نظــر

بغدادي ته د یوه مظلوم افغان سرخلاصی لیک / پښتو – عربي

مظلوم افغان

د خلافت دعوه داره !

پرون مې ستا د لښکریانو لخوا خپره شوې یوه ویډیو ولیدله  چې په کې څو تنه سپین ږیري، مظلوم او سپیره مېره افغانان ښکاري، چې ستا سیاه پوشو لښکریانو یې  ځیږو او سپیرو لاسونو ته هتکړۍ ور اچولي، په  سترګو یې ورته پټې تړلې او پښې  یبله یې د ځوزانو او اغزیو په منځ کې روان کړي ، شیبه وروسته یې په ماینونو له پاسه کېنوي او بیا ورته انفجار ورکړي . . . آه خدایه . . . او بیا هغه څه پیښ شي چې زما قلم یي د تعبیر او تفسیر سېک نلري.

بغدادي ! آیا ته پوهیږې چې  ستا ړندو او وحشي سیاه پوشانو څوک والوزول ، لږ خو به مو له قتل عام نه مخکې د هغوی څیرو ته کتلي وای، آیا د هغو سپین روبو په پاکو څیرو کې د ایمان ځلا له ورایه نه پړکېدله؟ آیا د هغوی سوچه ږیرو ددوی د سوچه مسلمانۍ ګواهي نه ویله؟ آیاد هغوی په مضبوط هډونو او ډبرینو صورتونو کې د مسلمانۍ وینه نه و په غورځنګ ؟

نو د خدای ظالمه ! په کوم دلیل دې مړه کړل؟ په کومه ګناه دې معذب کړل؟ په کوم جرم دې د ایمان دغه مجسم صورتونه  توهین، تحقیر او ځب ځب کړل ؟

بغدادي ځواب غواړم !

که دوی جنایت کړی وو  ولې دې یي اسناد خپاره نه کړل، چې دغه یي د کفر او ارتداد اسناد دي؟ آیا د ا د پاکو مؤمنانو تکفیر ، تفسیق او مرتد بلل  ستا کوم شخصي مالکیت دی چې له اسمانه درته راغلی او که څنګه ؟

بغدادي د هماغه سپین ږیري له موقفه درته وایم چې ستا د وحشي سیاه پوشانو په باروتو ریز مریز شو .

بغدادي ! ته ما پیژنې؟ زه د دې وطن ، د اسلام ددې مضبوطې او ناقبل تسخیر کلا  یو سپین روبی یم، زه  کوم تحریکي او موسمي ،نوی راویښ شوی مسلمان نه یم، بلکې اسلام زما له وینو او هډونو سره ګډ دی،زه د سیدقطب د لاس مسلمان نه بلکې د صدر اسلام د وخت د ابوبکر ، عمر ، خالد ، بلال او عبدالرحمن بن سمره د لاس مؤمن یم  زه  له  پیړیو پیړیو مسلمان رااوسیدلی یم،ما د  خپلې مؤمنې مورکۍ د الله هو په ترنم کې د حلالو شیدو له غړپ سره دتوحید اوسوچه ایمان تعهد رودلی دی.

بغدادي ! هغه مهال چې ستاسو عراقي عشائرو د هلاکو خان پښو ته د تعظیم سجدې لګولې،موږ  د هغه مهال یو ستا رنګی خودساخته خدای چنګیز خان د هندوکش او بابا په درو کې راګیر کړی  او تر مرګه رسولی و.

بغدادي ! هغه مهال چې ستا سلفو له انګریز لارنس سره د عثماني خلافت په سر سودا کوله، موږ لارنس خیلو ته  د خپلو ککرو په جامونو کې د وینو شربتونه ورکول.

بغدادي! هغه مهال چې تا د مارکس، انګلز او لینن په کفریاتو شخوند واهه او د سامرا په کالج کې دي د میشل عفلق  کفري نشنلستي نظریه زده کوله، ما په همدغو لاسونو چې نن  ستا په تورو هتکړیو تړلي د جهاني کمونیزم  ستونی خپه کړی و او د سپین غر په ګړنګونو او درو کې یي راته ترپکې وهلې.

بغدادي که ما په کمونیزم مور نه وای بوره کړې اوس به  ته د اسلام او خلافت تر دعوې نه وای رسیدلی،تا به اوس هم د العروبة دیننا سریندې غږولې،تا به اوس هم د صدام  عیسوی استاد میشل عفلق خپل پیغمبر ګاڼه ،دا خو زما د تورې برکت و، چې ته او ستا په شان  کمونیست عربي نسل یي اسلام ته راستانه کړل، عجیبه ده  نن ته ما ته د اسلام او توحید لارښوونه کوې ؟؟

بغدادي دغه ږیرې چې نن ستا د وحشیانو په بارودو کې لمبه شوې، دا ستاسو غوندې موسمي او  د تزویر ږیرې نه دي،دا ږیرې سوچه او د الله په خاطر پریښودل شوي دي، دغه ویښتان د دین او توحید په سیوري کې  سپین شوي دي او یوه شیبه یي هم ایماني تزلزل ندی لیدلی.

بغدادي دا فکر مه کوه  چې په دغسې کړنو به  خپل جبر په ما ومنې، ته لږ پوښتنه وکړه، لږ تاریخ در واړاوه، لږ  یو خوا بل خوا سترګې وغړوه چې تا له څرنګه قام سره بدۍ ته ملاتړلې،دا وطن ستا عراق نه دی، چې مسلمان، کافر، عیسوي، یهودي او نور ډول ډول  خلک په کې  سره څنګ تر څنګ اوسي او د ادیانو ګډوله ترې جوړه ده .

دا اولس  کافر نلري،دې اولس علی الاستغراق ایمان راوړی چې دا یي دنړۍ په سطحه تر ټولو ستر امتیاز دی،ته څرنګه نه شرمیږې چې ددې اولس سپین ږیرو ته  مرتدین وایې! نه پوهیږم دغه الفاظ دي څرنګه په خوله راځي ؟

دا اولس چې همیشه د اسلام او توحید استاد پاته شوی،د اسلام ډیوه یي  تر هند، بنګال  او د منځنۍ اسیا پورې رسولې،د چنګیز، انګریز او روس په محو کولو سره یي د عربو او عجمو ایمان او عقیده خوندي کړې، نن ورته ته په کومو سترګو د مرتد ویلو جرأت کوې.

بغدادي !  که زما په پښتو خبرو نه پوهیږې، لږ د حجاز او شام له هغو لوڼو او تورسرو وپوښته چې ستا د بعثیانو له ستم څخه یي زما کور ته پناه راوړې وه، ورشه  د عبدالله عزام  میرمن وپوښته، چې له دې اولسه کومې خاطرې لري، ورشه د عمر عبدالحکیم لوڼې او زامن وپوښته  چې چا یي حیا او پرده خوندي کړه، چا د امریکایي وحشیانو له تورو پنجو څخه  ورته د ژوند په بیه پناه ورکړه، ورشه د سیف العدل ، ابوخباب المصري ، ابایحیی اللیبي او نورو  زرګونو افغان عربو له میرمنو پوښتنه وکړه چې دې ولس ورسره  په څنګه حالت کې څرنګه وفا کړې ؟؟

ایا د هغوی لپاره یي خپل وطن  د بلا په خوله ورنکړ؟ آیاد هغوی پت او حیا یي دخپل ژوند په بیه ونه ساتله؟ آیا  له هغوی سره یي یوازې د ایماني رشتې له امله  په ترټولو سختو حالاتو کې د وفا تعهد په ځای نه کړ؟

کله چې هغوی خپلو حکومتونو ورټل، کله چې خپلو هیوادونو ترې تابعیتونه واخیستل، کله چې خپل پلار ، وروڼو او قریبانو ورته ځواب ورکړ او کله چې یي  د ځمکې هره برخه تر پښو لاندې تبۍ شوه ، همدا د هندوکش ، سلیمان او سپین غر د درو اولس و، چې دوی ته یې غیږ خلاصه کړه، ددوی په وړاندې یي د ایماني اخوت او مسؤلیت  تعهد ثابت کړ. نو بغدادي په دواړو ړوند شې !  ته نن څرنګه دا اولس مرتد بولې؟ ته به الله ته په کومو سترګو ورځې؟ ته به د عبدالله عزام اروا ته  څه ځواب وایي؟ ته به د هغوعربو شهیدانو له لاسونو خپل ګریوان څرنګه خلاصوې چې د شمشاد په لمن کې  د خپلو افغاني وروڼو سره په شریکو قبرونو کې پراته دي.

بغدادي  که مسلمان یې  او په زړه کې دې ذره قدرې ایمان هم وي، نو له الله نه وډار شه، د بندګۍ له حدودو تیری مه کوه، د خدایۍ او فرعونیت فکر له ذهنه وباسه، تکفیر او تفسیق  دالله کارونه دي،لطفا د خدای په چارو کې مداخله مه کوه،ته په عراق کې اوسې  دې خاورې تردې وړاندې هم د خدایۍ د دعوه دارو مثالونه لیدلي دي، د بخت نصر او نمرود تاریخ ستا په وړاندې پروت دی، هغوی هم د خدایۍ او کبر دعوې کولې، چې انجام یي تراوسه د ټولو لپاره عبرت دی .

په دې باور  ولره چې په جبر، ظلم، دهشت، ډارولو او وحشت سره خپله مفکوره په چا نشي تحمیلولی ، په دې عقیده ولره چې الله تعالی په هیڅ حالت کې ظلم نه شي زغملی ، که په دې خبره کې دي شک وي ورشه د جابرانو او مستبدینو تاریخ وګوره ، ورشه  او نر شه د هټلر قبر پیدا کړه تر څو در معلومه شي چې دظلم حتی دنیایي پاداش څومره عبرتناک دی ،ورشه د پول پاټ ، میخایل سکاشویلي  او میلاسوویچ انجام وګوره چې  د  ظلم او استبداد کردار له کومو ګړنګونو وغورځول ، ورشه  د سټالین انجام وګوره چې پروني  د جبر مریدان یي نن سبا په نړیدلو مجسمو متیازې کوي.

که په نورو دې سترګې ړندي وي له خپل روحاني استاد صدام څخه عبرت واخله چې د سوچه او مظلومو مسلمانانو ازار په څرنګه انجام مبتلا کړ .

نو بغدادي که په خدای عقیده لرې له خدایه وویریږه، دغه لاره چې تا اخیستي ترکستان ته تللې، ته به  په دې وحشتونو سره  مطبوعاتي هنګامه خپره کړې، مګر یوازې به خپله لمن په سرواړوې، دا اولس په وژلو نه کمیږي او نه له وحشتونو ډاریږي، دا اولس بې له هغې هم روزانه په ماینونو الوزي، ددې اولس ځمکه او هوا له بمونو او بارودو سره اشنا ده ، نو ته به څرنګه  د اولس په هغه درد وویروې چې له وړاندې ورسره عادي شوی دی. په دغسې کړنو یوازې ځان شرمولی شې او بس.

نو بغدادي ! په دواړو یي واوره او ټینګه یي په غوږ کې ونیسه.

مسلمان یم، افغان یم او په اسلام مې تر هرچا ډیرې قربانۍ ورکړې، اسلام مې په لومړۍ هجري پیړۍ کې منلی او راساتلی دی، د څوارلسمې پیړۍ کوم جذباتي او موسمي ایمان والا نه یم، په هغه چا دې لعنت وي چې ځان تر ما ښه مسلمان یا موحد بولي، څوک چې ماته کافر وایي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول مطابق په خپله کافر دی،ځکه زه په خپل ایمان او عقیدې کې ذره شک هم نه احساسوم .

نو بغدادي چې څه زور دې په مټو کې وي ټول وکاروه، نولس دشمنان نور دي  دا ته یي شلم، پریږده چې د چنګیز،ګورګین، انګریز، برژنیف  اوجارج بوش غوندې  یوه بله ککره هم زما د وینو په دریاب کې ډوبه شي، یتیم په ژړا روږدی دی او زه چې د یوه مسلمان  افغان له موقفه خپل سرګذشت ته ګورم داسې ځان احساسوم لکه الله چې د فرعونیانو د ډوبولو لپاره خلق کړی یم، بغدادي ! داچې په ټوله دنیا کې دې زما څیرې ګریوان ته لاس اوږد کړ وعده درکوم چې همدا دې د زوال پیل دی، ځکه په دې خاورو او ددې سپیره اولس په لاس ډیر فرعونیان د ذلت په قلزم کې غرقاب شوي دي، تا او ستا سیاه پوشو لښکریانو ته هم له همدې شیبې دهمداسې ذلیلانه او عبرتناک انجام وعده درکوم .

ان شاءالله  او په توکل د خدای

====================

   رسالة مظلوم أفغاني إلى الدعي أبي بکر البغدادي

الحمد لله قاسم الجبارين ومذل المتكبرين والصلاة والسلام على نبيه المبعوث رحمة للعالمين وعلى آله وصحبه الطيبين ومن اتبع هداه إلى يوم الدين:

أما بعد :

فيا مدعي الخلافة :

لقد شاهدت بالأمس لقطات من الشريط المرئي الذي تم نشره من قبل جنودك والذي يظهر فيها مجموعة من كبار السن والشباب وقد تم تقييد أيديهم بالسلاسل البلاستيكية شبيهة بتلك التي يستخدمها القوات الأمريكية وقد غطت أعينهم بغطاء يتم اقتيادتهم وسط الأشواك بأرجل حافية ثم يقوم جنودك بكل عنجهية وتكبر بإقعادهم فوق مجموعة من الألغام ليتم تفجيرها تحتهم وتتناثر اشلاءهم ويعجز العقل عن تصورها والقلم عن وصفها .

أيها البغدادي : هل تعلم من هم الذين قام جنودك الملثمون بتفجير القنابل تحتهم ؟

ألم تمعن النظر في وجوههم قليلا قبل قتلهم ؟

ألم تر نور الإيمان المنبعث من وجوههم النيرة رغم الغبار والتراب الذي كان يغطي وجوههم؟

ألم تستحي من تلك اللحى الصافية الموقرة التي لم تمسها الموس قط بينما تكون قد أطلقت لحيتك قبل سنة او سنتين؟

ألم تكن تلك اللحى المباركة كافية لأن تكف عن مجرد التفكير في قتلهم ؟

أيها الظالم : بأي حجة قتلتهم ؟ وبأي ذنب عذبتهم ؟ وبأي جرم أهنتهم ؟ و بأي جريرة نثرتهم أشلاء؟ وبأي مكفر كفرتهم ؟

إن كانوا قد ارتكبوا جرما فهلا قدمت الأدلة التي تدينهم أن هذا دليل كفرهم وهذا سند ردتهم ؟

أم أن تكفير المؤمنين وتفسيقهم والحكم بردتهم قد اختصك الله به : ولا يجوز لأحد أن يناقشك فيه او يقول بغير ماتقوله ؟

اصغ إلي سمعك أيها البغدادي سأحدثك بلسان حال أولئك الذين نثرت أشلاءهم بالقنابل والمتفجرات .

يا بغدادي : هل تعرفني ؟ أنا رجل عجوز ولد في هذا الوطن الأبي قلعة الإسلام التي لم يتمكن أحد من تسخيرها منذ أن قبل أهلها الإسلام طواعية فأنا مسلم أبا عن جد رضعت الرجولة والإيمان منذ أن نفخ الله في الروح فأنا لست مسلم المواسم ولا مسلم تأثر بحدث او حادثة هنا او هناك او حركة او منظمة بين ليلة او ضحاها بل رضعت الإيمان واليقين مع حليب أمي.

لم يخرجني كتب سيد قطب ولا غيره من البارات والحانات ، ولم أقم من بين أحضان العاهرات والغانيات لأتحول إلى مسلم بين لحظة وأخرى ، أكره وأقاتل كل من يخالفني في الرأي او يتعارض مصلحته مع مصلحتي بل أنا تربية أبي بكر ،عمر ،خالد ، قتيبة بن مسلم الباهلي ومحمد بن القاسم و محمود الغزنوي و ميرويس واحمد شاه فأنا مسلم منذ القرون الأولى منذ أن قبلها أجدادي طوعا .

فأنا رضعت من ثدي أمي الحليب ممزوجا بالتوحيد والبراءة من الشرك.

أيها البغدادي : عندما كان بني جلدتك في بغداد يركعون ويسجدون تحت أقدام هولاكو ، كان الأفغان في جبال هندوكوش و جبال بابا قد أنهكوا طاغوتا مثلك وحاصروه و أذاقوه مر العذاب.

أيها البغدادي : عندما كان أسلافك يتساومون على تركة الخلافة العثمانية مع لورنس العرب كان الأفغان يذهبون أفواجا للدفاع عنها.

وعندما كان أسلافك يستسلمون واحدا تلو الآخر للأنجليز والفرنس كان الأفغان يرغمون أنف الأنجليز بالتراب و يشربون الدم في جماجمهم.

أيها البغدادي : عندما كنت أنت تشرب من نظرية الانجليز و لينين وتتعلم في جامعة السامراء وبغداد بفخر واعتزاز نظرية ميشيل عفلق وتنادي في طابور الصباح (( آمنت بالبعث ربا لا شريك له وبالعروبة دينا ماله ثاني )) كنت ـ بيدي هاتين التين تكبلها بسلاسلك الآن ـ أقوم بخنق آخر جندي من جنود الاتحاد السوفيتي ،وكانت الشيوعية تتلفظ آخر أنفاسها في جبال ووديان خراسان .

أيها البغدادي : لو أني لم أقم بالقضاء على نظرية الماركسية الشيوعية لما كان بإمكانك أن تدعي اليوم لنفسك الخلافة ،ولكنت ما زلت تردد شعار حزب البعث وترفع لواءه.

ولكنت ما زلت تعتبر ميشيل عفلق معلم زعيمك صدام رسولك ومثلك الأعلى .

فلتعلم أيها البغدادي : أن رجوعك ورجوع أمثالك إلى الإسلام كان ببركة ضربات سيفي وطعنات رمحي ثم تأتي لتعلمني الطريق الصحيح للإسلام وتعتبرني مرتدا لمجرد أني لم أقبل بك خليفة.

أيها البغدادي : إن هذه اللحى التي تم إحراقها من قبل جنودك الوحوش لم تكن لحى موسمية او وليدة ظروف آنية كلحى جنودك إنها كانت قد طالت حبا لله وغيظا للأعداء وقد ابيض هذا الشعر تحت ظلال التوحيد واليقين ولم تتقهقر او تتذلل للحظة واحدة.

أيها البغدادي : لا تفكر ولو للحظة واحدة بأنك بأفعالك تلك سترغمني على قبول ظلمك وجبروتك فإن لم تكن قد قرأت تاريخي فأقرأه الآن فهذا الشعب ولد مفطورا على حب الإيمان والإسلام وهي الميزة التي يتميز به عن غيره من الشعوب.

ألا تستحي أن توسم شيبهم بالكفر والارتداد بل كيف يسمح لك ضميرك التلفظ بها أصلا؟

هذا الشعب الذي بقي معلما في التوحيد فقد أوصل شعلته إلى الهند والبنغال و آسيا الوسطى ، وحافظوا على إيمان العرب والعجم بدحرهم للمغول والإنجليز والروس فكيف تتجرأ اليوم وتصفهم بالكفر والردة.

أيها البغدادي : إن كنت لا تصدقني فاسأل عني أولئك الذين التجأوا إلى بيتي بعد أن ضاق بهم السبل وأصبح القريب والبعيد يتجنب التلفظ بأسمائهم فضلا عن لقاءهم او الدفاع عنهم .

أسأل زوجة عبد الله عزام التي تسكن بجوارك عن رأيها فيَ ثم أذهب إلى الشيح عمر عبد الحكيم أبو مصعب السوري كيف خاطر الأفغان بارواحهم في سبيل أنقاذ أهله وعياله ، ثم در على أبي خباب المصري و أبي يحيى الليبي و الآلاف من الأفغان العرب الذين عاشوا على أرض أفغانستان الأبية ثم اثن بركبتيك عند عتبة باب مصطفى حامد أبو الوليد ليعيد لك سرد قصة الأفغان .

ألم يضحي الأفغان بالغالي والنفيس من أجلهم؟ ألم يحافظوا على أعراضهم وحرماتهم مقابل حياتهم ؟ ما الذي كان يربط بين هؤلاء والأفغان سوى رابط الإيمان والعقيدة ؟ ألم يوفوا بعهدهم حتى في أهلك الظروف .

آووهم حينما طردهم أهلهم ، وفضلوهم على أنفسهم حينما تم سحب جناسيهم منهم ، وأكرموهم حينما تبرأ منهم الأخ والأب والوالد والولد ، حينما ضاق بهم الذرع وأغلقت في وجوههم كل باب كانت جبال هندوكش و جبال سليمان تفتح لهم أحضانها وتستقبلهم بالورود والزهور ، وأثبتوا للعالم أن عرى الإيمان والعقيدة أوثق من كل عري.

ليس منة عليهم بل تذكيرك لعلك تتذكر او تخشى.

كيف تتجرأ اليوم وتحكم بردة هذا الشعب ؟ بماذا ستجيب الشيخ عبد الله عزام ؟ كيف ستجيب الآلاف من أبناء جلدتك الذين دفنوا تحت التراب بجانب إخوانهم الأفغان عندما يسألونك كيف أبحت قتل من أكرموا وفادتنا .

أيها البغدادي : إن كنت مسلما حقا وكان لديك ذرة من الإيمان فاتق الله ولا تتخطى الحدود وانزع من ذهنك أنك وحيد دهرك و فريد عصرك .

و دع عنك تكفير المسلمين وارجع عن غيك فإن ارض العراق قد مر عليه من هو أكثر منك عدة وعددا وبطشا وكيف تغفل عن تاريخ بخت نصر ونمرود الم يصبحوا أثرا بعد عين .

تيقن تماما أنك بظلمك وإرهابك وجبروتك لن تستطيع أن تجبر أحدا على الإذعان لأفكارك.

وأعلم أن الله حرم الظلم على نفسه وجعله بين عباده محرما ، وأما وإن كنت في شك من هذا فاسأل الجبابرة والطغاة من مروا قبلك أمثال هتلر و ميخاييل سكاشويلي و ستالين وأما صدام زعيمك الروحي و القذافي فليس تاريخهما عنك ببعيد .

فيا أيها البغدادي إن كنت تؤمن بالله تعالي فإن الطريق الذي سلكته لن يوصلك إلى مبتغاك .

وأعلم أنك بنشرك هذه الفيديوهات لن تستطيع أن تلين او تستكين من عزيمتنا ، لأن هذه الأرض كانت قد زرعت لغما وفرشت بارودا قبل أن تولد وقد تعود عليه الأفغان منذ السنين فلن يضرهم أن تزيد من زراعة عدد آخر من الألغام وتقوم بتفجيرها ؛ لكن ستلحقك العار والشنار وعذاب النار .

فأيها البغدادي : اصغ لي سمعك ثم أعيها بوعيك أنني مسلم أفغاني وقد ضحيت لأجل الإسلام أكثر من أي شخص آخر ،وقد تشرفت بقبول الإسلام في القرن الأول الهجري ثم قمت بالحفاظ عليه حتى القرن الرابع عشر الهجري وسأظل أسير على هذا الدرب حتى يرث الله الأرض ومن عليها .

فأنا لست مسلم المواسم ولا الشعارات فلعنت الله على من يشكك في إسلامي لأني لم أشك يوما في إسلامي ولا إيماني فقد قال صلى الله عليه وسلم من قال لأخيه كافر فقد باء به أحدهما .

وأقول لك يا بغدادي : زمر كيفما تزمر وزمجر كيفما تزمجر واستعمل كل قواك واستعن بمن شئت فقد سبقك عشرات من الطغاة أمثالك جنكيز خان و تيمور لنك و جورجين و الانجليز و بريجنيف و جورج بوش فلتضف رقما إلى هذا العدد.

و أما أنا فحينما أنظر إلى حالي وأنا رث الثياب مغبر الوجه حافي القدمين ثم استرجع تاريخي فينتابني إحساس أن قدري في هذا الكون أن أكون البحر الذي يلطم بأمواجه الطغاة والجبابرة فأرضى بما قدره الله لي.

وأوعدك أنت و جنودك الملثمين خفافيش الليل أن نهايتكم المزرية قد بدأت من هذه اللحظة .

لكن كم تمنيت أن تكون هذه المواجهة مع غيرك لكنك أبيت.

وما ذلك على الله بعزيز.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

52 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امید

وه د نر ځو پدی نرو خبرو! واقعاً د افغانانو د زړه خبری دی کړی. که پدی لوفر کی لږ هم عقل وی نو همدا پیغورونه یی بس دی. دلته یی یو څو د غرونو جاهل تیراوال پیدا کړی چی په لمونځ هم نه پوهیږی. دوی مونږ ته اسلام را ښایی. افغانان چی پدی شیانو ویریدلی وختی به یی د روس نیپالونو او د امریکا کروزونو ته سر ټیټ کړیوه. دوی د عراق په بی دینه عسکرو خوند موندلی. دلته به په خوند پوه شی. خو زما ګیله له هغو ځوانانو کیږی چی د دوی په جوړ شوو فلمونو غولیدلی.… نور لوستل »

حنیف

دوی داسلام او مسلمانانو دختمولو لپاره شرو کری، که په رشتیا داسلام تیکداران وی یهودو او کفری نری ته دی مخه کری، داولنی ورزی نه یی مسلمانانو پسی راخیستی، او کوم کاقر هم ونیسی دپیسو په بدل کی یی خوشی کری.

عابيد

سلام عليکم. ګرانه دګوتو دي ځار شم. دا خلک د اسلام په غم کي ندي دا رذيلان د وحابيت لپاره کار کوي. دا رزيلان په دي حساس وخت کي په امريکا يا ګوډاګيانو باندي يو ډز هم نکوي خو هغه مجاهيدين چي دا 14 کاله د امريکايانو پسي ژبي شوي ددوي د لاسه په شهادت رسيږي. ايا دوي يوه اعلاميا د يهودو او امريکا په زيد خپره کړي? يهودان خو حيڅ د خطر احساس نکوي ددوي د لاسه. چي سعودي يا مصر کي جوماتونه په نخه کوي ولي په مصر کي کليساوي نشته? ولي دوي د نصرا, القاعيده, طاليبانو او… نور لوستل »

محمودالغزنوی

نه ظالم یم نه تیری دچازغمی سم)روزل سوی زه دعدل په ځانګویم،،سعدی شیرازی څه ښه ویلی:لقدربیت دهراجروکلب،،فلماصارکلباقدهانی::دکنزالعمال ۱۱یوولسم ټوک کی دسیدناحضرت علی رض)په روایت حدیث راځی رسول الله فرمای دتوروبیرغونوخلګ به پیداسی أسمائهم کنی،نسبتهم الی القری قلوبهم قساءیدعون أنهم من أهل الحق ولیسوامن أهل الحق ،اوکماقال علیه السلام:ژباړه دتوروجنډیو(بیرغونو)خلق به پیداسی په کنیه نومونوبه یادیږی (یانی لکه ابوبکر)منسوب به وی کلیوأوقریوته (مثلالکه بغدادی،عدنانی أوداسی نور)دسختوزړونوڅښتنان به وی په هیچابه رحم نکوی (لکه همدغه وحشیان )دعوه به کوی چی موږدحق پلویان یواوأهل حق یو،مګرحال داچی نه به أهل حق نه به یی پلویان وی،،تاسوداحدیث مقدس په غوروګوری داټولی نشانی پدغه ډله… نور لوستل »

حقپال

ماشاء الله دمورشیدی دی شه په دې دعیرته او شهامته ډکه لیکنه زه په یوعربی هیواد کی اوسیږم دا دولت اسلامی یو شعار هدف ددې خلکو بل څه دی دا د غرب او امریکا یوه پروسه ده داسلام دنامه لاندی تطبیقوی هم دغه بغدادی ظالم دامریکایانو په جیل کی دیو معاهدی تحت راخوشی شو ترڅو کار وکړی یوه لویه قصه ده البته مختصر ډول وویلای شم چې دا خالصه دامریکایانو یو ه غیره مستقیم پروسه ده غواړی په هغو سیمو کی چې شیعه سنی او مذهبی جګړو ته لاره هواری کړی او زما یقین دی شپی او ورځی لږ دی… نور لوستل »

khalid

ستا خبری حقپال صاحب بالکل حقیقت دی ما ته دا خبری داسی یو چا کړی چی دهغه سړی ملګری لدوی سره په زندان کی یوځای و نه تنها بغدادی بلکه ددی ډلی اکثره لوړ پوړی کسان امریکا په لوی لاس په زندان کی سره یوځای کړی و چون دا کسان امریکا له مخکی تعقیب کړی و چی څه ډول نظریه لری او څه غواړی وکړی نو همدا وجه وه چی په زندان کی یی سره یوځای کوی چی له هغه جملی نه عبدالروف خادم له افغانستان نه هم لدوی سره پدی زندان کی په تصادفی ‌ډول یوځای کیږی او ددوی… نور لوستل »

مظلوم افغان

د لوړې لیکنې اړوند د لیکوال یادونه د دوشنبې په ورځ راته یوه ملګري هغه ویډیو ولیږله چې د ننګرهار د سپین غر لس تنه مؤمنان په کې دداعشي وحشیانو لخوا په بمونو الوځول کیږي، ویډیو مې وکتله هغه شیبه یي راباندې ډیر تاثیر ونکړ خو وروسته مې یي چې په اړه فکر کاوو، نارامي او ذهني فشار مې زیاتېده، تردې چې ټوله شپه مې د همدې فکرونو له امله خوب هم نارامه شو، د ابوبقر بغدادي د زامنو وحشت ته حیران پاته وم، داسې وحشت مې د یهودو له اړخه هم نه و تصور کړی، سهار چې راپاڅیدم هم… نور لوستل »

خالد صالحی

الله تعالی دی هدایت ورته وکوی خپل ځانونه داسی ورته شکاری چی مسلمان هم موژ یو او جهاد هم اول موژ شروع کړی

خالد صالحی

الله تعالی دی هدایت ورته وکوی خپل ځانونه داسی ورته شکاری چی مسلمان هم موژ یو او جهاد هم اول موژ شروع کړی.ګرم نه دی بی پورسه وسایل ورته رسیدلی دی اوس ورته حیران دی چی څه ورباندی وکا کفر ته یی زور نه رسیژی مچوبره دی چی مسلمان ورباندی قتل کاه

مولوی دیوبندي

د داعش د فتنې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پيشګویې:((مولوي دیوبندي)) حَدَّثَنَا الْوَلِيدُ ، وَرِشْدِينُ ، عَنِ ابْنِ لَهِيعَةَ ، عَنْ أَبِي قَبِيلٍ ، عَنْ أَبِي رُومَانَ ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : ” إِذَا رَأَيْتُمُ الرَّايَاتِ السُّودَ فَالْزَمُوا الأَرْضَ فَلا تُحَرِّكُوا أَيْدِيَكُمْ ، وَلا أَرْجُلَكُمْ ، ثُمَّ يَظْهَرُ قَوْمٌ ضُعَفَاءُ لا يُؤْبَهُ لَهُمْ ، قُلُوبُهُمْ كَزُبَرِ الْحَدِيدِ ، هُمْ أَصْحَابُ الدَّوْلَةِ ، لا يَفُونَ بِعَهْدٍ وَلا مِيثَاقٍ ، يَدْعُونَ إِلَى الْحَقِّ وَلَيْسُوا مِنْ أَهْلِهِ ، أَسْمَاؤُهُمُ الْكُنَى ، وَنِسْبَتُهُمُ الْقُرَى ، وَشُعُورُهُمْ مُرْخَاةٌ كَشُعُورِ النِّسَاءِ ، حَتَّى يَخْتَلِفُوا فِيمَا… نور لوستل »

ابن شهید ين

ياالله تر كله به مو وز ني يا رب تر كله …..مونك هم ستا مخلوق بندكان يو بدي زمكه كي داوسيدو زوند حق دي مونك يي هم حق لرو زما مظلوم ولس دهري خوا وزل كيزي حلال ليزي ستا د يو تعداد باغي او سر كشو ا نسا نا نو له خواه داسلام به نوم داسي وزل كيزي جي ساري نه لري يارب رحم وكره يارحم وكره به دي وزمكه كي يوزاي مونك يو جي وزل كيزو نن مو بيا دنوي اسلام به نوم وزني سوك مو دترو ريست به نوم وزني سوك مو به ردون وزني سوك مو به… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ستاسی تبصره کی مونږ ته یوه پوشتنه پیدا شوه ، او هغه داچه تاسی هغه افغانان چه داعشیانو نیولی نه دی معرفی کړی چه هغوی یی له کومه ځایه نیولی ، که هغوی هغه افغانان وی چه د عراق او سوریی د شیعه حکومتو د بقا د پاره د ۵۰۰ ډالرو معاش په بدل کی ورلیږل شوی که داعشیان امریکایان هم وی ځانته حق ورکوی چه خپل مخالفین ووژنی . که هغه افغانان هغه څوک وی چه هلته مهاجر شوی او یا یی له افغانستانه بندیان وړی وی بیا ستا خبره سمه ده چه داعشیان ظلم کوی . کشکی د… نور لوستل »

khalid

محترم الحاج بیانزی صاحب تاسی ته په ټول احترام سربیره دی کس پخپله لیکنه کی په جاهلی او خرافی شیانو افتخار نده کړی په اسلام، جهاد او پخپله سابقه په اسلام کی یی باندی افتخار کړی او دا ناروا نده پیغمبر، صحابه و دا کار کړی بله خبره دا چی دوی په لوی لاس د عراق او سوریی د شیعه حکومت ته زمینه مساعدوی دوی دهغه له مینځه وړل نه غواړی ته مهربانی وکړه لږ د عراق او سوریی له ځمکنیو حقایقو ځان خبر کړه بیا به ته پوه شی الله دی دا ظالمان او له خدای نه نه ویریدونکی… نور لوستل »

ګلاب

تر هر څه مخکې لیکوال صاحب نه ډیره مننه کوم، یقینا چې پدې ورځو کې چې سخت د ویر او ماتم وخت د داعشیانو ددې ظلم او وحشت له امله په افغانانو راغلی دی، پدې وخت کې ستاسو لیکنه بې له شکه ډیرو پرهر پرهر زړونو ته څه نا څه پتۍ شوه، او ډیرو غمجنو او ویرجنو زړونو ته کې یې د عزت او رجولت احساسات او معنویات ورکړل. ډیره مننه. او محترم استاد بیانزي صاحب ته عرض کوم چې ستاسو له خبرو داسې ښکاري چې د داعشیانو دغه نوې د وحشت او بربریت ویډیو کومه کې یې چې د… نور لوستل »

فايز وردك

ددي ليک ژباړه په عربی کی له ځینو اضافاتو سره له ټولو څخه هیله کیږی چي د ټولنیزو رسنیو له لارې یي نشر کړي رسالة مظلوم أفغاني إلى الدعي أبي بكر البغدادي الحمد لله قاصم الجبارين ومذل المتكبرين والصلاة والسلام على نبيه المبعوث رحمة للعالمين وعلى آله وصحبه الطيبين ومن اتبع هداه إلى يوم الدين: أما بعد : فيا مدعي الخلافة : لقد شاهدت بالأمس لقطات من الشريط المرئي الذي تم نشره من قبل جنودك والذي يظهر فيها مجموعة من كبار السن والشباب وقد تم تقييد أيديهم بالسلاسل البلاستيكية شبيهة بتلك التي يستخدمها القوات الأمريكية وقد غطت أعينهم بغطاء يتم… نور لوستل »

فايز وردك

بیانزی صاحب په لیکنه کی سید قطب رحمه الله ته هیڅ توهین نشته بلکه ورڅخه دا معلومیږی چې سید قطب وو چي په دي خلکو کي یي بدلون راوستلو

کندهار

په ننګرهار کې د ورستي وحشت په اړه داسلامي امارت اعلامیه 11-08-2015 تیره ورڅ یوه زړه بږنونکي ویډیو خپره شوه چي ښي د ننګرهار شینوارو ولسوالي دمامندو سیمي څو تنه قومي سپین ږيري او کلیوال په سیمه کي هغو اختطاف ګرو چي ځانونه داعش ته منسوبوي تراسارت وروسته په خورا قساوت او وحشت په بمونو الوزولي او په شهادت يي رسولي دي . داچي عام ولسي وګړي یواځي په دي تورنیول کیږي چي له اسلامي امارت سره یی همکاري کړي او بیا د مرتد حکم ورباندي کیږي او په شهادت رسول کیږي، دا غیر اسلامي عمل په هیڅ ډول د… نور لوستل »

صلاح الدین

په ګوتو او قلم دې برکت شه. بیګاه شپه مي دا نشر شوې ویډیو په نا فهمی کې د والدینو په حضور کې ؤلیدله ، د ویډیو په لیدو سره مو له سترګو د اوښکو باران شروع شو او ډیر سخت خپه شوم چې کاش عمر خوړلی مور او پلار مي نه وای حاضر، په الله قسم چې دا ډله د یهودو نه هم ډیره ظالمه او له اسلامه وتلي خلک دي او والله العزیز چې جهاد یې په مقابل کې د سرو کفارو په پرتله ډیر ضروری بولم. دا یوه ډیره لویه فته ده

الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ، خالد صاحب او وردګ صاحب السلام علیکم ! وایی د شعر په ژبه شاعر پوهیږی ، د لیکنی ټوجیهاتو باندی لیکونکی پوهیږی ، کله د هغه یو هدف وی او لوستونکی تری بل مطلب پورته کړی مونږ داعشیان په اوله کی خوښول چه انګریزان او امریکایانو یی په ضد هر ډول مخالفت خبری کولی . وایی دوست او دشمن د دشمن د اړیکو نه معلومیدی شی . وروسته وروسته چه می ورله وحشت زده دست جمعی مرګونه ولیدل او بیا د امریکا او انګریزانو هغه لاپی او نه عملی کړنو شک کی واچولم ، چه په نورو… نور لوستل »

ولی خان

وروره ډیر ښه لیکنه دی کړی ، خو کا ش چی ددی لیکنی یو څو کرښی د طا لبا نو طرف ته هم متوج کړی وی، دا پدی معنی نه چی زه دبعدادی طرفی کوم الله دی تبا کړی . خو استا لیکنه یو اځی یوی ډلی وخشت ته څا نکړی شوی ،بعدادی خو عرب دی نو دطا لب فتوا دکومه ځایه راځی چی هلته موردوګاو خانی فغا لی دی ، هلته یهودی قا نون دی هلته لارد میکالی قانو چلیژی ، هلته یکشنبه دعبا دت ورځ ده، هلته په چپ لاس ټګ دی. هلته دیهودی ښکار کلیسا وی دی.… نور لوستل »

قاري سعيد خوستى

په قلم دي بركت شه وروره ترٹولو خوندوره داچي عربي ته ژباڑل شوي
كله مي چي دا ليكنه په لومڑي زل په ژمن كي وليده شوق مي شو چي عربي ته يي وژباڑم

حامد احمدی

بیانزی صیب اول اسلام علیکم و رحمت الله تاسی ته دیر احترام لرم خو تاسی پخوا هم ځینی لیکنی کړی وی چی د داعش په طرف وی بیا وروسته مو څه نا څه اصلاحی لیکنی هم وکړی خو هیله ده چی د یو قوی تحلیل له لیاری ددی فتنی مخه ونیسی اوددوی اصلی څیری ملت ته څرګندی کړی- دویم ټولو ورونو ته خصوصا ننګرهاریانو ته باید ووایم چی د خدای لپاره اولادونه مو د څو روپو لپاره مه ورلیږی اخر په اخرت کی به څه ځواب ورکوی دا ظلم تاسی وګوری- هیڅ د منلو وړ نه دی- دواحشو د مسلمانانو… نور لوستل »

حامد احمدی

ټولو ورونو نه په کله غوښتنه کیږی چی په ننګرهار ولایت کی دی تبلیغاتی پروګرامونه او د عامه ذهنونو د بیداره کولو بروګرامونه په لاره واچوی ترڅو د فتنی مخه ونیول شی کنه خبره خرابه ده– د ننګرهاریانو می چی ځه هم د ننګرهار یم په کلکه غوښتنه ده چی اولادونه مو کنټرول کړی وحشیانو ته یی مه تسلیموی- دنیا او اخرت به مو تباه شی د طالبانو نه می غوښتنه دا ده چی د بی ځایه مرګونو او دشمنیو اچولو مخه ونیسی ځکه ځینی خلک د عقده نه بیا دی وحشی او ظالمو ډلو سره د غچ اخیستلو لپاره… نور لوستل »

محمودالغزنوی

ولله درالكاتب:ايهاالبغدادي لاوجدك الله:تعص الاله وتُظهرحبه ,وهذالعمري في الفعال بديع,,لوكان حبك صادقاًلأطعته,إن المحب لمن يحب مطيع:قال رسول الله صلي الله عليه وسلم قال الله تعالي ياعبادي إني حرمت الظلم علي نفسي وجعلته بينكم محرماًفلاتظالموا::إذالم تستحيي فاصنع ماشئت بخاري ومسلم

هاشمی

ګرانه وروره ډیره مننه کوم خو یوه هیله درنه کوم چی یو خط هم د پاکستان علماو او ددی اسلامی دولت واکدارانو ته ولیژ ه چی کچیرته مو علم دالله د پاره حاصیل کړی وی نو بس کړی داسلام د بیرغ لاندی دمضلومو او بیګنا خلکو وینی مه تویوی ٕ راشې سره ېو شې او ېو اسلامې دولت په جوړولو کې مونز سره مرسته وکړېٕ ګرانه وروره که داسې دې وکړو د ا به ستا د ېو فرض ادا وې د هغه ېتیم په حق کې کوم چې بیګنا پلار ﺉ ددې ظلم قربانې شو ې . په درناوې

الحاج استاذ بیانزی

احمدی صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی خبره بلکل سمه ده ، مونږ دا عشیان په اوله لیکنه څه ناڅه تایید کړل دا ځکله چه انګریزانو او امریکایانو یی په ضد ډير زیات تبلیغات پیل کړل ، ما ویل چه دشمنان یی ټکوی دوی کیدی شی ښه خلک وی ، مګر له هغه وخته وروسته چه زمونږ به ګران هیواد کی یی سرننویست د دوی اصلی قیافی حتی په عراق او سوریه کی هم په ډاګه شوی چه دوی څوک دی زه تری اوس لکه د کمونستانو او نشنلستانو به شان کرکه لرم زه ییی اوس منډ په ډبرو ولم… نور لوستل »

عبدالله خان

ډیر ریښیتې لیکنه ده، لیکنونی ته یی له الله (ج) اجر غواړم. هیله ده د لیکنې عربي ژباړه په ځینو انټرنت پاڼو کې نشر کړای شي تر څو د عربی نړی لوستونکي په د داعشیانو په حقیقت پوه شي. که انګریزی ته وژباړل شی ډیره به موثره وی ځکه هغه ځوانان چي په غرب کې د دې مفسدې ډلې په تبلیغاتو غولیږی او د دوی سره یو ځای کیدو تکل کوی هم د دوی په حقیقت خبر شی. خدای مو د ددې فتنې د شر څخه نور خلاص کړی او په راتلوکې کې مو د داسې فتنو څخه په امان… نور لوستل »

کمال خان

سلامونه ملګرو په لمړی قدم کی کومه پیښه چی په هکله یی آورم که حقیقت وی الله ج یی د عاملینو ته سزا ورکړی او الله ج د نور په موژ رحم وکړی، زما په نظر هیڅ سمه لیکنه نه ده داسی شکاری لکه دټولو ټولنو له قسما قسم لیکنو نه چی راټولی شوی خپری وی: ځینی خبری داسی هم پکښی شته لکه د سپینی ماڼی له دریزه چی را کافی شوی وی او ځینی بیا دعربی غلامو کړیو خبروته ځان نژدی کوی او ځینی یی بیا د افغانی غلامانو دتبصرو بوی لری… لنډه داچی زه خپله د لیکنی طرفتداری… نور لوستل »

khalid

کمال خانه خفه نشی ستا دی تبصری ډیر ودردولم له ګیډی لګیا یی هوایی ډزی کوی داعش هیڅ هدف نده تعقیب کړی ټول یی بی ګناه، مظلوم او مجاهد کسان وژلی دی او هر هغه څوک چی داعش او یا دداعش د کړنو دفاع کوی په حقیقت کی له اسلام سره ډیر سخته جفا کوی د داعش کړنی په اسلام کی هیڅ بنیاد نه لری یو څو جاهلان په کی راټول شوی او له قرنو قرنو نه داهل سنت د سواد اعظم(څلورو مذاهبو) مخالف فتواوی او فیصلی صادروی دداعش دمنحرف والی لپاره دا کافی ده چی اول یی داهل شام… نور لوستل »

جمیل انوري

داسلامي امارت مجاهدینو د داعشیانو په هکله ډير په احتیاط ګامونه پورته کول ، خو دغه جاهلانو او متجاهلانو په وار وار داسلامي امارت مجاهدین مرتد بلل ، زه خپله په لمړي سرکې په دې باوري وم چې داعشیان رښتیني مجاهدین دي ، خو بیاچې مي په دې وروستیو کې ددوی حالات مطالعه کړل نو وچ کلک دخوارجو صفات لري ،

محمد احمد

په احادیثو کې دخوارجو[داعش ] په اړه وړاندویني : • تاسو به خپل لمونځونه ددوئ لمونځونو ته حقیرګڼئ [یعني دوئ به ډير اوښه لمونځونه کوي ] • تاسو به خپلي روژي ددوئ روژو ته حقیري ګڼئ [دوئ به ډيرې اوښې روژي نیسي ] • دوئ به قرآن کریم تلاوت کوي مګر ترستوني به يې نه تېریږي [يعني په مفهوم اومقصدبه يې نه پوهیږي ] • دوئ به لمړی په عراق کې خروج کوي . • له اسلام نه به داسې وزی لکه غیشی له لیندي څخه . • دوئ به زیاتره دعمر په لحاظ کشران وي . • پوه اوتدبر… نور لوستل »

حامد

“اللهم اشغل الظالمين بالظالمين وأخرجنا من بينهم سالمين”.

غوربندی

له احمقانو سره يوازيني د تعامل لار فزيکي تنبیه او برخورد ده

دا لندي پايسي، آرت ودريدل یی د حماقت نشانی دي.

د سلفيانو (وهابيانو) له خوا چی کوم خطر اسلام او مسلمانانو ته متوجه دي هومره له شیعه گانو سخه نه ده متوجه، شیعه گان حد اقل عقل لري، وهابیان عقل سه چی شعور هم نلري.

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، سلامونه الله ج دی راوله !!! چیری وی چه نه وی ، الله ج دی وکړی کومه ناروغی یا ستونزه خو به نه وه اما بعد : دا سمه ده چه سلفیان د سعودی حکومت د بقا په خاطر جوړ شوی او ډیره دشمنی یی د شیعه یا ایرانیانو سره ښیی کوم چه تر یوی کچی سمه هم وایی مګر نه په دومره غلظت او شدت چه دوی په مخه کړی چه په هر ه خبره کی کفر کفر کفر او یا د نورو په مقابل کی بدعت بدعت …… اصلا مطلب یی د شیعه ګانو سره… نور لوستل »

khalid

محترم الحاج بیانزی صاحب د یوی مسلی په باره کی د قرآن او حدیث له مخی فیصله هغه څوک کولای شی چی فقهی، مجتهد او مفتی وی له قرآن او حدیث نه د یوی مسلی حکم او فیصله راویستل ځانته خاص اصول او قواعد لری دا دهرچا د وس کار نده که داسی هر چا ته له قرآن او حدیث نه د یوی مسلی دحکم او فیصلی راویستلو اختیار وای او هر سړی دا کار کولای شوای نو بیا د پیغمبر را لیږلو ته څه ضرورت و قرآن او حدیث به د کتاب په شکل په خلکو کی نازل شوی… نور لوستل »

غوربندی

استاد بيانزي صيب

تاسو ته سلامونه او ارادت

ستاسو له توصيو سخه یو جهان مننه زه دا منم چی لهجه می کله ناکله مقبوله نه وي، همدا سبب ده چی له تعلیق بغیر ليکني نه کوم.

آن شاالله تعليقونه به هم نرموم او یا به ئی د صفر درجي ته را کموم.

ستاسو له تعاطف سخه بیا هم مننه کوم

مولوی دیوبندي
حامد احمدی

اخر مونږ کومه لاره خپله کړو دا ټولی لاری روانی دی چی غلطی و خیژی

حامد احمدی

مننه بیانزی صیب- د ننګرهار د خلکو نه می دا توقع نه وه – خو د وهابیت او سلفیت لپاره دا تیر ۱۳ کاله دیر زیات کر وشو اوزمونږ ولسونو فکر کوو چی دوی به د اسلامی امت لپاره رښتنینی مجاهدین وی – خو اوس خبر بل رنګه ده خو څه وکړو – ځه هغه بله ورځ کلی ته تللی وم خو ډیر خک فکر کوی چی همدا یو سوچه اسلامی لاره ده- اسلامی امارت ډیره اشتباه وکړه ددی وحشیانو په شناخت کی- هیله ده چی به راتلونکی کی متوجه شی – او د داسی فتنو مخه ونیسی- او بل… نور لوستل »

حامد احمدی

دی وحشی ته عذر اوزاری فکر کوم ګناه ده باید عملی ګامونه واخیستل شی –

حریا شملزۍ

الله دی تباه کړی کړنی یی مسلمانانو ته دمنلو وړ ندی یو تعداد افغانی متعصب اخوانیان چی له طالبانو سره حسد لری او د جهاد دغه ستر ویاړ نشی باندی ربلولای او خپله د ارتداد او چاپلوسۍ ښکار شوی د داعش ملاتړ کوی الله دی دغه افغانان هم وشرموی
په اوسنۍ نړۍ کی تر افغانانو ښه مسلمانان او موحدین نشته کڅوک دعوه لری………. ……

الحاج استاذ بیانزی

خالد صاحب السلام علیکم ! ستاسی او د نورو ورونو سره زه نه یوآځی اختلاف نه لرم بلکه ځان ستاسی او یا نورو مسلمانانو په شان موحد او د الله ج د اوامرو څخه د پیروی او د نواهیو څخه د پرهیږ اطاعت کوم . د مذاهبو مشران پیغمبران نه وو ، مجتهد او متقی علماو و ، په هغو مسایلو کی چه په قران او احادیثو کی ثابتی نه وی دوی او نور مجتهدین کولی شی چه فتوی پکی ورکړی ، یعنی هغه فتوی په ډیرو کوچنی مسایلو کی وی په لویه کی د هغو څرګندونو ته به اړه… نور لوستل »

khalid

وعلیکم السلام دی وی بیانزی صاحب ستا نه هم مننه ته زه ما په خبره نه یی پوه شوی او نه هم تاسو دی سلفی په معنی پوه شوی یاست سلفی معنی دا چی د سلفو دعلماو د نظریاتو د قبلولو یوه ګډوله چی د نظر په قبلولو کی یی هیڅ اصول او قواعد په نظر کی نه نیسی بلکه څه یی چی خیټی ورته ویلی وی هغه قبلوی مثلا داد اهل سنت په ټولو مذاهبو کی متفقه خبره ده چی د شرعی مسایلو د استنباط لپاره څلور متفقه اصول لری چی عبارت دی له قرآن، حدیث، اجماع او قیاس… نور لوستل »

عمر عمر عمر او بیاهم عمر

بیانزی د اخوانیانو مارکیت په داعش نه ابادیږی تر تیر شه ناحقه د خلګو تر نظر ځان مه غورزوه زه دی پیژنم بیا کیدای شی حقایق ولیکم دا وخت د داعش او پنجاب د دفاع نده

حامد احمدی

عمر عمر خو ولیکه کنه

الحاج استاذ بیانزی

زه نه یوآخی اخوانی نور نه یم ، داعشی او طالب هم نه یم ، داعش او د افغانستان اخوانیان ماته نور د منلو نه دی او طالبان تر اخری کچی خوښوم الله ج دی بریاوی ورپه برخه کړی ، غړیبتوب یی ځکه نه لرم چه زه د یو اسلامی خوځشت غړیتوب نه غواړم چه ولرم چه د وعتصمو بحیل الله …. په خلاف حالت رامنځته کیږی . ولی د طالبانو سره تر مرګه یی تایید کوم ، دا چه ځينی هسی چاپلوسی کوی ، یا لا پخوانی پشتانه کمونستان او نشنلستان دی ځانونه هسی د طالبانو پوری تپی د… نور لوستل »

khalid

زه هم ستا نظر بیانزی صاحب بالکل خوښ وم له طالب نه مخکی او اوس مونږ دفاع ددی پخاطر کړی چی په هیواد کی یی ظلم و انارشی او نوری ډیری ناروا لوبی له مینځه وړی وی او شریعت یی قایم کړی و بس ،باوجود ددی چی دحکومتولی دنه تجربی په اساس یی بعضی خامیانی درلودی ولی هغه هم کرار کرار له مینځه تللی خو که چا پریښی وای نور نو زه شخصا پدی نظر یم چی مونږ باید حق ته حق او باطل ته باطل ووایو او پدی کار کی د هیچا پروا هم ونکړو او ویره هم صرف… نور لوستل »

مولوی دیوبندي

پرقلم دي برکت شه زړه درده ونکی اوخوشحاله کونکی بیان جزاک الله احسن الجزا

الحاج استاذ بیانزی

خالد صاحب ، احمدی صاحب او نور ټول هغه مسلمانان یا مجاهدین ورونو ته چه د ګران هیواد، سیمی او نړیموچوده حالاتو کی بی تفاوته نه دی ، باک نیت لری او رښتینی مسلمانان دی : په پیغمبرانو غیره څوک معصومیت نه لری ، یعنی مونږ ټول خطاکار او ګنهاکار یو ، مګر دغه خطاګانی که د سهوو او نابوهیو له مخی وی الله ج بخښونکی دی مګر ځآن باید پوه کړو او یا د نورو له پوهی ګټه تر لاسه کړو ، او بل هغه خطاوی دی چه سره د پوهی یی کوی هغه خطاوی نه دی هغه د… نور لوستل »

Khan

هو! ظالم ته الله تعالی ظالم او لوپریانو ته الله پاک لوپریان پیدا کوي، په هغه وخت کې چېرته وې چې همدې مظلومانو به پښتانه د موچي په تار په خېټه حلالول، د حمیدګل او کرنل امام په اشارو به ناڅېدل، او په پښتنو یې د مرګ لپاره هم لګښت نه کاوه.

حامد احمدی

د ظالمانو باید مخنوی وشی که په هری ډلی کی وی د طالبانو په لیکو کی هم داسی کسان وو او شته چی د هغوی نوم یی بدوه – باید دقت وشی کنه خبره د لاسه ووزی

Elyas shaheen LQ

الله الله سخت یې وژړولم

Back to top button
52
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx