نظــر

سپينه ماڼۍ : د کنړ په استشهادي بريد کې يو امريکايي جنرال او درې ډګروالان وژل شوي دي

kevin-j-griffith killed comanderد  CNN او د ABC  خبري چينل په حواله د امریکا ولسمشر اوباما او خارجه وزيرې  ميرمن کلنتن په يوه تفصيلي بيانیې کې د کونړ  د چهارشنبې د ورځې  استشهادي  بریدکې  چې په پلي عسکرو تر سره شو په ترڅ کې يې د لواء قومندان امريکایي جنرال “كيفين جيرافيس ” او د يوه افغان ژباړونکي په ګډون درې نور ډګروالان وژل شوي دي  او يو بل تن ډګروال جيمس منيغس چې د څلورمې لواء رئيس ارکان دي سخت ټپي شوي دي خو روغتيايي حالت يي نازک ښودل شوی  .

منبع زیاتوي تورن جنرال “كيفين جيرافيس ” د آمريکايي پوځ د څلورمي پلې فرقې د څلورمې لواء قومندان وو . دغه لواء په دريو ختيځو سرحدي ولايتونو کې د کابل ادارې دواک په غزولو او همدا راز په سيمه کې د پوځي عملياتو د پر مخ بيولو دنده لري  .
دغه جنرال  تېر کال د اپريل په مياشت کې له خپلو ترلاس لاندي څلور زرو سرتيرو سره ختيځ افغانستان ته استول شوی وو .
ABC   تلويزوني شبکې پخپل يوه تازه راپور کې په ډاګه کړيده چې “كيفين جيرافيس ” د امريکايي پوځ يو له خورا پوهو او تجربه کار  افسرانو وو.

نوموړي د زرګونو نورو امريکايي سرتېرو په روزنه کې د يوه پوځي ښوونکي په بڼه برخه اخيستي وه .
د نوموړي همدغه کاري تجربه وه چې هغه يې له خپلې لواء سره يو ځای ختيځ افغانستان ته واستاوه . تلويزون د پوځي سرچينو له قوله ويلي چې نوموړي په سيمه کې د مجاهدينو د ځپلو او همدا راز د ولسي باور د ترلاسه کولو په برخه کې د پام وړ کار کړی وو.
منابعود نورو وژل شويو ډګروالانو نومونه ( تهوماس کينيډي) ډګروال (والټر ګرې)  او يو تن بل ډګروال چې د لواء د سياسي تبليغ د چارو مسؤل وو ښودل شويدي   .
ويل کيږي دامرګونې پیښه هغه مهال رامنځه ته شوه چې وژل شوي افسران  له امريکا نه د باندنيو چارو وزارت او يو ايس ايډ له راغلو جګپوړو چارواکیو سره په غونډه بوخت وو چې ديو شمير استشهاديانو له لوري په نښه شول يوه تن يې غونډي ته نژدې بريد وکړ  او له ځان سره يي یوځاي  دغه افسران هم والوزول  .

دابرید چې امریکایې ځواکونویې خپله پکې دجګپوړو چارواکووژل کیدل ومنل ،دروانې اګست میاشتې په ۸نیټه دتیرې چهارشنبې په ورځ دکنړ ولایت په مرکز اسعداباد کې  د دووتنو اتلو استشهادیانو له لوري پرامریکايي عسکرو په داسې حال کې ترسره شوچې عسکر دولایت ودانۍ ته نیژدې له خپلو پوځي موټرو کښته شول او په یوه ځاي پلي روان وو چې داستشهادیانو لخوا په نښه شول ،له دې کامیابې حملې وروسته داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد الاماره پاڼې ته وویل چې په برید کې ۱۷ تنه امریکایی عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي،نوموړي هغه مهال په خپلو خبرو کې وویل چې برید خورازیات په دقیقه توګه سنجول شوی او ترسره شوی چې له امله یې دحملې ځاي ته نژدې ولاړ ودرېو زغروالو ټانګونو هم اور واخیست او په بشپړه توګه له منځه لاړل .

اشغالګر ځواکونه دخپل عادت لمخې همیشه له برید وروسته خپل تلفات پټوي او په اړه یې دقیق معلومات نه درسنیوپه واک کې نه ورکوي ،ځیني وخت چې مرګ ژوبله ډیره رسوا او نه پټیدوونکې وي وروسته مجبورا پرې اعتراف کوي .

ښه موده وړاندې چې دخوست ولایت په صحراباغ امریکایی اډه کې د۱۱تنو فدایی مجاهدینو له لوري عملیات ترسره شول له برید وروسته امریکایی ځواکونو یوازې دیوه ملکي قراردادي امریکایی وژنه ومنله ،داسلامي امارت ویاند هغه مهال ترسلو زیات دامریکایي عسکرو دمرګ ژوبلې خبر وکړ،کله چې دصحراباغ دتلفاتو خبره دغرب په رسنیو کې مطبوعاتي شوه ،۱۵ ورځې وروسته خپله امریکایی ځواکونو په صحرا باغ امریکايی اډه کې دخپلو ۱۳۵ تنو عسکرو دمرګ ژوبلې خبره تاید کړه .

اشغالګر ځواکونه په دې وروستیو کې دمجاهدینو له لوري ترسختومرګونو حملو  لاندي دي  هره ورځ دمجاهدینو په مخامخ بریدونو،فدایی حملو او دمځکې لاندې دښخ شویو ماینوپه چاودنو کې درنه مرګ ژوبله ورته اوړي .

له بلې خوا داشغالګرو ځواکونو په لیکو کې دد ستوري ځاي شویو مجاهدو عسکرو حملو بهرني پوځونه سخت وار خطا کړي او له جدي خطر سره مواجه دي ،په تیرو څلورو ورځو کې په پرلپسې ډول څلور بریدونه  دافغاني عسکروله لوري پر بهرنیانو ترسره شول ،دپکتیا په ګرده څیړۍ کې افغان عسکر ۹ خارجیان ووژل ،دلغمان په مهترلام کې مجاهدعسکر شپږ امریکایي عسکر ووژل او درې نور یې ټپیان کړل ،دهلمند په سنګین کې دافغان عسکر په حمله کې چې تیره ورځ ترسره شوه تر ۸پوري خارجي عسکر ووژل شول او یو شمیر ټپیان شول،همدارز ترټولو وروستۍ پېښه یې نن دهلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالي کې دیوه افغان کارکوونکې له لوري پرخارجیانو مرګونې حمله وه چې له امله یې ۳بهرنیان ووژل شول.

پراشغالګرو ځواکونو دحملو سخت والې او زیاتوالي امریکايي ځواکونه او متحدین یې له شرمونکې ماتې سره مخامخ کړی ،په پرلپسې ډول خپل مرکزونه تخلیه کوي او عسکریې په تېښته مجبوریږي ،څو ورځې وړاندې دلوګر په څرخ کې یې دمجاهدینو دسختو حملو له امله خپل لوي پوځي مرکز پریښود ،همداراز په هلمند ،زابل ،او ارزګان کې یې هم خپلې سترې اډې تخلیه کړې اوله سیمې نه په تېښته وتلي دي.

 لیکوال: احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x