دیني، سیرت او تاریخنظــر

د امیر المومنین ملا محمد عمر رحمه الله شهادت!

لیکوال: مولوي محمد نعیم

ملا صاحب نه یوازې دا چې د الله جل جلاله په لاره کې یو عملي مجاهد او مرابط و، بلکې د کفري یرغل په مقابل کې د اسلامي لښکرو سر لښکر او سپه سالار و، دولس کاله یې د متجاوزو لښکرو په مقابل کې عملا جهاد وکړ، بلکې جهاد یې په داسې له تصور نه لوړه توګه رهبري کړ چې  ټوله نړۍ ورته هېښه پاتې ده.

ملا صاحب مرحوم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په طبیعي ډول له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي، په دې معنی چې د دښمن له خوا نه دی ویشتل شوی، او دا د الله جل جلاله یو لوی فضل او مهرباني وه چې په مرحوم ملا صاحب او جهادي صف یې ولوروله؛ ځکه که ددښمن له خوا ویشتل شوی وای، یا الله مه کړه دښمن ته په لاس ورغلی وای، دمتکبر دښمن غرور به د غرونو سرو ته ختلی وای. او بالمقابل د مجاهدینو مورال به سخت زیانمن شوی وای، بلکې د تل لپاره به د ټولو مسلمانانو په زړونو یو لوی داغ و، په طبیعي ډول د ملا صاحب مرحوم وفات په حقیقت کې په دښمن یو لوی الهي ګوزار، او هم ورته یوه لویه شرمنده ګي شوه، ځکه له دومره پرمختللې ټیکنالوجۍ، وسایلو، زور او زر سره سره د ملا صاحب په موندلو کې پاتې راغی، بل دا چې مرګ یې هم ددوی په لاس نشو.

په دې سره الله جل جلاله دښمن ته وښوده چې زما دبنده هغه خبره چې مرګ د الله جل جلاله له خوا دی نه د امریکې له خوا عملا  ثابته شوه، دښمن غوښتل خلکو ته وښيئ چې مونږ په چا پسې شو، خامخا یا به یې ژوندی نیسو او یا به یې وژنو، کوم څه چې دوی د صدام حسین په ژوندي نیولو او د  شهید اسامه رحمه الله په شهیدولو سره نړۍ ته ښودل غوښتل. خو الله جل جلاله د ملا صاحب مبارک په هکله د دوی دا باطل تصور او غرور له خاورو سره خاورې کړ.

شرعي نصوصو ته په کتو سره ملا صاحب که څه هم په طبیعي ‌ډول له فانۍ نړۍ څخه د خپل رب په لوري تلی، خو په حقیقت کې شهید دی، الله جل جلاله به په آخرت کې د شهید درجې ور کوي. ان شاء الله.

د هغو مبارکو احادیثو له مخې چې د شهیدانو په اړه راغلي، شهیدان درې ډوله دي:

• ددنیا او آخرت شهیدان:

دا هغه کسان دي چې له دښمن سره په جګړه کې ووژل شي، او نیتونه یې هم پاک او د الله لپاره وي، دوی ته غسل نه ور کول کېږي، په خپلو جامو کې دفن کېږي، یعني جامې یې نه ترې ایستل کېږي، او  دقرآن کریم د صریح حکم له مخې مړه نه ورته ویل کېږي، بلکې له دې هم منع راغلې چې د مړو ګومان پرې وشي.

 • د دنیا شهیدان:

دا هغه کسان دي چې ظاهرا له دښمن سره په جګړه کې وژل شوي وي، خو نیتونه یې د الله لپاره نه وي، یا  دقوم لپاره جنګېدلي وي، یا د غنیمت او مال لپاره، یا د نوم او شهرت لپاره. دې ډول کسانو ته ظاهرا شهیدان ویل کېږي، او د شهیدانو احکام پرې عملي کېږي، یعني غسل نه ور کول کېږي، په خپلو جامو کې دفن کېږي، او مړه نه ور ته ویل کېږي؛ ځکه شریعت ظاهر ته ګوري، او له نیتونو یې یوازې الله جل جلاله خبر دی، له همدې کبله به په آخرت کې ددوی له نیتونو سره سم، بدله ور کوي.

البته که په ښکاره ووايي، یا له داسې نښې نښانې وي چې وښيي د قوم یا غنیمت یا کوم بل دنیوي غرض لپاره جنګېږي او په همدې نیت کې ووژل شي، بیا شهید نه ورته ویل کېږي، او نه د شهید احکام پرې جارې کېږي.

• د آخرت شهیدان:

دا هغه کسان دي چې په دنیا کې له دښمن سره په جګړه کې نه وي وژل شوي، یا خو د جهاد په لاره کې په خپل طبیعي مرګ وفات شوي وي، یا په یو سخت مرض مړه شوي وي، لکه د ګېډې ناروغي، یا په اوبو کې ډوب شوي وي، یا په اور کې سوځېدلي وي، یا کوم ځای پرې را نړېدلی وي…

په دې کسانو که څه هم په دنیا کې د شهیدانو احکام نه جاري کېږي، خو په آخرت کې به الله جل جلاله د شهیدانو  درجې ور کوي. په دې اړه داسې حدیث شریف راغلی: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَا تَعُدُّونَ الشَّهِيدَ فِيكُمْ ». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ قَالَ « إِنَّ شُهَدَاءَ أُمَّتِى إِذًا لَقَلِيلٌ ». قَالُوا فَمَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ « مَنْ قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ….» (1)

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( په تاسو کې شهید چا ته وایئ؟ صحابهء کرامو رضی الله عنهم ویل: اې رسول الله! هغه څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي هغه شهید دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو بیا خو زما د امت شهیدان ډېر لږ دي! صحابهء کرامو ویل نو څوک شهیدان دي؟ اې رسول الله!. رسول الله وویل: څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي هغه شهید دی، او څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې مړ شي  هغه شهید دی….

امام نووي رحمه الله وايي:  څوک چې دالله جل جلاله په لاره کې ووژل شي هغه شهید دی، او څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې مړ شي هغه شهید دی،  دا خبره  د الله جل جلاله ددې قول له معنی سره موافقه ده چې وايي: او څوک چې له خپل کور نه د الله او د الله د رسول په لوري د هجرت په نیت ووزي، او بیا مړ شي، نو بیشکه چې اجر یې په الله جل جلاله شو. (2)

په دې معنی لکه څنګه چې یو کس خپل کور او کلی د الله او د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره پرېږدي، او  هجرت وکړي، مګر تر منزله ونه رسي، یعني ځای ته له رسیدو مخکې وفات شي نو الله جل جلاله به د مهاجر اجر ور کوي؛ ځکه چې ده د هجرت نیت درلود دا چې په لاره کې مرګ پرې راغی او تر منزله ونه رسید دده په اجر کې هېڅ کموالی نه راځي.

همدا رنګه هغه مجاهد چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد ته ووزي، او دا یې آرزو وي چې الله جل جلاله شهادت ور په برخه کړي، خو له شهادت نه مخکې په خپل مرګ وفات شي، نو الله جل جلاله به د شهید اجر ور کوي؛ ځکه ده  د الله په لاره کې د وژل کېدو تمه درلوده، دا چې الله جل جلاله د یو حکمت له مخې دکفارو په لاس و نه واژه، نو په اخرت کې به خامخا د شهید درجې ور کوي. او دېته د آخرت شهید ویل کېږي. په دې معنی چې په دنیا کې د شهید احکام نه پرې جاري کېږي، یعني غسل ور کول کېږي او کفن ورته کېږي.

مرابط ( د سنګر مجاهد ) :

امیر المومنین رحمه الله مرابط مجاهد و، د سنګر مجاهد و، دولس کاله په سنګر کې پروت و، یوه ورځ هم له خپلې خاورې ( سنګر ) نه بهر نشو، او نه یې سنګر پرېښود،  دباوري معلوماتو له مخې په دې دولسو کلونو کې یې له خپلې کورنۍ او اولادونو سره یو ځل هم نه دي لیدلي. داسې نه چې دده به خپله کورنۍ او اولادونه نه یادېدل، یا به یې زړه نه غوښتل چې خپل اولادونه وویني، ځکه دا د هر انساني فطري خاصیت دی، خو ده د جهادي صف دټینګ ساتلو، او د یرغلګرو په وړاندې د جهاد د جاري ساتلو په موخه د خپل کور او اولادونو له لیدلو ځان بې برخې کړ، او همدا لامل و چې دښمن تر پایه ونشو کړی  د ځای ځایګي درک یې ولګوي. یا کوم زیان ورته ورسوي.

په صحیح مسلم کې راځي: عن سلمان قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول ( رباط يوم وليلة خير من صيام شهر وقيامه وإن مات جرى عليه عمله الذي كان يعمله وأجري عليه رزقه وأمن الفتان ) (3)

له سلمان رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویل یې: ( د سنګر یوه ورځ او یوه شپه د یوې میاشتې له روژې او تهجد څخه غوره ده، او که مړ شي، د هغه نیک عمل اجر به یې جاري وي چې کاوه یې، روزي به ور کول کېږي، او د قبر له پوښتونکو به په امن وي.

په بل روایت کې راځي: عن أبي هريرة عن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ( من مات مرابطا في سبيل الله أجرى عليه أجر عمله الصالح الذي كان يعمل وأجري عليه رزقه وأمن من الفتان وبعثه الله يوم القيامة آمنا من الفزع ) (4)

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې په سنګر کې مړ شي، د هغه نیک عمل اجر به یې همداسې جاري وي چې په دنیا کې یې کاوه، او روزي به یې ور کول کېږي، او دقبر له پوښتونکو څخه به په امن وي، او د قیامت په ورځ به یې الله جل جلاله د قیامت د ورځې له هیبت څخه په امن کې راپورته کړي.

امام عیني رحمه الله  دبخاري په شرحه عمدة القارئ کې د رباط تعریف داسې کړی: (  الرباط … ملازمة المكان الذي بين المسلمين والكفار لحراسة المسلمين منهم، قلت الرباط هي المرابطة وهي ملازمة ثغر العدو وقال ابن قتيبة أصل الرباط والمرابطة أن يربط هؤلاء خيولهم وهؤلاء خيولهم في الثغر كل يعد لصاحبه) (5)

ژباړه: رباط … په هغه ځای کې د مسلمانانو د پیرې لپاره پاتې کېدو ته ویل کېږي چې د کفارو او مسلمانانو تر منځ وي، وایم رباط مرابطت دی، او مرابطت ددښمن مخې ته پاتې کیدو ته وايي، او ابن قتیبه ویلي چې رباط او مرابطت په اصل کې دا دی چې دواړه لوري خپل خپل آسونه یو او بل ته وتړي او هر یو د بل لپاره تیاری کوي.

که څه هم چې دا ډول جګړې په اوسني وخت کې نشته چې د جګړې دواړه لوري یو او بل ته مخامخ په سنګرونو کې کښېني، ځکه  هغه وخت جګړه په تورو ، غشو او نیزو وه، اوس خو په میزایلو، بمونو او مرمیو ده. نو ویل کېدی شي بلکې حقیقت او واقعیت هم همداسې دی چې نن ورځ رباط او مرابطت دا دی چې مجاهد ددښمن د ویشتلو، له منځه وړلو او وژلو لپاره تیاری وکړي، له جنګ او جګړې څخه  په شا نشي، له دښمن سره له جنګ او جګړې لاس په سر نشي، بلکې د جګړې په ساحه او ډګر کې سنګر ونیسي. کوم څه چې ملا صاحب وکړل، نوموړي کولی شوای له هېواد څخه بهر لاړ شي، په کوم بل هېواد کې ځان پټ کړي، په آرامه فضاء کې ددښمن په مقابل کې جهادي صف رهبري کړي، مګر نه، هېڅکله یې داسې ونه کړل، بلکې تر پایه د عملي جهاد له ډګر  ( افغانستان ) څخه بهر نه شو. له همدې ځای نه یې په نره ددښمن مقابله کوله.

عبد الرحمن مبارکپوري رحمه الله د سنن الترمذي په شرح ( تحفةالاحوذي ) کې درباط په اړه داسې راوړي:  الرِّبَاطُ فِي الْأَصْلِ الْإِقَامَةُ عَلَى جِهَادِ الْعَدُوِّ بِالْحَرْبِ )
ژباړه:  رباط په اصل کې له دښمن سره د جګړې په واسطه په جهاد ټینګ پاتې کېدو ته وايي. (6)

امام القسطلاني رحمه الله په خپل کتاب ارشاد الساري لشرح صحیح البخاري کې د مرابط تعریف داسې کوي:  او رباط دا دی چې دخپلې خاورې په سرحدونو کې دښمن وڅارل شي، تر څوهلته د شته مسلمانانو ساتنه وشي، رباط په اصل کې جهاد ته ځان فارغول دي، ځينې وايي رباط  درابط مصدر دی، د لازم په معنی، یعني ځان له جهاد سره لازم ګرځول، ځینې وايي رباط د هغه شي نوم دی چې بل شی پرې تړل کېږي، یعني مرابط ته ځکه مرابط ویل کېږي چې له ټولو هغو شیانو څخه یې ځان تړلی وي چې د جهاد مخه یې نیسي. او یا دا چې خپل آس یې تیار د جهاد لپاره تړلی وی. .

د ابن حبیب المالکي رحمه الله په اړه ویل کېږي چې هغه چا ته مرابط نه وايي چې له خپل کور، مال او اولاد سره یو ځای وي، بلکې مرابط هغه دی چې د رباط په نیت له خپل کور، مال او اولاد څخه لاړ شي. او دا امام مالک رحمه الله قول ګڼي، یعني خپل کور، مال او اولاد د جهاد لپاره پرېږدي. (7)

که څه هم چې نور علمای کرام د ابن حبیب المالکي رحمه الله له دې خبرې سره موافق نه دي، چې یوازې هغه کس مرابط دی چې له خپل کور، کلي، اولاد او مال نه ځان جلا کړي، خو امیر المومنین رحمه الله عملا  دولس کاله او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې  دا کار  وکړ. هغه مبارک خپل کور او اولاد د جهاد لپاره ترک کړي وو.

امام نووي رحمه الله د مرابط مجاهد د فضیلت او غوره والي په اړه وايي: دا د مرابط څرګند فضیلت دی، او دا چې له مرګ نه وروسته د هغه نیک عمل اجر ور کول کېږي چې کاوه یې، دا د مرابط داسې ځانګړې ځانګړنه ده، چې بل هېڅوک پکې ور سره شریک نه دي.

او له صحیح مسلم پرته په نورو روایاتو کې په صراحت راغلي چې د هر مړي عمل په مرګ سره پای ته رسي، پرته له مرابط نه، د هغه عمل د قیامت تر ورځې څو چنده ورته زیاتېږي.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې روزې به یې همداسې جاري وي، د الله جل جلاله له هغه قول سره موافقه ده چې وايي شهیدان د الله جل جلاله په وړاندې ژوندي دي، او روزي ور کول کېږي. او له دې وړاندې له نورو هغو احادیثو سره  هم موافقه ده چې وايي د شهیدانو ارواح دجنت مېوې خوري.

او درسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې له فتان څخه به په امن وي، مطلب یې دا دی چې په قبر کې به له پوښتونکو څخه په امن وي، یعني په قبر کې نکیر او منکر پوښتنې نه ترې کوي، او د قبر له عذاب نه به په امن وي. (8)

دلته د امام نووي رحمه الله دا خبره ډېره د پام وړ ده چې یوازې د مرابط عمل دی چې له مرګ نه وروسته یې هم اجر ور کول کېږي، او بل دشهیدانو په څېر له جنت نه روزي ور کول کېږي، دیادونې ده چې په یو بل مبارک حدیث کې راغلي چې کله انسان ( مسلمان ) مړ شي نو عمل یې هم ختم شي، یعني بیا د کوم عمل اجر نه ور کول کېږي، پرته له درې حالتونو څخه یو هغه څوک چې صالح اولاد یې پاتې شي، دعا ورته کوي، نو هغه دعا او د نیک عمل اجر یې پلار ته هم رسي، بل دا چې یو چا ته علم ور زده کړي، نو دده له مرګ نه وروسته هر څوک چې له هغه علم نه ګټه اخلي ده ته یې هم اجر ور رسي، او دریم دا چې صدقه یې جاریه یې کړې وي، دهغې اجر هم ور رسي، لکه یوه  څاه یې کیندلې وي، یا یې پول جوړ کړی وي، یا یې جومات جوړ کړی وي، یا یې یوه ونه کینولې وي، مطلب یو داسې د خیر  کار یې کړی وي چې دده له مرګ نه وروسته خلک ګټه ترې اخلي، نو ده ته یې هم اجر ور رسي, خو كله چې دا شیان له منځه لاړ شي او څوک ګټه نه ترې اخلي بیا یې اجر هم ختمېږې.

له دې پرته د بل هېڅ عمل اجر له مرګ نه وروسته هېڅ انسان ته نه رسي، خو یوازې مرابط دی چې د ټولو هغه عملونو اجرونه ورته رسي چې د رباط په حالت کې یې کول، هغه که لمنځونه وي، که روژې وي، که د قرآن کریم تلاوتونه وي او که نور…

په دې اړه داسې یو حدیث شریف راغلی: ( كُلُّ مَيِّتٍ يُخْتَمُ عَلَى عَمَلِهِ إِلاَّ الَّذِى مَاتَ مُرَابِطًا فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَإِنَّهُ يُنْمَى لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَيَأْمَنُ مِنْ فِتْنَةِ الْقَبْرِ  ) (9)

ژباړه: د هر مړي عمل پای ته رسي، پرته له هغه چې د الله جل جلاله په لاره کې د رباط په حالت کې وفات شي، دهغه نیک عمل تر قیامته څو چنده ورته زیاتېږي، او د قبر له عذاب نه په امن کېږي.

په دې معنی چې دا لویه لورېینه الله جل جلاله یوازې په مرابط کړې ده، آن هغه ددنیا او اخرت دواړو شهید چې دومره لویې پېزوینې الله جل جلاله پرې کړې دي، هغه ته یې هم دا ځانګړنه نه ده ور کړې، بلکې دا یې یوازې مرابط مجاهد ته ور کړې، چې د رباط په حالت کې وفات شي.

امام قرطبي رحمه الله چې کله دمرابط په اړه احادیث ذکر کوي، په پای کې وايي: (وفي هذين الحديثين دليل على أن الرباط أفضل الاعمال التي يبقى ثوابها بعد الموت   ) (10)

ژباړه: او په دې دواړو احادیثو کې په دې دلیل دی چې رباط له ټولو هغو عملونو څخه غوره عمل دی چې ثواب یې له مرګ نه وروسته هم پاتې کېږي.

بل ځای وايي: په دې معنی چې د رباط په حالت کې وفات شي، د هغه نیک عمل اجر ور کول کېږي چې  د رباط په حالت کې یې کاوه، او هم درباط اجر ور کول کېږي.

الله جل جلاله دې د ملا صاحب درجات لوړ، او جنت فردوس ورته نصیب کړي، ملا صاحب مرحوم یوازې مجاهد نه و،  بلکې مسافر هم و، مرابط هم و، مظلوم هم و، او په د ناروغۍ له امله وفات هم شو،  دې ټولو ته په کتو سره د ملا  صاحب مرحوم د درجو لوړوالی ښه معلومېدای شي، لکه څه رنګه چې الله جل جلاله په دنیا کې لوړ او ستر مقام ور کړی و، دغسې دي الله جل جلاله په آخرت کې هم لوی او لوړ مقام ور په برخه کړي.آمین.

م.  محمد نعیم.

—————

  – صحیح مسلم. باب بیان الشهداء. و سنن ابن ماجه: باب ما یرجی فیه الشهادة. و مسند الإمام أحمد.
2    – وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا [النساء : 100.
– شرح النووي علی صحیح مسلم. باب فضل الغزو في البحر.
4   – وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا [النساء : 100] 5   – عمدة القارئ شرح صحیح البخاري. باب فضل رباط یوم في سبیل الله.
6   – تحفة الاحو‍ذي شرح سنن الترمذي، ل عبد الرحمن المبارکپوري. باب ما جاء في فضل المرابط.
7   – إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري, ص: 2047. المؤلف: أحمد بن محمد بن أبي بكر بن عبد الملك القسطلاني القتيبي المصري. المتوفى: 923 هـ ق. الناشر: المطبعة الأميرية مصر. عدد الأجزاء: 10.
8   – شرح النووي علی صحیح مسلم. باب فضل الرباط في سبیل الله.
9   – سنن الترمذي، باب ما جاء في فضل من مات مرابطا.
10   – تفسیر القرطبي. ج: ۴. ص: ۳۲۵.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نغیم چا ن وروره الله ج دی جنتونه درکړی ، زړه کی می وه ووایم ، چه مشر ملا صاحب د هغه د جهادی کړنو څخه شهید یادیږی یا د شهیدانو به قطار کی دی مګر دا چه په دی اړه می کوم ایت یا حادیث شریف نه تر سترګو کیدلو ، زړورتیا مه نه کوله چه مفتی شم او مشر ملا صاحب ته هم د شهید خطاب وکړم دا چه تاسی راته حدیثونه لیکلی اوس به نه یواځی مشر ملا صاحب بلکه د الله ج په لیار کی په وژل شوو سربیره مړه شوی هم په شهیدانو کی یادوم… نور لوستل »

غ.حضرت

تاسی طالبانو! شل کاله سالم عقول په کاڼو ویشتلی دی او اوس هم دوام ورکوی، ډیر بد به په الهی محکمه کی مجرم وپېژندل شی، ځکه د نفس د قتل او د عقل د تمسخر مجازات سره ورته دی، د انسان د عقل تمسخر اصلاً شرک دی.

امان

محترمو. سیاف هغه ### دا شل کاله جګړه په کابل کښی. دا دی کابل چور او تالان کول. دی خلکو اختطاف او دا زه تاسو ته باید ووایم چی دی شاشهید بمی پیښه کی دی سیاف لاس لرل هم وه تر هغه پوری چی حکومت دغه جاسوسان لکه سیاف له بین نه لری نکړی په افغانستان کی به دی ارامی مخ هم ونه وینی. دا هغه قسم خوړلی جاسوسان دی چی بی دون دی ای اس ای له اجازی. تشناب ته هم نشی تللی. په میلیون بی طرفه مسلمانان مړه شول دا یو ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی سیاف دی هم مړ شی. بیابه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x