ټولنیزه برخه

له کتاب سره د میني څو کیسې

لیکوال: حامد افغان

حافظ او محقق محمد بن محمد بن الجزري (751هـ/833هـ) رحمه الله لیکي: خلکو د امام الشاطبي (پيدا:538هـ) رحمه الله له کتابونو سره خورا زیاته مینه لرله، تر دې پوري چې زما سره په علم القراءات او علم الرسم کې په يوه جلد کې د ده دوه منظومې وې چې د السخاوي شاګرد الحجیج لیکلې وې؛ خلکو د هغو په وزن سپین زر راکول خو ما ورنه کړې.

له علم او کتاب سره د میني په اړه د اندلس د یوه مسلمان واکمن الحکم المستنصر بالله ( 302 هـ/ 366 هـ) رحمه الله کیسه را اخلم، د دې ستر عالم او په علم او علماو مین پاچا د ژوند حالات بیخي عجیبه دي، د ده د ژوند حالاتو په لیدلو په انسان کې له کتاب او علم سره مینه زیاتیږي، د ده په زمانه کې ټوله اروپا د جهل په تیارو کې ډوبه وه خو مؤرخين لیکي چې د مستنصر په زمانه کې پوهي او تعلیم دومره ترقي وکړه چې د اندلس ټول ولس په لیک لوست پوهیدل، د جوماتونو ترڅنګ یې مکتبونه او آن پوهنتونونه جوړ کړي و، د قرطبي جامع جومات خواته یې د هغه مهال د نویو علومو لوی پوهنتون جوړ کړی و، د وخت علماو ته به یې له معاش پرته نوري پیسې هم ورکولې او دا ورکړي یې بې له استثنا مسلمانو او نامسلمانو ټولو پوهانو ته ورکولې.

د مستنصر په اړه هسپانوي مؤرخ رامون مننډیز پیډل ( Ramón Menéndez Pidal) ـ ( 1869 ـ 1968) لیکي: د مستنصر په زمانه کې اندلسي خلافت خپل اوج ته ورسید، په ټوله هسپانيه یې سولییزه ولکه ټینګه کړه او په عامه توګه یې امنیت او ارامي راوستله.

راځو خپل مطلب ته، ابن حزم په جمهرة انساب العرب کې د مستنصر په اړه لیکي: ټول اندلس یې د مختلفو علومو له کتابونو ډک کړ، د ده خپل شخصي کتابتون 44 فهرستونه لرل، چې هر فهرست 50 پاڼي لرلې، په دې کې یواځي د ده د کتابونو نومونه لیکلي وو، عجیبه خو دا وه چې په دې کتابتون کې له ګوتشمیر کتابونو پرته په نورو ټولو د ده په لاس لمنلیکونه او حاشيې کښل شوې وې!! او دا لمنلیکونه د ده معاصرو او له ده وروسته علماو ډېر ستایلي او هغه یې ګټور بللي دي، او د هغه د علم او پراخي مطالعې اعتراف یې کړی ده.

ابن الأبّار القضاعي په الحلة السيراء کې لیکي: مستنصر د کتابونو په راجمعه کولو خورا زیات مصرف کاوه، نورو هیوادونو ته به یې خلک لیږل څو ګټور کتابونه پیدا او رایې وړي، دا کتابونه دومره زیات شول چې د قصر په کتابتون کې نه ځایېدل، او د قصر خواته یې د “مکتبة قرطبة” په نوم ځانکړی کتابتون ورته جوړ کړ، په دې کتابتون کې د کتابونو شمیر 400 زره ته ورسید، الحکم مستنصر له کتابونو سره دومره مینه لرله چې د عراق مشهور ادیب ابو الفرج الاصفهاني ته یې 1000 ديناره ولیږل څو د هغه کتاب ” الاغاني” په عراق کې له خپريدلو مخکي هغه ته ولیږي. المقري لیکي چې کتاب د عراق وراقینو ته له رسیدلو مخکي اندلس ته والوت.

د داسي علمپالو او کتابپالو واکمنو په برکت په اندلس کې له کتاب سره د میني کچه له دې کیسه ګۍ نه ښه معلومولی شو، شیخ الطنطاوي په فصول في الثقافه و الادب کې دا کیسه راخیستې ده: یوه کتاب ته یې ضرورت پیدا شو، له ډېري پلټني وروسته یې پیدا نه کړ، چا ورته وویل د قرطبي په بازار کې له یوه دلال سره شته، هغه ته ورغی د کتاب اخیستلو په مهال یوه بل شتمن سړي پیسې ورزیاتي کړې، چې ده به یوه زیاتوله هغه به پنځه زیاتولې، اخیر هغه دومره زیاتي کړې چې د عالم له وسه خبره پورته شوه او هغه شتمن سړي کتاب واخيست، عالم ورته وویل: صیب! زه دې کتاب ته زیاته اړتیا لرم که د یوې شپې له پاره یې ماته راکړې؟ هغه ورته وویل: باور وکړه زه په کتاب نه پوهیږم یواځي د کتاب شکل خوند راکړ او په کتابخانه کې مي د دې حجم یو کتاب کم و. چې ستا دومره ضرورت ده ورته تا ته مي بښلی دی، او کتاب یې عالم ته ورکړ.

له کتاب سره د میني په اړه د ابو الحسن علي بن احمد الفالي کیسه هم ډېره دلچسپه او خوندوره ده، له ده سره د ابن درید د الجمهرة کتاب یوه ښایسته نسخه وه، یو وخت د سخت ضرورت لامله د هغه خرڅولو ته اړ شو، او په یو چا یې په 60 ديناره (255 ګرامه سره زر) خرڅ کړ، کله چې هغه سړي کتاب خلاص کړ د ابو الحسن الفالي شعرونه یې ولیدل چې په کتاب یې لیکلي و، په شعرونو کې یې ویلي و چې که د پورونو له لاسه مي ډېر کلونه په بندیخانو کې تیر کړي وی بیا به مي هم دا کتاب نه و خرڅ کړی او د کتاب خرڅولو لامل یې له زغمه وتلی فقر او مسکنت یاد کړی و، کتاب اخیستونکي چې شعرونه ولیدل زړه یې نرم او مهرباني یې راوخوټیدله، بیرته یې کتاب وروړ او هغه پیسې یې هم وروبښلې.

دا کیسې پرته له تبصرو زړونو ته ننوځي، په دې هیله چې ګران لوستوال په دقیقه توګه غور پرې وکړي، او الله دي وکړي چې دا کیسې له کتاب او علم سره د میني او اړیکو په زیاتیدلو کې زموږ او ستاسو مرستندویه ثابتي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

حامد اففان صيب الله دي اجرونه دركري كله كله دير خكلي او مفيد موضوعات نشروي، لكه دا موضوع او دي ته ورته مطالب، خو سيند په کوزه کی سلسله می خوخه نده، دهغی په زای ددی پشان ضروری موضوعات لیکلی نو فایده به پکی دیره وه.

hamid afghan

حنیف صیب مننه
خو ذوقونه مختلف دي هغه لیکنه هم شاید مینه وال لري.

مولوي سعيد

حامد صاحب جزاك الله

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x