افغانستان

هلمند: موسی کلا کې دوه پولیس قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ په جګړه کې د دوو پولیس قومندانانو د وژنې پخلی شوی دی.

دغه نښته چې نن سهار د موسی کلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوه سیمه کې وشوه، پکې دولتي عسکرو خپله یوه پوسته او نهه ملګري له لاسه ورکړل.

د وسله والو طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې په جګړه کې يې قومندان صدیق چې په حاجي لالا مشهور و او قومندا وطند دوست له خپلو اوو نورو ملګرو سره وژلي او یوه پوسته يې له منځه وړې ده.

د قاري یوسف په خبره يادې پوستې ته يې تر دې وړاندې د خبرو له لارې د تسلیمۍ حال ور لېږلی و، خو هغوی پر ضد د جګړې خبر ورکړی دی، چې په نیم ساعت جګړه کې يې پوسته له واکه ووته.

د سیمې د خلکو په قول دم ګړۍ دغه ساحه د طالبانو په واک کې ده او د قومندان صدیق جسد لا هم د جګړې په ډګر کې پروت دی.

د طالبانو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې په جګړه کې «دښمن نه ۲ثقیلان ، یو راکیټ ،۸ کلاشنکوفونه ،یوه امریکایي تو پنګچه ، یوه لویه مخابره ۳ موټر سائکلان او په زیاته اندازه جنګي مهمات په غنیمت ونیول شول.»

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ په نسبتاً ارام ولایت خوست کې د دوومندو ولسوالۍ مرستیال ولسوال ګلاخان او د هغه اوه ملګري ووژل شول.

معاون ګلاخان او د هغه ملګري تېره ورځ سهار مهال د دوومندو په کوتي خېلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول، چې مرستیال ولسوال او اوه ملګري يې ځای پر ځای ووژل شول او درې نور ملګري يې ټپیان شول، طالبانو په پورته غبرګو نښتو کې د خپلو ملګرو د سلامتیا خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x