نظــر

دلغمان اتاترک

laghman governor aqbal azizداسلامي مفکرانو په باور دمعاصرې ترکیې پلار کمال اتاترک ته  له دې  امله (احمق ) ویل کیدای شي ، چې دخپل ارمان  ( پرمختللې ترکیې ) لپاره یې په داسې حال کې اسلامي ارزښتونه قرباني کړل ، چې دترکیې اسلامي تشخص  ددې هیواد داقتصادي او صنعتي  نویوالي په وړاندې هیڅ خنډ نه جوړاوو ، مطلب داچې داسلامي ترکیې دې ناخلفه زوی کولای شوای ، هم دخپل قوم او هیواد تاریخي اسلامي تشخص وساتي او هم  داروپا نوي صنعتي او اقتصادي ابتکارات خپل کړي .

خو نوموړی په پوره بي رحمي دپرمختللې ترکیې د ودانولولو لپاره دمساجدو او مدرسو په نړولو ، او دعلماء په له منځه وړلو پیل وکړ ، نوموړی په پوره حماقت فکر کاوو ،

چې داروپا پرمختګ له دې امله دی  چې ښځې یې حجاب نه اغوندي ، رسم الخط یې لاتیني دی ، او رخصتي یې دیک شنبې په ورځ ده ، نوځکه یې بي ستري اجباري کړه ، رسم الخط یې له عربي څخه لاتیني ته واړاوو ، او دجمعي رخصتي یې یک شنبې ته بدله کړه .

دایوازې آتاترک نه وو ، چې تردې حده دمعاصر پرمختګ راز ترې  نادرکه وو زموږ په اوسنۍ جامعه کې داسې ډیر لنډ فکره شته  چې معاصر ساینسي پرمختګ ورته یوازې  داسلامي ارزښتونو په پایمالولو کې ښکاري ، نو ځکه دماډرنیزم  دخپلولو لپاره په لومړی دړکه کې ، له ږیرې، جومات ، لمانځه ، روژې ، پګړۍ او خپل مروج اسلامي لباس سره مخه ښه کوي .

دداسې سرناخلاصو په ادرس دختیځ سترګور اقبال لاهوري وایي

قوت مغرب نه از چنګ و رباب           نی ز رقص دختران بي حجاب

نی ز سحر ساحران لاله روست            نی زعریان ساق نی ازقطع موست

محکمی اورا نه از لادیني است        نی فروغش از خط لاتیني است

قوت افرنګ  از علم و فن است        ازهمین اتش چراغش روشن است

حکمت از قطع وبرید جامه نیست       مانع علم و هنر عمامه نیست

په هرحال . . .

همدا نن مې واوریدل چې دکرزي په حکومت کې دلغمان والي  ( اقبال عزیزي ) د اسلامي اقدارو ( جومات او روژې ) په اړوند   ځینې داسې اوامر ابلاغ کړي ، چې سړي ته هماغه داتاترک کارنامې وریادوي  ، دافغان اسلامي اژانس دخبر له مخې دجمعې په ورځ په لغمان کې  ګڼو خلکو مظاهره وکړه او دلغمان دوالي په خلاف یې شعارونه ورکړل ، ولسي خلکو ویل چې دلغمان والي په اختلاس سربیره ځیني داسې کارونه کړي ، چې اسلامي ارزښتونو ته  دنوموړي په خیرنو ارادو دلالت کوي  .

دمظاهره کوونکو له قوله  دلغمان والي دلغمان دلوی مرکزي جومات دپراخیدو سخت مخنیوی کوي ، او اجازه نه ورکوي چې دمسجد دوهم پوړ ورغول شي ، دخلکو په باور والي هغه کسان بندیان  کړي چې دمسجد ددوهم پوړ دجوړولو لپاره یې هڅه کوله او پیسې یې ورته راغونډولې ،دمهترلام اوسیدونکي وایي چې والي اقبال عزیزي دمهترلام دستر جامع مسجد دمنارې دنړولو امر هم کړی ، او دمسجد خطیب ته یې ویلي چې لاوډسپیکرونه له دې منارو څخه لري کړي  ، والي دخپل دې کار دتوجیه لپاره وایي چې له دوهم پوړ او دې منارو څخه دولایت په ودانۍ دبرید ویره ده ، خو دمهترلام اوسیدونکي وایي چې دا یوازې بهانه ده په اصل کې والي دیني ارزښتونو ته درناوی نلري ، ځکه په دې وروستیو کې والي دلغمان له علماء  غوښتنه کړې وه ، چې داسې یوه فتوی دې صادره کړي چې د دوی عسکر روژې خوړلی شي .

اقبال عزیزي که په هرنیت دا کارونه  کوي ، خودا ورته ویلی شو چې حال او مقام یې خطاکړي ، نو خو افغانستان دنړۍ کوم غرب زده هیواد دی چې داډول فرامین دې په کې اسانه تطبیق شي ، او نه افغان اولس دومره له اسلامي تشخص څخه پردی شوی دی ، چې دداسې اقداماتو په وړاندې دې چوپ پاته شي ، دا ډول اقدامات پرته له دې چې دنوموړي لپاره ټول عمر دپیغور داغ شي بله نتیجه نه شي درلودای .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x