دغه ډله د افغانستان په خاوره کې پناه ګاه ولري او زموږ په لویو ښارونو کې دفترونه او د مرکزونه ولري ستاسې عکس العمل به څه وي؟ ایا تاسو به بیا موږ ته د دوستانو په سترګه که دښمنانو؟»

اشرف غني چې د طالبانو د ښکېلولو لپاره یې پاکستان ته خورا ډير امتیازات ورکړل او نېږدې ستراتيژيک ملګری هند سره یې اړیکې خرابې کړې زیاته کړې چې دوی سولې ته هیله درلوده خو د پاکستان له قلمروه زموږ پر ضد جګړه اعلامیږي او دا په حقیقت کې د یوه ګاونډي ملت او هېواد له خوا ښکاره دښمني ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې طالبانو په کابل ښار کې د پولیسو په اکادمۍ سرتیری برید وکړ چې په ترڅ کې نېږدې ۳۰ تنه پولیس ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

د دغه برید دوه ساعته وروسته طالبانو د بهرنیو ځواکونو په یوې اډې ډله ییز سرتیری برید وکړ چې د ناټو ځواکونو له قوله په د دوی ۹ نظامي او ملکي قراردادیان ووژل شول.

افغان امنیتي ځواکونو په دغه برید کې د ۱۰ دولتي سرتیرو د ټپي کېدنې پخلی هم کړی و.

همدا راز نن د زمري په ۱۹مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنیانو په ټانګونو سرتیری برید وشو. دولتي چارواکو ویلي چې په برید کې څلور پولیس وژل شوي.

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې په برید کې د بهرنیانو دوه ټانګونه ویجاړ شوي او همدا راز ګڼ شمېر افغان عسکر وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x