
پاکستان د ۲۰۱۵-۱۶ تعلیمي کال برسونه وځنډول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۴ل): پاکستان هغه برسونه چې هر کال یې افغان زده کوونکو ته ورکوي، نن يې تر ناڅرګندې نېټې پورې وځنډول.
د راپورونو له مخې د جولايي د میاشتې په ۳۰مه نېټه په کابل کې د پاکستان سفارت د افغان زده کوونکو څخه کانکور امتحان اخېستی و او تمه وه چې نېږدې وخت کې يې نتایج اعلان شي.
تر دې دمه د برسونو لپاره د ورکړل شوي کانکور نتېجې لا نه دي اعلان شوي چې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان زده کوونکو لپاره اعلان شوي برسونه وځنډول.
دغه هېواد د افغان زده کوونکو لپاره اعلان شوي برسونه تر هغه وروسته بندوي چې تېره ورځ د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان ضد تېزې څرګندونې وکړې.
اشرف غني پاکستان په دې تورن کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي او په وینا یې د ترهګرو د بمونو فابریکې په پاکستان کې دي.
اشرف غني ویلي وو چې پاکستان څخه ورته د جګړې پیغام ورکول کیږي. «موږ د سولې هیله درلوده، خو د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د (خلکو) پر وړاندې د جګړې اعلان کیږي او دا په حقیقت کې د یوه ګاونډي هېواد پر وړاندې روښانه دښمني ده».
ددغو څرګندونو وروسته نن د زمري په ۲۰مه (اګست ۱۱مه) په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې د وروستیو امنیتي حالاتو او پرمختګونو له کبله دوی پریکړه کړې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ تعلیمي کال لپاره برسونه تر نامعلومې نېټې وځنډوي.
د پاکستان له لوري د برسونو ځنډول او بندول ښايي د ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ وینا په غبرګون کې وي.
پاکستان هر کال شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو ته په بېلابېلو رشتو کې برسونه ورکوي.
متل دی چی وایی: دوه غوایان چی خکر په خکر شی زیان یی دبوٹو او کاڑو وی.