افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې د داعش وروستۍ وژنې « وحشت » بللې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په شینوارو کې د سپين ږېرو په ګډون څو تنه له طالبانو سره د همکاري په تور داعش ته منسوبو وسله والو پر ماینونو کېنول او وايې لوزول.

طالبانو په افغانستان کې د داعش په نامه د جګړه مارو دغه کړنه « وحشت » بللې او د رسمي اعلاميې له لارې يې په سختو ټکو غندلې ده.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په رارسېدلې اعلامیه کې ويل شوي، چې دوی هغه ويډيو چې د شینوارو په مامندو سیمه کې شوې ده، لیدلې چې پکې «څو تنه قومي سپین ږيري او کلیوال په سیمه کي هغو اختطاف ګرو چي ځانونه داعش ته منسوبوي تراسارت وروسته په خورا قساوت او وحشت په بمونو الوزولي او په شهادت يي رسولي دي .»

طالبانو د شینوارو په تر لاس لاندې سیمو کې خپلو کسانو ته امر کړی چې د دا ډول پېښو مخنیوی د دوی مسوولیت دی، چې باید ورته پام وکړي.

د اعلامیې په پای کې دا ډول کړنې «وحشي عملونه» بلل شوي او عاملین يې څو « بې مهاره انسانان» یاد شوي دي.

«دا ډول کړني او په سیمه کي دی ته ورته نور وحشي اعمال چي د څو بي مهاره او بي علمه انسانانو لخوا د اسلام او مسلمان په نامه ترسره کیږي، په اړه يې اسلامي امارت په سیمه کې خپلو اړونده مسئولینوته لارښوونه کوي چي دیادو پیښو عاملین پیدا او دمقدس شریعت په رڼا کې مجازات کړي .»

ياده دې وي تر دې وړاندې هم د ننګرهار په شینوارو، چپرهار، او خوږياڼو کې داعش ته منسوبو وسله والو له لوري د ځینو قومي مخورو د ترور خبرونه ورکړل شوي و، چې د سیمې طالبانو او عامو خلکو يې پر وړاندې شریکه مبارزه پیل او سیمې يې ترې يې پاکې کړي.

د شنیوارو ځايي مخور داعش ته منسوب دغه وسله وال د پاکستان وسله وال ځواکونه بولي او په وينا يې چې د ګډ حکومت د پوځي همکاري په ملګرتيا يې په سیمه کې وحشت خپور کړی دی.

د دوی په خبره افغان سرحدي ځواکونه همدې وسله والو ته هیڅ نه وايي، چې پر ډېورنډ کرښه له خپلو درندو وسلو سره د شينوارو سیمې ته د عملیاتو لپاره را اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

ټولو ورونو نه په کله غوښتنه کیږی چی په ننګرهار ولایت کی دی تبلیغاتی پروګرامونه او د عامه ذهنونو د بیداره کولو بروګرامونه په لاره واچوی ترڅو د فتنی مخه ونیول شی کنه خبره خرابه ده– د ننګرهاریانو می چی ځه هم د ننګرهار یم په کلکه غوښتنه ده چی اولادونه مو کنټرول کړی وحشیانو ته یی مه تسلیموی- دنیا او اخرت به مو تباه شی د طالبانو نه می غوښتنه دا ده چی د بی ځایه مرګونو او دشمنیو اچولو مخه ونیسی ځکه ځینی خلک د عقده نه بیا دی وحشی او ظالمو ډلو سره د غچ اخیستلو لپاره… نور لوستل »

حامد احمدی

ټولو ورونو ته خصوصا ننګرهاریانو ته باید ووایم چی د خدای لپاره اولادونه مو د څو روپو لپاره مه ورلیږی اخر په اخرت کی به څه ځواب ورکوی دا ظلم تاسی وګوری- هیڅ د منلو وړ نه دی- دواحشو د مسلمانانو پر وړاندی جنګ اعلان کړی هم پّ سوریه کی د جبهه نصره به مقابل کی هم په عراق کی او هم اوس دلته نو ټول مسلمانان دی بیداره شی چی تر څو ددی فتنی مخه ونیسی کنه نو ټول وطنونه به پکښی وسوزیږی خدای دا خلیفه الممات یا احمق تباه کړی – وسله را واخلی ددی خبیث مقابل کی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

لمړی : دغه د ملی په نوم اردو ، پولیس اربکیان او نور هم داعشیان دی چه زمونږ د اولس په ضد زمونږ د اولس ، ناموس ، خاوری او دین د دشمنانو له خوا زمونږ د خلکو د وژنی او بی عزتیو د پاره روزل شوی ، تمویل او تجیهز شوی دوی غیر له افغانانو تر اوسه کوم خارچی ، پاکستانی او ایرانی ووژلو . دغه ښکاره داعشیان دی بیا له اولسه راته داعشیان جوړ کړل یعنی اولس یی د اربکانو داعشیانو په جړولو راته ووازه او اوس د مجاهدینو په جامه کی د مجاهدینو د بدنامولو د باره… نور لوستل »

حامد احمدی

داسی ظلم خدایه ته یی تباه کری او طالبان هم باید دی خلکو ته جزا ورکری تر سو مونگ پوه شو چی یو نظام د دفاع لپاره لرو

الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم ، چه دوی د اسلام په جامه کی د دجال عسکر دی ، له یوی خوا پری مسلمانان تباه او له بلی خوا پری مسلمانان بدنامه کوی ، د دوی په مقابل کی جهاد فرض عین دی که یی څوک نه کوی هغه هم د دوی په شان دی

حامد احمدی

انشاالله چی ټوپک به راخلو

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x