نظــر

د پاکستان په اړه د غني نوی سیاست، یو پر ځای اقدام

لیکوال: سباوون سېلاب

ډاکټر صاحب اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله چې کله تېر کال واک ته ورسېدل او د ملي يووالي حکومت جوړ شو، د پاکستان په اړه سیاست کې معکوس بدلون راغی. دوی له پاکستان سره د افغانستان سنتي سیاست بدل کړ. مګر کاش چې دا سیاست زموږ په ګټه بدل شوی وی. دا تغییر متاسفانه یو اړخیز و. افغانستان امتیازونه ورکول، دوستان یې بایلل خو پاکستان یوازې تشې ژمنې کولې او مطبوعاتي لوبه یې له موږ سره پیل کړه. د صداقت او منافقت لوبه وه.

د افغانستان له خوا د سیاست بدلون د ملي يووالي په حکومت کې د ښاغلي غني کار و. ډاکټر صاحب غني متاسفانه ښه عالم او دانشمند انسان دی، خو ښه سیاستمدار نه دی. سیاست لوبه او هنر دی. د ملي يووالي حکومت له پیل سره داسې ګمان کېده چې ډاکټر صاحب غني به په اکثرو برخو کې خصوصاً د پاکستان په ارتباط له کرزي صاحب سره مشورې کوي. خو کله چې د پاکستان له استخباراتو سره پټ امنیتي تفاهم لیک لاسلیک شو، کرزي صاحب په اول ځل د ډاکتر صاحب غني په حکومت نیوکه وکړه. تر دغه وخته کرزي کله هم د غني پر حکومت انتقاد نه و کړی. حتی له امریکا سره یې د امنیتي سند په عاجل لاسلیک هم انتقاد ونه کړ، خو له پاکستان سره یې د افغانستان په ډېر خوږوالي د صبر کاسه ډکه شوه. حامد کرزي ولسمشر غني ته ویلي چې و چې وېرېږم پاکستان موږ نه یو غولولي.

زه دلته نه غواړم د حامد کرزي پلوي وکړم، د کرزي په اړه به تاریخ خپل قضاوت کوي، خو حقیقت دا دی چې کرزي دیارلس کاله حکومت کړی، د غني په نسبت یې تجربې زیاتې دي. خصوصاً له پاکستان سره د شلو سفرونو او تر شلو زیاتو ناستو او مذاکراتو تجربه لري. په دې اساس له پاکستان د روابطو په مدیریت کې د حامد کرزي نظر شاید بې ګټې نه وي.

صداقت او منافقت

غنی پاک سړی انسان دی. عالم او استاد انسان دی. د عالمانو او استادانو زړونه پاک وي. زه پوهېږم چې د غني په سیاست کې نه یوازې د افغانستان بلکې زموږ د منطقې خیر دی. له سیمه ایزې همګرايۍ پرته د افغانستان او پاکستان د خلکو ژوند به همداسې بدبخته وي. یوازې او یوازې سیمه ایز پيوستون کولی شي چې زموږ منطقه هم کټ مټ داسې کړي لکه د اروپا اتحادیه چې د ویزو او پاسپورتونو خبرې يې هم ختمې کړې. موږ هم همداسې کولی شي، زموږ په منطقه کې عیني شرایط د غني دې سیاست ته ښه برابر دي. دا یو ښه ویژن دی او یو ښه لرلید دی.

خو ایا افغانستان په یوازې سر د ټولې منطقې لپاره قرباني ورکولی شي؟ ایا دا دومره ستره او پراخه پروژه یوازې د افغانستان په وس پوره ده؟ په حقیقت کې د اسیا د پيوستون پروژه هغه وخت کامیابېدلی شي چې پاکستان د منافقت پر ځای د صداقت سیاست خپل کړي. پاکستان چې په کابل کې هېڅ وخت یو عادي خو منظم حکومت نه دی تحمل کړی، څنګه به یو داسې حکومت وزغمي چې د ټولې اسیا د تجارتي راشه درشې مرکز وي؟ پاکستان د کابل ورانی د ځان د نه پرمختګ په قیمت کوي. دا کار د پاکستان ملکي حکومتونه نه کوي او نه د هغو په وس پوره ده. دا کار په پاکستان کې هغه ادارې کوي چې همېشه تر حکومتونو قوي خو د پردې تر شا پاتې شوي دي. همدا د منافقت سیاست هم د پاکستان استخباراتو په لار اچولی.

د اشرف غني سیاست سره په افغانستان کې هېڅوک مخالف نه دي. نه مدني ټولنې، نه احزاب او نه هم سیاسي تحلیلګران. ټول د افغانستان ښه غواړي. خو مشکل دا دی چې ښاغلی غني له یوې خوا ډېر یو پاک زړی او عالم انسان دی او له بلې خوا د پاکستان په اړه کافي معلومات او ښه شناخت نه لري. که چېرته ولسمشر پاکستان ښه پېژندلی پر هغه سیاست به یې تګ نه کاوه چې دا څه کم یو کال پر ولاړ. پر هغې لار بیا بیا ولاړ چې کرزي پرې پنځلس کاله مخکې حرکت پیل کړ، خو د هغه نتیجه هم مایوسي شوه. خو کرزی دومره ښه و چې زر متوجه شو، داسې وخت کې متوجه شو چې د پاکستان د تشو وعدو په بهانه نه و غولېدلی. خو متاسفانه دا یو تریخ حقیقت دی چې اشرف غني ډېر ژر د پاکستانیانو په خوږ خبرو وغولېد او د هغوی د مطبوعاتي لوبو ښکار شو. ایا یوازې د ملا محمد عمر د وفات د خبر نشرول کافي نه دي چې اشرف غني نور له پاکستان څخه مخ وګرځوي؟ د ملا محمد عمر د مرګ خبر هغه ورځ نشرېږي چې په سبا یې د افغان حکومت او د څو تنو د پاکستان په لاس کې طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شروع کېدې او بیا پاکستان د سولې د خبرو د تعویق خبر نشروي. پاکستان ځکه دا کار وکړ چې پوهېده چې غني دا مذاکرات اوس امتحانوي، که چېرته طالبانو اوربند باندې موافقه وکړه نو دا د طالبانو اصلي استازي دي او پاکستان صادق دی، خو که چېرته اوربند نه کېږي، بیا نو معلومېږي چې نه دا خلک طالبان دي او نه هم پاکستان صادق دی. پاکستان د خپلې رسوایۍ د مخنیوي لپاره په هغه حساس وخت کې دا خبر نشر کړ او یو بل مطبوعاتي انفجار ته یې زمینه مساعده کړه. متاسفانه زموږ مطبوعاتو کې هېچا دې نکتې ته توجه ونه کړه چې پاکستان ولې په دې وخت کې دا کار وکړ؟ صرف د همدې پوښتنې ته ځواب کولی شي چې د سولې په نامه بهیر په ارتباط د پاکستان توانايي او صداقت ښکاره کړي.

د سیاسي تجارانو وارخطايي

یو ټکی چې ماته ډېر جالبه دی هغه دا دی چې د پاکستان په ارتباط د ولسمشر غني د نوي خط مشر له اعلان سره هغه سیاسي تجاران ډېر وارخطا شول چې همدوی د پاکستان په لاس د سولې د ډرامې لوبغاړي و. همدوی د سولې د تیاتیر سټیج ګرم ساتلی و. اوس چې ګوري چې ډاکتر غني د پاکستان په منافقت پوه شو او خپل سیاست یې بدل کړ، اس نو د دوی د ډرامې لیدونکي هم کم شول. پاکستان چې ځینې خپل طالبان د طالبانو د استازو په توګه هر ځای کې کېنول، نور هغه کیسې ختمې شوې. دا یو بل ښه کار وشو. د ولسمشر د نوي سیاست په نتیجه کې دغه مهرې هم خپل حیثیت د پاکستان په وړاندې هم له لاسه ورکوي. دوی ته پاکستان پیسې ورکوي، نن د پاکستان دي، افغان حکومت هم کولای شي چې د پاکستان په نسبت لږ زیاتې پیسې ورکړي، بیا دا ټول د افغان حکومت دي.

د اشرف غني د نوي سیاست یوه ګټه همدا شوه چې د سولې بهیر ځینو ته لنګه غوا شوې وه. اوس به ان شاءالله دا غوا هم نوره وچه شي. هره روځ زموږ وینه تویېږي، زموږ کور او کورنۍ ختمېږي، مګر د پاکستان ځیني لاسپوڅي زموږ له دې بد حالت نه استفاده کوي او د سولې په نامه مو خوشالوي. که سوله نه راځي هم باید د پاکستان د لاسپوڅو دا لوبه بنده شي.

نوی سیاست

ډاکټر غني پرون په کابل کې د پاکستان په ارتباط د خپل حکومت نوی سیاسي خط مش اعلان کړ. د ولسمشر نوي دریځ لږ تر لږه دا ویره نوره ختمه کړه چې بیا به غني د پاکستان په تشو وعد وغولېږي. ولسمشر وویل، چې نور به د پاکستان له لارې سوله نه کوو. دا واقعاً د ولسمشر په سیاست کې ښه تغییر دی. مونږ چې تر اوسه د پاکستان له لارې سوله غوښتې ده څه مو ترلاسه کړي؟ د ولسمشر غني په حکومت همېشه همدا انتقاد شوی چې ولې سوله د پاکستان له لارې غواړي. په داسې حال کې چې د ولسمشر تره، ډاکټر صاحب قیوم کوچی د افغانستان مشر دیپلومات دی، هغه کولای شي د ولسمشر او طالبانو ترمنځ پیامونه وېسي او راوړي. کله چې مونږ د ډاکتر صاحب کوچي په څېر شخصیتونه لرو نو څه ضرورت لرو چې د پاکستان دروازې ته د سولې سوال کوو. کله چې موږ په همدې کابل کې داسې سیاسي جریانونه لرو چې کولای شي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پیامونه تبادله او د دوی پر صداقت او امانتدارۍ هم طالبان او هم افغان حکومت اعتماد لري، بیا ولې د پاکستان لوبو او منافقتونو ته ځانونه ورکوو او خپلې ملي ګټې د پاکستان قرباني کوو.

موږ سوله ترلاسه نه کړه خو د هند د دوه میلیارده ډالرو مرستو قدردانی مو ونه کړ. موږ سوله ترلاسه نه کړه خو د هند په څېر مو خپل یو سنتي دوست هېواد له لاسه ورکړ. موږ سوله ترلاسه نه کړه خو یو ځل بیا متاسفانه د پاکستان د بازیو قرباني شوو.

اوس د دې وخت دی چې ولسمشر پر خپلو خبرو ټینګ ودرېږي. لکه څنګه چې يې پرون وویل چې دا موږ پورې اړه لري چې په کومو میکانیزمونو باندې به سوله راوړو او طالبانو سره به مذاکرات کوو، نور د پاکستان له لارې سوله نه غواړو!

اوس باید جمهور رييس له طالبانو سره د رابطې او د پيامونو د تبادلې لپاره د بل چینل لټه پیل کړي. دا چینلونه کم نه دي او نه هم ورک دي. کله چې پر پاکستان اعتماد کوو او غولېږو، یو ځل باید په هغو چینلونو هم اعتماد وکړو چې نه له موږ څخه دا غواړي چې باید له هند څخه لري شو نه دا غواړي چې له هند سره د درنو وسلو هغه قرارداد تعطیل کړو چې په ډېرو تکلیفونو مو ترلاسه کړی دی. اوس د عقل تقاضا هم دا ده چې نور پاکستان بار بار ونه ازمویو. آزموده را آزمودن خطاست. اوس باید یوه بل لار او یو بل منځګړی وازمایو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م.طاهر

شکر سی اشرف غنی هوشیار سو ، دخپل ریاست په اخره کی امریکایان به هم وپیژنی!!

الحاج استاذ بیانزی

اشرف غنی ته که د یو افغان ، مسلمان او حتی انسان حیثیت ورته قایلیږو او بیا ورته وایو چه خبره یا سیاست یی په ځای ده او سیاست یا خبره یی په ځای وی بیا به وایو چه خبره یا سیاست یی په ځای دی . اوس وخت کی امریکایانو د هغه ، هغه احسن تقویم جسم او روح له انسانیت ، افغانتی او اسلامیت سره بیل او جلا کړی هغه یو بت یا تصویر پاتی شوی تصویر یا بت ته یی اشرف غنی ویل کیږی یا د اشغالګرو د اشغال یوه اله او وسیله ده ، په دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x