
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجراییه رييس د سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو په تړاو نهیلي څرګنده کړې ده. عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا اوونیزې ناستې ته وینا کوله، وویل پاکستاني چارواکي یوازې په ښکاره وايي چې «د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي».
اجراییه رييس چې د پاکستان په تړاو د ګډ حکومت له نوي سیاست څخه نهیلی برېښېده وویل: «یوه جمله چې ثابته کړي، له موږ سره مرسته شوې ده، زه د ملي يووالي حکومت د اجراییه رييس په توګه خبر نه یم. یو ګام هم نه دی پورته شوی. هو، ډېرې ښې خبرې مو اورېدلي دي، همدلته مو واورېدل چې ‘د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي’».
اجراییه رييس داسې مهال د سولې بهیر په برخه کې د پاکستان له نه همکارۍ سر ټکوي، چې د جولای پر اوومه د پاکستان په مري کې یوې ناستې د ګډ حکومت چارواکي د پاکستان رول ته ډېر هیله من کړي وو.
د یادولو ده چې د پاکستان په تړاو د ولسمشر اشرف غني پر سیاست په هېواد کې دننه د سیاسي شنونکو له خوا ډېرې نیوکې وشوې. ولسمشر د پاکستان په اړه په «خوشبینۍ» تورن شوی و.
اجراییه رييس داسې مهال د پاکستان له همکارۍ نهیلي څرګندوي، چې نن ولسمشر هم په یوې ځانګړې خبري ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان پر ضد جګړه اعلانوي. غني وویل: «د سولې ابتکار به نور د افغانستان په لاس کې وي». غني داسې مهال د سولې ابتکار د افغانستان په لاس کې ګڼي، چې حکومت ته له رسېدو راهیسې يې سوله کې د پاکستان همکاري «ډېره مهمه» بلله.
د ولسمشر نننۍ څرګندونې د پاکستان په تړاو د ګډ حکومت د سیاست د بدلېدو پیل ګڼل کېږي.
داد داعش دظلم ویڈیو خو د اللہ ج درضا لپارہ دافغان ولس سرہ شریکہ کڑئ
نن په کابل دیره درنه چاودنه ترسره شوه