افغانستان

ګیلاني: د شاه شهید پېښه ځانمرګی برید «نه» بولم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د «افغانستان د ملي پیوستون نهضت» ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وايي چې د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې خونړۍ چاودنه ځانمرګی برید نه، بلکې هوايي حملې ته ورته وه.

ښاغلي ګیلاني له طلوع تلویزون سره په خبرو کې د هغې لارۍ ویډیويي فلم جعلي وباله، چې د یو شمیر رسنیو په باور له منفجره موادو ډکه وه او په یاده سیمه کې چاودیدلې.

نوموړي وویل چې د شاه شهید پېښه هغو هوايي بریدونو ته ورته وه چې روسانو د پخواني جهاد پرمهال ترسره کول. ښاغلی ګیلاني زیاتوي:

«د جهاد په شپو کې چې روسانو پر مونږ “نیپال” بمونه غورځول، لس یا شل متره ځمکه به یې کیندله، په شاه شهید سیمه کې هم ځمکه هماغسې کیندل شوې».

سید اسحاق ګیلاني د لارۍ په وسیله د چاودنې ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل:

«زه لارۍ نه منم، د دې لارۍ اثار نه شته، یو ټایر یې نه شته، اوسپنه یې نه شته، دا خو امکان نه لري چې د لارۍ هیڅ اثار پاتې نه شي».

نوموړي پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د لارۍ په اړه ټینګ تحقیقات وکړي او له ولسمشر یې وغوښتل چې خلکو ته د منفجره لارۍ پاتې شوني وښيي.

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه چې که افغان امنیتي ادارې د پېښې د څرنګوالي د کشف وړتیا نه لري، له بهرنیو هیوادونو څخه دې مرسته وغواړي، ترڅو د نوموړي په وینا، د منفجره توکي د هویت په کشف کې ورسره همکاري وکړي.

د تېرې جمعې په شپه د کابل د اتمې حوزې اړوند په شاه شهید سیمه کې خونړۍ چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم دولتي چارواکو له معمول سره سم تر چاودنې سمدستي وروسته پېښه «ځانمرګی برید» وباله، خو په عامو افغانانو کې له پیله داسې شکونه موجود وو، چې دغه چاودنه یې د لارۍ بم پر ځای هوايي برید ګاڼه.

باید وویل شي چې نن تر غرمې وړاندې د کابل په شاه شهید سیمه کې سلګونو لاریون کوونکو چې د پېښې ۱۰ تنه ټپیان هم ورسره و، نوموړی پېښه د بهرنیانو هوايي برید وګاڼه. لاریون کوونکو له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره د راغورځول شوي بم ټوټې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلاغ

ډیر صحیح حقیقت دی ویلی دی خو څوک سته چې د غنی بادارانو ته ووایې چې ولی بي ګناه اولس بمباروی غنی که څه هم اجازه درکړی ده خو هغه اجازه د مخالفینو وژل دی نه د عامه ؤ خلګو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x