نظــر

دا ایران نه دی افغانستان دی

معمول په څیرنن هم په پښتو ويب پاڼو لوستلو باندې بوخت وم چی پر د خبر مې سترګې ولګیدې ((د مزارشریف یو مهم واټ د ایرانی  دیپلوماتانو په نوم شو))

دد خبر په لیدو سره ډیر نارامه شوم چی د بلخ ولایتي چاوراکو لخوا ددې  ولایت یوه مهم واټ ولې د ایرانی  دیپلوماتانو په نوم کیږی په کوم دلیل او څه حق لری؟ پر افغانستان باندې  چې  اوس واټونه د ایرانی اتباعو په نوم نومول کیږی
زه د افغانستان دولت نه غوښتنه کوم چی یو هیواد درته په ایران کې میشتو افغانانو مړی رالیږی ته په خپل هیواد کې ورته ایرانی چاسوسانو په نوم واټونه جوړوی

خو افغانان هم پوهیږی چی د افغانستان ولسمشریزه ماڼی د میاشتی د ایران څخه د ډالرو بکسونه اخلی تر څو د ایران ملي  گټې  په افغانستان کې خوندي وساتي ترڅو دغه شان واټونه د ایران د جاسوسانو په نوم ورته ونوموی .او د افغانستان سیندونه ورته پریږدی ددې  ترڅنک د ایران جاسوسانو ته اجازه ورکړي  چې  په افغانستان کې  خپلې گټې وڅاري

د افغانستان ولسمشره !

ترکومه به د ایران نه د ډالروبکسونه اخلی؟ او د هغوی ملي  گټې به ورته ساتې او د خپلو افغاني اتباعو پوښتنه به نه کوی.

ستا اتباع په ایرن کې ددې  هیواد لخوا په دار ځړاول کیږی اوس هم په زیات شمیر افغانان د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تیروی .ستا اتباع په ایران کې پوهنتونو کې اجازه نه لري  چی زده کړې  وکړي  کومه ورځ دې  ورته خبرداری ورکړی دی چی په کوم دلیل زما دغه افغان په دار ځړاوی؟

زه پوهیږم چی نن ورځ دغه خبر چی کوم افغان  لولي  او اوری یې ډیر غمجن  به وی او د خپلو دولتې واکدارانو نه به  سخت خفه وي چی زما دولتی وکدار په کومه لاره روان دی ؟ولی خپلې  شخصې  گټې پالي  او د څو ډالری بکسونو اخستولوپه نتيجه کې چپ دی.

زه هغه افغان یم چی احمد شاه بابا او د میوند فاتح غازی سردار ایوب خان لرم زه د حمید حسن او د روح الله نیکپا په شان اتلان لرم خو زما دغه اتلان هم خفه دی چی ما د افغانستان ملت لپاره څومره قربانۍ   ورکړې  دي  او د قربانی په حالت کې یو ،زه پوهیږم چی دغه اتلان به په خپل زړه کې ډ‌یر مایوسه وی ځکه کوم واټ ددغو اتلانو پر نوم شوی دی؟

زه د افغانستان دولت او ولسمشر ته یادونه کوم چی دغه خاوره د افغانستان ده اوته د افغانستان ولسمشر یې دلته یو قوم ژوند کوی چی د افغان په نوم یادیږی دغه خاوره اتلان لری بیا د دغه خاوری واټونه هم باید افغان اتلانو په نوم و نومول شي ځګه دا  ایران نه دی د احمد شاه بابا او د میوند فاتح غازی سردار ایوب خان پچیوګران  افغانستان دی.

 https://www.facebook.com/abdulhaqomeripage

لیکنه : عبدالحق عمری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x