
شعـــــرونهپښــــتو ادب
مرحوم اميرالمؤمنينه!
سيد احسان الله الهام
ته وفادار وې تا په ټول عمر جفا ونكړه
مرحوم اميره المؤمنينه ژوند وفا ونكړه
په تا پسې به بلا زړونه ولي نه ړنګيږي
تا د فاني دنيا لپاره مدعا ونكړه
تبريك دي سه د ابدي بريا خواږه جامونه
د ازلي دښمن په خوله چي دي خطا ونكړه
ما خوڅوك ونه ليد چي تاته يې دعاوې نكړې
د سترګو توره تاته هيچا بد دعا ونكړه
الله دي مل سه قرباني به دي رنګونه راوړي
بې له ميړاني دي په ژوند بله وينا ونكړه
تنها مي ستا سره ليدل د زړه ارمان ندى
ما بد نصيب خو ستا په قبر هم ژړا ونكړه
ګران رانه ولاړلو الهامه !زه حيران پاتي شوم
چي مرګ مي ولي په دې غم كي ملګرتياونكړه
لیدل یی د دیرو خلکو ارمان وو خو دا ونشو – معما – که داخبره نوی نو دویم احمد ابدالی به وی
که د خدای ج او رسول او مخلوقاتو څخه نه شرمیږو نو لږترلږه ددې خپل نازولی عقل څخه خو باید لږ وشرمېږو.