افغانستانخبرونهنړۍ

د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه پاکستان «محتاط» غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): پاکستان د ولسمشر غني د پرونیو څرګندونو په تړاو، چې له پاکستان سره یې د سولې مذاکرات ودرول، «محتاطانه» غبرګون څرګند کړی.

پرون ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د سولې بهیر به نور د افغانستان په ابتکار پر مخ ځي او دا هم افغانستان پورې اړه لري چې د کومو میکانیزمونو له لارې او کله دا بهیر بیا پیلوي. اجراییه رييس هم د د پاکستان د همکارۍ په اړه نهیلي څرګنده کړه. عبدالله عبدالله وویل، «پاکستان تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «پاکستان له افغانستان او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو ته ‘ژمن’ دی».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، قاضي خلیل الله زیاتوي: «موږ د افغان ولسمشر څرګندونې واورېدې. پاکستان پر افغانستان خونړي بریدونو په تر ټولو سختو الفاظو غندي. په دې متاثروونکو شېبو کې اوږه په اوږه له خپلو افغانو وروڼو سره ولاړ یو».

پاکستان بې له دې چې د افغان ولسمشر اندېښنې ته وړ ځواب ووايي، زیاتوي: «ترهګري زموږ ګډ دښمن دی او له دې ګواښ سره مبارزه هراړخیزو همکاریو ته اړتیا لري».

که څه هم ولسمشر اشرف غني وویل چې نور به د سولې بهیر د «پاکستان له لارې نه تعقیبوو»، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د «سولې مذاکراتو» په اړه خپله ژمنتیا ښيي: «پاکستان لا هم د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ او اسانتیا برابرولو ته ژمن دی».

پاکستان داسې مهال هڅه کوي چې د ولسمشر غني باور پر ځان وساتي، چې افغانستان نور چمتو نه دی چې د پاکستان له لارې، هغه څه چې د «سولې بهیر» يې بولي، تعقیب کړي.

د پنجشنبې پر ورځ به یو افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي. د ولسمشر د پرونۍ وینا له مخې به دغه پلاوی د «سولې بهیر» په اړه له پاکستان سره خبرې ونه کړي. دا لا نه ده جوته چې له پاکستاني چارواکو سره به د دغه پلاوي د خبرو اجنډا څه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

دولسمشر په دى لوى علميت او داسي تيروتنه . دپاكستان دولت او رهبران نه مسلمانان ول او نه دى . جناح چى كله له انگلستان حًخه راغى كلمه وويله بيا وويل محمد خو پيغمبر ده دارسوالله لاپسي لاحًو ك دى . داخبره ديره مشهوره ده په پاكستان كى .

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ، د دغو غلامانو څخه چه نانځکی دی مونږ شخصیتونه جوړ کړل ، هغه څوک چه سفارت کی د امریکا د وخارجه وزیر له خوا ټاکل شوی هغه ته په کومه خوله اولس مشر وایاست ؟ که څوک د چا په کور کی د هغه کور د دشمنانو له خوا مشر جوړیدی شی نو بیا خو به هر څوک د هر چا په کور په زوره ورخی او د هغه کور یو خاین په بکی مشر کوی هغه د هغه کور مشر شو چه د غلو او اشغالګرو له خوا تاکل شوی وی ؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x