ټولنیزه برخه

يوه دوستانه هيله!

عبدالحی مطمئن

د ملا محمد عمر پخوانی ویاند

د اسلام مقدس دين مسلمان ته د ژوند په هره برخه کې اصول اوتګلاره په ګوته کړې، په دې لړ کې يې د دعوت او دعوتي مبارزې لپاره هم اصول او اداب په نښه کړي دي.

د قران کريم ارشاد دی : ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ. سورة النحل- ۱۲۵ ايت.

دلته دعوت عام دی، که نامسلم ته وي اوکه مسلمان ته.

خو، اداب يې دا دي، چې بايد هغه ته په داسي غوره توګه د حق لورته بلنه ورکړې، چې هغه ستا لورته میلان وکړي او ستا د نیکې رویې او استدلال تر اغېز لاندي راشي، نو بيا د هغه د اصلاح لپاره دروازې خلاصيدای شي اوکه ته هغه په ډېرو ناوړه الفاظو مخاطب کړې او سپوره لهجه ورته وکاروې، نو هغه دې نور هم عقده‌‌من کړ او خپله ژبه اوقلم دې هم غلط وکارول؛ خپل وخت دې هم ضایع کړ، ښايي ته په دې ځان ته تسلي ورکړې چې دښمن مي وښکانځه اوجواب مې ورکړ، خو په حقيقت کې تاهغه ليرې کړ او خپله داعيه دې نوره هم ناوړه معرفي کړه. که ستا مخاطب نا مسلم وي، هم ښکنځل ورته کومه ګټه نلري اوکه مسلمان وي بياخو دې فسق وکړ؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: سباب المسلم فسوق…(الحدیث)

او د «رحماء بینهم» له قراني اصل نه هم سرغړاوی دی.

د مسلمانانو ترمنځ که فکري اختلاف وي، که سیاسي اويا هم شخصي اختلاف وي، نو ناوړه ژبه او سپوره لهجه کارول د اسلامي ادابو مخالفت دی.

الله مومنانو ته فرمايي: وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ.

الاية (د يو بل سپکاوی مه کوئ او يوبل په ناوړه لقبونو مه يادوئ)

که په يو چا کې داسې يو عيب وي، چې اجتماع ته يې زيان صریح وي او تا سره قاطع ثبوت وي او ورباندي یقين دې وي، په همدې نيت يې ښکاره کولای شې، لیکنه پرې کولای شې، خو تر معقول سرحده؛ دا نه چې د هغه د شخصيت غیر ضروري سپکاوي ته بډې را ونغاړې او په پټو سترګو يې په هره برخه کې سپک سپورکړې، دا د «جدال بالحسن» له قراني اصل نه مخالفت دی.

مسلمان ليکوال په ځانګړي ډول زموږ ځوانانو ته پکار ده، چې په ليکنو کې د خلګو له بې ځايه سپکاوي او هر ډول ښکنځلو، بې هوده او بې ادبه کلماتو نه خپله ژبه اوقلم وساتي؛ بلکې د غوسې او احساساتو د پارېدلو پر مهال دې خپله ژبه اوقلم نه کاروي، لکه څنګه، چې اسلامي فقه کې قاضي ته د غوسې او غضب پر وخت د پريکړې اجازه نشته؛ همداسې بايد مسلمان داعي د غوسې پرمهال د خپلې ژبې او قلم د کنټرول هڅه وکړي.

که ستامقابل هر څومره ښکنځلمار وي، استدلال ته غوږ نه نیسي او وچ ضد ته یې مخه کړې وي، خو ته يې پر وړاندې ورته رويه مه اختياره‌ وه؛ ځکه په دې سره ته هغه درېمان کتونکي هم له لاسه ورکوې چې ستا او د ده ترمنځ د رويې څارنه کوي او ستاپه مناسبه رويه هغه ستا پلو ته اوړي او دی پړ بولي.

له بده مرغه زموږ د يو لړ ځوانانو لهجه ډيره ترخه ده او هغه دوستان، چې د اسلامي امارت په خواخوږۍ کې قلم اوچتوي، د هغوی له خوا چې کله ناوړه لهجه وکارول شي، نو ناخبره لوستونکي داسې ګمان کوي، چې ګنې دا د امارت د رسمي ارګانونو او يا مسئولو اشخاصو له خوا ليکل کیږي، چې د انټرنېت په شهر نا پرسان کې يې بیا توری اوسپنی هم تقريبا ناشوني کار دی.

که څوک په رښتیا له اسلامي امارت سره خواخوږي لري، نو د امارت په دفاع کې دې سپوره ژبه نه کاروي او د چا د شخصيت او کورنۍ بې ځايه عیب لټونه او يا د قلمي عفت خلاف څرګندونې دې نکوي.

په ځانګړې توګه د ښځو په اړه بايد له ډیر احتياط او د رنې ژبې کار واخيستل شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره د نېک او نرم تعامل ارشاد کړی دی.

د سيکالوجي له نظره ښځه او ماشوم تر هر چا پر خپل شخصيت ژر خپه کيږي.

بل پلو له نا محرمو ښځو سره د غيرضروري مکالمې او مباحثې اجازه هم اسلام نه ده ورکړې، نو يوازې د دعوت په نيت مباحثه بايد ډیره له درناوي، صميميت او حيا ‌ډکه وي.

که هغه هر څومره له شرعي اصولو او اسلامي حجابه لېرې وي، د دعوت اصول دا نه دي، چې په ناوړه الفاظو يې مخاطبه کړې او پېغورونه ورکړې؛ بلکې له درناوي او حکمته په ډکه لهجه يې مخاطبه کړه، که هغې ومنله که يې نه ومنله، په دواړوحالتونوکې ستا مسئوليت رفع شو.

زه پخپله فیسبوک نه کاروم اونه پکې ادرس لرم، خو ماته د يو شمېر ځوانانو په اړه د ناوړې ژبې د کارولو شکايتونه راغلي دي.

حتی ځينو خويندو شکايتونه کړي، چې په ناوړه الفاظو مخاطبيږي.

همدا راز ځينې وروڼه په فيسبوک کې د امارت د ځينو مشرانو په نومونو اکاونټونه او پاڼې جوړوي او بيا د خپلې خوښې مواد پکې خپروي، چې دا کار په اخلاقي او ژورنالېستيک لحاظ يو تېری دی. بايد دا وروڼه يا دا پاڼې بندې کړي او يا وضاحت ورسره وليکي که چيرې يې نومونه او تخلصونه ورسره ورته وي.

يوازې زما په نامه څو اکاونټونه او يوه پاڼه په فیسبوک کې جوړه شوې، چې ډیری خلګ زما ګمان ورباندې کوي او د هغوی هره خبره ماته منسوبیږي؛ په داسې حال کې چې زه نه په خپل نامه او نه په مستعار نوم په فیسبوک کې کوم اکاونټ ياپاڼه لرم؛ ځکه زه اوس هم نيم کاره يم که فیسبوک وکاروم بیابه بې کاره شم، نو تر بې کاره نيم کاره ښه يم.

هغه خلګ چې اسلامي تعليماتو او د اسلامي دعوت اصولو ته ژمن نه دي، له هغو خو ګيله نشي کیدای، ولې هغه وروڼه چې پاک وجدان او سالمه اسلامي روحيه ولري، بايد خپله ژبه او قلم د اسلامي دعوت د اصولو په رڼاکې وچلوي.

ناوړه ژبه او لهجه کارول که پخپل نامه وي که په مستعار، خو اسلامي مسئوليت يې د همدغه ليکوال دی او هغه پرې شرعا مسئول دی.

پورتنۍ کرښې د يوې دوستانه لورينې او د پوره نېک نیتۍ له مخې وې، هيله ده، د چا خاطر پرې دروند نشي

والسلام

ستاسې ورور عبدالحی مطمئن د اسلامي امارت خادم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین درمان

اسلام علیکم ورحمت … محترم مطمین صاحب الله دی اباد ولره ښه ټکی ته دی اشاره کړی ده زه هم همداسی تیز چلیږم اکثره وخت داسی لیکنی سوی وی چی انسان یی د زغم تاب نلری او یا ډیر می پر سر رادرد کړی نو څکه یی یا څواب ووایو مخامخ اویا پیغام ورواستوو چی کلک جواب یی ورکرو. تر اوسه داسی معیاری لیکنه نه ده سوی او که سوی وی نو مانه ده ویلی چی زه یی په ویلو خپل احساسات را قابو کړم نو پس له دی به کوښښ کوم چی خپل ځان به په واک کی راولم… نور لوستل »

حکیمی

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم مطمئن صیب ښه زوندولری له لیکنی دی یوه نړی مننه
په لیکنه دی هیڅ اعتراض نه لرم دخوښی وړموده البته په معاصردورکی ډیری اهمی اولویی موضوعاتی
په مخ کی لرواوتاسوداسلامی امارت په دوره کی دسترقائدویاندپاته سوی یاست که چیری تاسوپه دی غم
ځپلی حالت کی دعالیقدرامیرالمومنین رحمه الله په زونداوکارنامولیکنه کړی وای اویاموهم دعالیقدردفراق
په دی ویرجن حالت دعالیقدرپه زوندکی دڅوجالبوخاطروپه اړه وضاحت لیکلای وای ډیربه ښه وای ځکه دخوشبویی
طمعه له عطارځخه کیدای سی….
ورورموعزت الرحمن حکیمی

سيداحسان الله الهام

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم مطمئن صاحب ښې چاري
وبخښئ دا مو ندي ويلي په ليكنه كي چي له سره فيسبوك ته راغلي نه ياست او كه مو توبه ايستلې ده ؟

هدایت الله

الله دي وساته ستا ايمان او وجدان موږته معلوم دی،چې تل دمسلمانانو په خير ژبه خوځولې، تاهميشه ملګروته دمهذب قلم اوژبې دکارولو مشوره ورکړې،موږ ددې کارونو شاهدان يو،خو دانترنيت په دې لوڅه نړۍ کې دسترو خلګوقدر اومعرفت مشکل وي اوماشومان لیکنې کوي،تاته به هم سپکې سپوري وویل شي خو ته يې پروامه لره ځکه چې په چاکې ضمير اوعقل وي هغه ته دې پیغام ورسيد، نور نوکاروان تيريږي سپي به غاپي،خره به هم تراخيره خده خپلې لغتې ووهي….

کاروان

سيد الهامه وروره که يې فیسبوک کارولی وای نوبيابه دده پرنوم دجوړشويو اکاونټونه څخه دوه کاله وروسته نه خبريدای، البته دفیسبوک کارول څه بدکار نه دی اونه دليکوال هدف دادی چې فیسبوک مه کاروئ، بلکې دهغه هدف دادی چې له مقابل لوری سره مو بايد ژبه اولهجه فرق ولري اويوازي غوسه سړول بې ګټي دي

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x