د نن سرلیکنه

ايا نورهم د سولې مذاکراتو ته هیله مندی شته؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: روانه اونۍ د سږکال په جریان کې تر ټولو خونړۍ او له تراجیدي وه ډکه وه.
د دې اونۍ په پیل کې د شاه شهید زړه بوږنوونکي پیښه رامنځته شوه چې له امله یې په سلګونو بیګناه انسانان دځان په وینو ولمبول شول، ووژل شول ټپیان شول او په بیرحمانه ډول په خپلو کورنوکې ترخاورو او خځلو لاندې شول.

د شاه شهید تراجیدي او د هیواد په نورو سیمو کې خونړیو جګړو تر هغه وروسته زور واخیست چې له تیرو ۱۱ میاشتو راهیسې د ګډ حکومت چارواکي دسولې نغاره وډنګوله .

همدا راز د سولې په نوم له هیواد نه بهر په مختلفو مناسبتونو او بیلابیلو هیوادونو کې د طالبانو او ګډ حکومت د استازیو ترمنځ لیدنې کتنې ترسره شوې.

خو د سولې په نوم له دغو هلو ځلو وروسته هم د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې زور واخیست او هم د جګړې اصلي لوبغاړو امریکایانو د سولې پر خلاف خپل جنګي فعالیتونه تشدید کړل.

هغوی په لوګر کې د ملي اردو پر ځواکونو هوايي برید وکړ چې له امله يي ۱۳ کسان ووژل شول.

د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارتین دیمبسي کابل ته راغی او کابل چارواکو ته یې د یوه بل پوځي ایتلاف جوړولو دستور ور واوراوه.

امریکايي سناتور جان مکین هم کابل ته په خپل وروستي سفرکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتي کیدلو ټینګار وکړ.

د امریکايي چارواکو دا کړنې او د افغانستان په کلیوالو سیمو باندې د هغوی د بي پلوټه الوتکو بمباري ، د هیواد په ختیځو سیمو باندې د پاکستان توغندويي بریدونه او په شمالي سیمو کې د جګړې د پرمخبیولو لپاره د جنرال دوستم پوځي یونیفارم اغوستل ټول هغه مدلولات دي چې په هیواد کې د جګړې په توندیدلو ، پراخیدلو او لا اوږدیدلو دلالت کوي.

د جګړې تشدید او د هغې د پراخولو لپاره ټولې هلې ځلې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون تر لاسلیکیدو وروسته رامنځته کیږي ، هغه امنیتي تړون چې یو اځې په افغانستان کې د جګړې د دوام تضمین کوي.

د ګډ حکومت چارواکي په داسې حال کې چې وروستیو جګړو او ناکراریو سخت وارخطا کړي لا هم له اسلام اباد سره دسولې اوسوله ییزو مذاکراتو په ترسره کولوځان تیر باسي.

هغوی پتییلې چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ یوځلې بیا د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي چارواکی اسلام آبادته ولیږي.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سولې په تړاو د هیأتونو د لیږد رالیږد ناکامه لړۍ له تیرو یولسو میاشتو راهیسې دوام لري .

و به لیدل شي چې داځل د دې پلاوي سفر په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره کومه لاسته راوړنه لري؟.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نوی نړیوال ماسونیستی استعمار لویه ځانګړیتیا داده څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی . دا چه کله د جګړی د زیاتولو او پراخولو خبره کوی هغه یی د تیښتی یا د غلا وتلو د پاره د خلکو پام بلی خواته اړوی ، او که کوم پلان یا شیطانی کړنی یی څه لاسته راوړنی ولری نو بیا د جګړی د پراخولو د پاره د سولی سولی چیغی وهی اصل کی د جنګ د زیاتولو او د دوی د پاتی کیدو هڅی روانی وی ، کله د جنګ د عسکرو څيری بدلوی ، یعنی… نور لوستل »

خیراللہ افغان

السلام علیکم محترمولکہ سنگہ چی تاسوخپل زھنی خبریات پروطن پالودسولی تکراررالیک کی موژھم دحق تعالی پہ درباردادعاکوچی خدای دی نورداولس نہ زوری اوخدای دی دافغانستان دحل لارہ پیداکڑی چی دافغان غیوراوباغیرتہ ولس پکشی خیروی وسلام

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x