نظــر

اشرف غني په سخت او وژونکي مرض مبتلا دی

نور ريښتياپال

له څه مودې راپديخوا د تلويزونونو په مخ اشرف غني په داسې حال کې ليدل کيږي چې يوه پښه يې پلستر وي او په دوه امساوو ګرځي ، رنګ يې پيکه او له صحت نه ډير کمزوری ښکاري ، د څه وخت لپاره جرمني ته هم د تداوی لپاره تللی ؤ .

سره لدې چې حکومتي سرچينې جرمني ته د اشرف غني د تګ موخه د پښې تداوي بولي ، خو د اشرف غني صحي حالت ته په کتو داسې معلوميږي چې نوموړی په کومه سخته مريضي اخته دی. ځکه د پښې تداوي خو يې دلته هم کيدای شوای ، افغاني ډاکټران په شکسته بندۍ کې ډيره تجربه لري.

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې اشرف غني د ځيګر په مرض اخته دی ، کلسيوم يې په بدن کې کم دي او په بدن کې يې وينه نه توليديږي. او جرمني ته هم د همدې مريضۍ د تداوي په موخه تللی ؤ .

د يادونې وړ ده چې نوموړي پخوا هم د معدې د سرطان مريضي تيره کړي خو هغه مهال يې علاج په امريکا کې کړی ؤ او علاج يې تر ډيره بريده بريالی ؤ . داسې شک هم کيږي چې شايد اوس د وينې په سرطان اخته وي.

خو په هر صورت څرنګه چې نوموړی له بدن څخه کمزوری او عمر يې هم زيات دی ، د ځيګر ناروغي او په بدن کې د وينې نه توليديدل شايد ډير خطرناک ورته تمام شي.

ويل کيږي د نوموړي د مريضۍ په سختيدو په حکومت کې دننه څو مهمو کړيو پټ تحرکات پيل کړي .

حنيف اتمر د ده له مرګ وروسته ځان د نوموړي ځايناستی ګڼي او په دې هڅه کې دی چې د اشرف غني ټول پلويان په ځان راټول کړي ، او د فوځي او امنيتي لوړپوړو چارواکو د باور د خپلولو په لټه کې هم دی ، او له پخوانيو ګوندي اړيکو څخه په استفادې له کمونستو جنرالانو سره اړيکې ټينګوي او کوشش کوي چې ملاتړ يې تر لاسه کړي.

له بله پلوه جنرال دوستم هم د اشرف غني کمزوري صحت او مريضي په خوځښت راوستلی او له خپلو سلاکارانو او نيږدې ملګرو سره په مشورو بوخت دی او دې ته چمتووالی نيسي چې د اشرف غني د مرګ په صورت کې واک په لاس کې ونيسي.

خو تر ټولو ډير فعال بيا حامد کرزی او ډاکټر عبدالله دي او دواړه ډيره هيله لري چې د اشرف غني د مرګ په صورت کې واک په خپل لاس کې واخلي.

ډاکټر عبدالله خو يې بیخي د ځان حق بولي چې واک تر لاسه کړي.

سرچينه زياتوي چې امريکايان دغه تحرکات له نيږدې څاري او ډير په انديښنه کې دي ، له څو ورځو راپديخوا د کابل په فضا کې يې جيټ الوتکې هم ګزمې کوي.

د شنونکو له آنده که په ګډ حکومت کې دننه او له حکومت نه بيرون کړۍ تر خپل منځ واټن رانيږدې نکړي او د قدرت په سر له سيالۍ څخه لاس وانخلي د اشرف غني د مرګ په صورت کې به سخته ګډوډي رامنځته او کيدای شي د قدرت په سر شخړې په خپلمنځې جنګونو بدلې شي. او يو داسې پيچلی حالت رامنځته شي چې سمول او قابو کول به يې بيا د چا د وس خبره نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یاسین

ښه خلګ خویئ ډیرترستوني تیرکړل الله پاک دي وکړي چی مرګی یووار د دغو بي دینه خلګوخواته هم یوسلام ورواچوي

بشرمل

هغه پوره جوړ دی بیځایه تبلیغات مه کوئ

پیر محمد

اول خو داخبر ه دروغ ده که فرض کړو چی رښیتا هم ده ، نوبیا دداسی منفی خبرونو خپرولو ته څه اړتیا ده، که ولسمشر مریض وی موږ ټول ملت باید الله ج ته لاس په دوعا شو او د خپل مشر لپاره شفاورڅخه وغواړو .

کمال خان

زه در سره هیڅ موافق نه یم. اشرف غنی روغ او جوړ دی. هسی بی ځایه له ځانه شننه مه کوه.

yousuf

که جوړ وي که ناجوړ مرګ ورته ښه ده له مرګه مخکی دی الله ورته د خپلی بی دینی څخه د توبی توفیق ورکړي(يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ حَقَّ تُقاتِهِ وَلا تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (۱۰۲) سورة ال عمران).
او که مړ شي د ګډوډي تشویش مه کوئ د اسلامي امارت تر شا ودریږئ چي د تیر په څير یو ځل بیا د امنیت او سوکالی په خوند پوه شئ.


شهاب

فکر کوم دا به د ملاعمر د مرگ په شان دده په پلویانو کی هم د گدودی د پیداکولو لپاره تبلیغات وی

اقبال منصور

مرګ د الله په لاس کی دی او که مونږ هر څومره #### وکړو لکه د متن لیکوونکی بی فایدی به وی او بل دا چی کیداشی چی ستا د متن لیکوونکی څخه ښه وی ځکه چی ته د غلام غلام یی او هغه د نر سړی غلام دی نه د دال خور غلام تاته ډیر شرم دی چی دا خبری لیکی وګوره چی ستا مشر ملا صاحب چا وواژه لږ ###وکړه ستا حال به هم یو ورځ همداسی وی او ددی ### خبرو د لیکو څخه ډډه وکړه مننه .

ممتاز خان

ګرانه وروره یوسف صاحب- هیله لرم چه جوړ او روغ اووسی- اشرف غنی او د هغه ټوله کورنی شکر ده مسلمان دی- مونګ ددی حق نلرو چه چا باندی په دومره اسنای (لکه تاسو) د کفر ټاپه ووهو- نه ته کوم مفتی او نه کوم عالم د خدای لپاره خيل مشران مه به عزت کوه- هر هغه سوک چه خپل مشرانو ته په سپکه ګوری الله تعلی به یی سپک و شرمنده کوی- ولی داسی د ###خیری لیکی- هیله لرم چه خفه نه شی- نه زه په افغانستان که ژوند کوم او نه کوم اړیکی د اشرف غنی سره لرم… نور لوستل »

yousuf

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ښاغلی ممتاز خان! ۱- بی دینی کلمه یوازی د کفر په معنا نه ده لازم تعبیر کړو. ۲- کومه پالیسی چې دوی پرمخ بیایې هغه په قرآن او په محمدي (صل الله علیه وسلم) سنت برابره نه ده نو په هیڅ صورت پر موږ د متابعت حق نه لري، له دا ډول متابعت الله موږ منعه کړی یو، په اړوند یې له معتبره شخص څخه پوښتنه وکړه، زه ډېره کمه پوهه لرم، زما خبر مه منه. ۳- نن چاری ډېری ګډوډی دی د استعمار نوم سوله ساتنه کمک او همکاري، د ښځو بی ستری د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

رشتیا پال صاحب ، ستاسی لیکنه به حقایقو ولاړه ده ، که څه هم د غنی ایزمی ملګرو ته درنه بریښی ، مګر کوم څه چه پیښیدونکی وی څوک یی مخه نه شی نیولای دا چه غنی ته هم مونږ خپل مشر ووایو د دی به دامعنی وی چه افغانان بلکل دشمن نه لری طبیعی ده چه څوک بی دوستانو او بی دشمنانو نه وی غنی به خامخا څه دوستان هم لری مګر هغه چه د غنی په شان وی . د غنی سفر جرمنی ته د پښی د معالجی د پاره ، که دی رښتیا زمونږ مشر وی د… نور لوستل »

رسول خان

که هر څنګه وي ستاسو په څیر غلامانو ته دې يې الله 5 کاله زوندی لري

mayak.khan

اوس که مري که پاتی کیږی بادار ته ئې دهیواد قواله ورکړه الله دې دغه شاه شجاع هم له نړی سپک ورک کړي اوڅوک ئې چې پلویان دي هغه دې هم الله تعلی رسوا اوشرمنه کړی دغه بیضمیره خوهیواد په داسې اور کښې واچولو چې اوس هرورځ یوه سپرغی ترینه افغانان سوځه وي

الحاج استاذ بیانزی

دا خو هسی د ښځینه جنګ خبری دی ، (چه هر رنګه دی ) په هر رنګ کی ډيری څه ننوتلی شی ، لمړی ستاسی دا خبره خپله ستاسی د پاره ښه نه ده ، ستا د جملی دوهمه برخه ( تاسی غلامانو د پاره دی الله ج ۵ کاله عمر ورکړی) تاسی ته څه پته ده چه مونږ غلامان یو ، دا بهتان دی او بهتان هم د ښځو کار دی او اسلام کی د بهتان کولو سزا په اړه که اسلامی عقیده لری له یوه اسلام عالم څخه پوښتنه وکړه ، غلام هله معلومیږی چه هغه په کوم… نور لوستل »

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx