افغانستان

بلخ کې یوه ژورنالیست ځان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د بلخ ولایت یو لیکوال او ژورنالست حامد مقتدر په مرکز مزارشریف کې ځان وژلی دی. د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني ویلي چې مقتدر بېګا د شپې پر لسو بجو په مزار شریف ښار کې ځان وژلی دی.هغه زیاته کړې چې ازاد ژورنالست او لیکوال حامد مقتدر تېره شپه ځان ځوړند کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.د شیرجان له قوله د حامد مقتدر اصلي نوم سید اسرار و، کومه جدي ستونزه یې نه درلوده او کورنۍ يې منلې چې بېګا یې ځان وژلی دی.

دراني وویل چې د پېښې په اړه د دوی څېړنې پیل شوي دي.

نوموړي خپل مختلف لیکني او معلومات په فیسبوک نشرول، او تیره شپه یی هم خپل په پاڼه وروستی لیکنه وکړه، او په هغه کې لیکلي چې مرګ یو تجربه ده، او دی غواړي چې تر دې تجربې تیر شي.

که څه هم دنوموړي په وروستۍ لیکنه ډیرو ملګرو ورته توصیه کړې چې باید ځان ونه وژني، خو سهار د هغه د مرګ خبر تایید سو، او نورو ملګرو یی چی په جنازه کې شرکت کړی، د هغه انځورونه د نوموړي تر لیکني لاندي په تبصرو کې اچولي.

د بلخ ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر نورمحمدفیض ویلي چې د مقتدر جسد ورته د شپې په یوې نیمې بجې وړول شو.

فیض له قوله د طبي معایناتو وروسته ورمعلومه شوه چې نوموړي ځان وژلی دی.
مقتدر څلور کاله وړاندې واده کړی و، او دوه بچي یې درلودل.

ویل کیږي چې نوموړی له اقتصادي ستونزو سره مخ و او ښايي د ځان وژلو یو لامل یې هم همدا وي.

تر دې دمه ۲۰د مقتدر شعري او نثري اثار چاپ شوي وو.

د نوموړي د فیسبوک ادرس:

https://www.facebook.com/hamed.muqtader

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

احتمال لری چی اقتصادی ستونزه دزان وژنی یو لامل وی خو اصلی لاملونه او اسباب یی په ورته حوادثو کی په الله بدگمانی کول چی گواگی الله ماسره کومک نه کوی، او په الله او دقیامت په ورز په صحی توگه ایمان نه لرل دی، چی بیا ورته دا ددنیا ژوند هسی بی فایدی او بی مقصده شکاری، او دالله نه لریوالی او دگناهونو زیاتیدل دی، چی په دی سره زره تنگیژی او ددنیا ژوند ورته بی هدفه شکاره شی چی په زان وژلو ورته دپای تکی کیژدی. اما دمسلمان لپاره اقتصادی ستونزه هیسکله دزان وژلو لامل نشی گرزیدلای، زکه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x