نظــر

ولسمشر يواځي مه پريږدئ !

عمري عمران - کویټد هيواد قدرمنو ليكوالانو د نظر خاوندانو او ژورناليستانو  د فكر خاوندانو او د ټولو رسنيو ډير د قدروړ مسؤلينو او كاركونكو  د هيواد نه دباندي او دننه، نه هيله كوم چي كه په همدې وخت كې مو خپل قلم او فكرونه او هڅي په كار وا نه چول نو بيا يي وخت نه راځي .
محترمو لكه څنګه چي تاسو ته ښه معلومه ده له كله نه چي زمونږ هيواد، د ژوند په يو نوي پړاو ور ګډ شوى د نړۍ د نورو هيوادونو په څير د ټولنيزو چارو سره په يو قطار كي ځان درولى، او لكه څنګه چې كورئ په هر ډګر كې نړيوالو ته خپله ميړانه ښودلې او هم يه ښيي.

خو د بدمرغه ګاونډي له لاسه به مونږ او تاسو هيڅ كله د نيكمرغه ژوند خاوندان نشو ، هغوۍ نه غواړي چې زمونږ هيواد د نړۍ د هيوادونو په قطار كي راشي هغوۍ نه غواړي چي زمونږ هيواد او خلك متددين شي، لس كاله وشول چې له كله نه زمونږ هيواد د پرختګ په لور روان دى او د بد مرغه او په ډاكه دښمن ګاوندي له لاسه مو هر اړخيزي چاري له خنډونو سره مخ كيږي ، د هيواد ولسمشر ته يو خوا د داسي يوه هيواد چاري ور په غاړه شوې دي چي د نړۍ ټول  شتمن او تاقتور هيوادونه  وركې بد ماشي زدكوي له بله پلوه زمونږ ولسمشر ته د يو داسي هيواد مشري ور په غاړه شوې لكه يو مور ته چي د يو نوي ماشوم پالنه ور په غاړه شي او دا حقيقت دى چې زمونږ د هيواد او خلكو هر څه له صفر نه شروع شوي.

له بله پلوه زمونږ ولسمشر ته دداسي  يو ټوكر ټوكر هيواد چاري ور له غاړي شوې چې هر ي ټوتې او پرهار ته يو ورار پيدا شوى او هغوۍ هم ورته د ملهمو په ځاي د موچي نيره كاروي، بيا د هر يو ورار تمركز زمونږ په ولسمشر دى، زما په فكر كه بل انسان واى د هوماليا د غرونو په لور به يي تيښته كړې واى د دومره زياتو غمو او كړاونو له لاسه.

له دي هر څه سره بيا زمونږ د عمخوارو له خوا زمونږ ولسمشر ته د اداري چارو د ښه پياوړتيا لپاره په كابينه كې داسي كسان ور د غاړي شوي چې دير كم يې خپل هيواد او خلكو ته وفادار دي.

نو چي يو خوا د يادو مشكيلاتو بار د يو انسان په خپل كور كي په سر پروت وي او له بله پلوه يو داسي ګاونډى په خوا كې ولري چي زمونږ د هيواد او خلكو د غربت او بدي ورځي نه په استفادې سره د خپلو مخو ته د رسيدو په خاطر يې د افغانانو د پرمختګ او ژوند چاري ور پوري سور اور ګرځولې او هر ورځ مو د ژوند چاري له  بيلابيلو  چلنجونو سره مخ كوي ، كله راباندي ترازينټي لاري او سوداګريزي اړتياوو بندوي او په مياشتو مياشتو مو په سوداګريزو لوازمو بار موټرونه هلته ولاړ او د راتګ اجازه ورته نه وركوي. او په رنګ رنګ بهانو وركې پراته بي وسه زمونږ كډوال ځوروي چي دا هره كړنه يي د نړۍ له هيڅ قانون سره سمون نلري او بيا هم دوي ادامه وركړې.

بله يه لا دا كرغيړنه كړنه او موخه چې څه دپاسه يو كال نه يي ور باندي لاس پوري كړى چي وخت نا وخته له خپلي خاوري نه زمونږ په هيواد راكيټي بريدونه كوي او راته بې ګنا او بې وزله انسانان شهيدانوي او ځوروي يه، چې په دې ورستيو كې خورا زور هم اخيستى ، او پدي كرغيړنو كړنو سره غواړي چي زمونږ په ولس او ولسمشر زوراو فشار  راولي څو ورسره لانجمنه ګډه پوله وټاكي او موضوع يه يو طرفه كړي خو دا يو حقيقت دى چې د ډيوړند ليكه معلوم او ټاكل شوى لورى لري خو دا چې له كلونو كلونو راهيسي لانجمنه پاتي دا ده تاريخ او ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د منشور له مخي څيړلو ته اړتيا لري نه دا چي زمونږ ظالم او د وخت نه په استفادې ګاونډى يې په داسي كړنو سره د ګټلو خوبونه ويني.

نو ډير ځيرتيا ته اړتيا ليدل كيږي جې په دې وخت كې د خپل ولس او ولسمشر ملا په خپلو قلمونو او فكرو او هڅو سره وتړو او  ګاونډي دښمن ته دا موقيع پيدا نشي چې خپلو كرغيړنو كړنو ته پكي يو سلنه هم هدف د رسيدو لار هواره كړي، او فكر وكړئ دښمن دومره زلالت ته لاس اچولى چې كله نا كله په خپل هيواد كې زمونږ د هيواد په ر سنيو لا بنديزونه لګوي ، نو داسي يو دښمن په مقابل كې بايد لاسونه سره وركړو !
زمونږ او ستاسو قلمي هڅي شايد ولس او ولسمشر ته يو اتومي ځواك احساس وركړي او دښمن ته يي سر ټيټ نشي او تر څو زمونږ او ستاسو په قلمرو ولس او ولسمشر په يو بل باندي ډاډه و اوسي .

عمر عمران /كويټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x