کابل ښاريان: له ښاره تر کوره د روغ وجود تمه نه لرو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې پنجشنبې شپه تر نیمايي اوښتې وه، یوه بجه او اتلس دقیقې زورورې چاودنې ټول ښار ولړزاوه، دا د اتمې حوزې اړوند د شاه شهید سیمه وه، چې نیمه شپه کې يې لسګونه کورونه او دوکانونه له خاورو سره برابر کړل.

د دې چاودنې غږ تر لرې پرتو سیمو رسېدلی و، د کابل د امنیتي مسوولینو له قوله پکې د مړو شمېر تر ۱۶ او د ټپیانو تر ۳۰۰ هم اوښت چې ډېری قربانیان يې عام وګړي و، د دوی په خبره پېښه د موټر بم په واسطه رامنځته شوې ده، خو د سیمې اوسېدونکې د ځمکې نږدې پنځلس متره ژور والی د موټر بم کار نه بولي، په خواله رسنیو کې پر همدې بحث دی، چې دا د استخباراتي کړیو کار دی.

کابل؛ شاه شهید

کابل؛ شاه شهید

د جمعې د ورځې ماښام د کابل ښار پنځمه حوزه او ور پسې پنځلسمه حوزه د غبرګو چاودنو شاهدې وې، د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د پولیسو اکاډمۍ د ننه سرتيري بريدګر شاوخوا ۵۰ پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واړوله، د پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې د قصبې سیمه د نهو بهرنیانو د مرګ شاهده وه، پرون – دوشنبه – هم د هوايي ډګر لوېديځه دروازه کې موټر بم بريد درنه مرګ ـ ژوبله تر شا پرېښوده.

کابل ښاريان

له ورته پرلپسې پېښو وروسته کابل ښاريان وايي چې تر سهار له کوره «توکل په خدای » راوځي او د بېرته روغ تلو تمه نه لري، د دوی په خبره د ډېر سخت ضرورت له امله له کوره د راوتلو زړه ښه کوي.

د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند یو تن دوکاندار حاجي روح الله وايي چې نوموړی هر سهار په دې تمه له خپلو ماشومانو سره خدای پاماني کوي چې ګواکې بیا بېرته نه راځي: «په ځان مې په خدای که دومره باور وي، چې زه به بېرته کورته لاړ شم، که به مې جنازه لاړه شي، هیڅ لوری نه دی معلوم.»

د حاجي روح الله په خبره امنیتي وضعيت پر بازار هم بشپړ تاثیر کړی، د ده په وینا خلک چې پیسې ونه ګټي ، نو مصرف يې ولې کړي: «د دوکانداري پخوانۍ مزه نشته، سړی د یو چا په قواره پوهېږي چې پیسې ورسره نشته، وړاندې به مو د ورځې ښه پرېمانه سودا کوله اوس داسې ورځ هم راځي چې د خپل ګيډې مصرف راباندې بوج وي.»

د ښار په زړه حاجي یعقوب څلورلارې ته څېرمه ځوان موټر چلوونکی محمد نسیم هم ورته څرګندونې کوي، وروستیو نا امنیو له کاره زړه توری کړی، خو په خبره پنځه تنه کهول ور په غاړه دی: «کار نشته، خلک پیسې نه لري په وړو موټرو کې نه ځي، دوه ساعته انتظار کوي خو په لویو موټرو کې په پنځه په لس افغانۍ ځان رسوي، موږ هم بس مجبور یو خپلو کورو ته به ډوډۍ ګټو، کنه ګوزاره ګرانه ده.»

د محمد نسیم په وینا د خپل موټر څلور تنه سپرلۍ په سختۍ پیدا کوي، د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو تر دې هم سخته داده چې هر ځای د وېرې احساس کوي: «ګورئ دا د ښار منځ دی، خو په خدای که هیڅ باور وي دلته به اوس غرز شوی وي، حکومت ویده دی ویده.»

محمد الله پروانی د خصوصي ښوونځي استاد په وروستیو نا امنیو کې دولت شریک بولي: «حکومت ورسره شریک دی، چل يې موږ ته جوړ کړی، کنه څنګه یو څوک له بمونو او چاودېدونکو توکو سره تر ټولو خوندي ځای کې چاودنه کوي.»

د پرواني په خبره بريدګر له کوم بل ځایه دلته نه راځي، بلکې د ښار د ننه خپل پلان جوړوي، مواد تياروي او په دولتي موټرو کې تر هدفه رسول کېږي: «لس واره لیدل شوي چې بریدګرو له دولتي موټرو، دولتي کارتونو او یونیفورمونو ګټه اخیستې، دا يې له کومه کړي؟»

د هغه په خبره د ښوونځي د یو ښوونکي په توګه د خپل زده کوونکو پر سر وېرېږي، په وینا يې د زده کوونکو والدين خپل اولادونه دوی ته د ژوند د زده کولو په موخه ورلېږي، خو د ښار وضعیت داسې دی چې د بېرته ژوندي تلو یوازې یوه هیله پاتې وي.

چارواکي او کارپوهان

د کابل امنیتي مسوولین وروستۍ نښتې د ډېرو نورو په څېر له هېواده بهر د استخباراتي کړیو کار بولي، دوی د خبر پاڼو په خپرولو سره دغه پېښې غندلې او کار يې د وطن د «دښمنانو» بللی دی.

د ولسي جرګې غړی او د پخوانیو ملېشو ټوپکوال مشر عبدالجبار قهرمان بیا د دولت له لوري دغه ډول پلمې نه مني، بلکې دعوه کوي چې په دولت کې د ننه د بريدګرو خپل کسان شته چې هغوی ته د بريد زمینه برابروي.

د پخوانيو ملېشو مشر او د ولسي جرګې اوسنی غړی، عبدالجبار قهرمان

د پخوانيو ملېشو مشر او د ولسي جرګې اوسنی غړی، عبدالجبار قهرمان

قهرمان د هېواد امنیتي ادارې د ماشومانو په لاسونو کې بولي او وايي چې د چاودنو په مهال د امنیتي ادارو مسوولین په مېله ځایونو کې تفریح کوي.

په ورته ډول د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل هم دا مني چې په امنیتي ادارو کې د بريدګرو فعال غړي موجود دي، هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې بريدګرو ته د مساعدې زمینې حال د دولته منځه ورځي.

امرخېل ونه ویل چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره دغه ارتباطي کسان د دولت په کومو ارګانو کې په کومه کچه د دندې څښتنان دي، خو په وینا يې بريدګر د دولت له هر غفلته بشپړ معلومات لري.

د تېرو پرلپسې بريدونو له منځه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پولیسو پر اکاډمۍ او په پنځلسمه امنیتي حوزه کې هوايي ډګر ته څېرمه پر بهرنیانو بريد طالبانو خپل کار وباله، خو د اتمې حوزې اړوند د شاه شهید د خونړۍ پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، د همدې چاودنې له غږه ګڼ ښاریان لا هم په وېره کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د