افغانستاننظــر

نن د معاصر افغانستان بنسټګر، احمد شاه بابا د زوکړې ورځ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): له ننه پوره ۳۰۱ کاله وړاندې د معاصر افغانستان بنسټګر، اعلیحضرت احمد شاه بابا نړۍ ته سترګې وغړولې او له پنځه ویشت کاله واکمنۍ وروسته په حق ورسېد. احمدشاه ابدالي ته د افغانانو له خوا د «بابا» ویاړلی لقب ورکړل شوی.

اعلیحضرت احمد شاه بابا د زمان خان زوی، د دولت خان لمسی، د سرمست خان کړوسی، چې د علامه حبیبي د تاريخ پر حواله سرمست خان د شیرخان زوی، د خواجه خضرخان لمسی او د سدوخان کړوسی دی، چې د پوپلزیو د سدوزیانو پښه ترې را پیل شوې ده.

احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هجري قمري کال کې چې له ۱۱۰۳ هجري شمسي او ۱۷۲۲ میلادي سره سمون خوري د زرغونې انا غېږې ته تشریف راوړ.

واکمن احمد شاه

په ۱۷ کلنۍ کې د نادر افشار په لښکرو کې شامل شو او په ۲۵ کلنۍ کې له نهه ورځنۍ جرګې وروسته د کندهار د مخورو له لوري واک د زیارت ملنګ صابرشاه ته وسپارل شو، چې نوموړي پر پنځه ویشت کلن احمدخان غږ وکړ او د هېواد د واک واګي يې په لاس ورکړل.

د الفستون په نوم لويديځ څېړونکی وايي، چې په ټوله اسیا کې له احمد شاه بابا پرته بل داسې واکمن نشته چې په ولس کې دومره محبوبیت ولري. افغان مورخ، مرحوم مير غلام محمد غبار د اعلیحضرت احمدشاه بابا په اړه لیکي چې نوموړي د نادر افشار په لښکرو کې تجربه پیدا کړه، خو تر نادر افشار يې ځکه غوره بللی شو، چې د هغه په نسبت يې حکومت ټینګ او په ولس کې محبوبیت پیاوړی و.

غبار وړاندې لیکي، چې احمدشاه بابا په افغانستان کې یوازېنی پاچا و چې تاج یې پرسر نه اېښوده او پگړې یې تړله او له خلکو سره په اړیکه کې و، د ‘تخت’ پرځای به پر ځمکه کېناسته او په ورین تندي به یې له خلکو سره خبرې اترې کولې.

ډنمارکی لیکوال استاولسن پخپل کتاب «په افغانستان کې سیاست او اسلام» کې لیکي، چې تر احمد شاه بابا وړاندې افغانستان له یو منظم

د احمدشاه بابا د دواکمنۍ پر مهال د عسکرو یونیفورم
د احمدشاه بابا د دواکمنۍ پر مهال د عسکرو یونیفورم

حکومته بې برخې و، چې ډېری سیمې د خانانو او زورواکانو له لوري کنټرولېدلې.

هندي تاریخپوه ګندا سنګهـ هم ورته نظر لري او په وینا يې احمد شاه بابا افغانانو ته یوه منظمه اداره ورکړه او دوی د یو ملت په نوم سره راټول کړل.

د احمد شاه بابا رحمه الله پر وړاندې لومړنی کورنی خنډ د کرم خان ترين او مقصود خان بړېڅ قومي مخورو نافرماني وه، چې بابا يې د ایلولو لپاره پښين او ښوراوک ته د محبت خان درانی او سردار مانو خان په مشرۍ لښکرې ولېږلې چې هغوی دغه قومي مخور لا مخالفت ته وهڅول.

د احمدشاه بابا په وخت کې د افغان امپراتورۍ د ځينو سیمو د والیانو په اړه غبار لیکي: «هرات -درویش علیخان هزاره ، نیشاپور- عباس قلي خان بیات، قلات- اشرف خان غلجی ، شکارپور -دوست محمد خان کاکړ، مشهد- شهرخ افشار، کشمیر -خواجه عبدالله خواجه زاده، پتیاله- امیر سینگهه، بلوڅستان- نصیر خان بلوڅ، پنجاب -زین خان مومند، سندهه- نورمحمد چې په شهنواز خان سندهي پیژندل کېده، دیرهء اسماعیل خان -موسی خان، ملتان-شجاع خان ابدالي ، په پلازمېنه کندهار کې د احمدشاه بابا د دارالانشأ رﺋـیس میرزا هادی خان قزلباش ، د اعلی دیوان مستوفی میرزا علي رضاخان قزلباش او د مالېې و زیر یو هندی وو چې یوسف علي خان نومېده او د التفات خان نوم ورکړ شوی وو.»

د میر غلام محمد غبار د تاريخ پر حواله د احمد شاه بابا په وخت کې په سکه کې توره، ستوری او غنم انځور شوي وو، چې پیسې په کندهارۍ روپۍ مشهورې وې.

د سیاسیونو په وینا علیحضرت احمد شاه بابا له ميرویس نیکه وروسته افغانان بیا د یو مقتدر منظم حکومت څښتنان کړل، چې ساحه يې پراخه او داخلي ګډوډۍ پکې هیڅ نه تر سترګو کېدلې. احمد شاه بابا د ۸۰ زره شاوخواو عسکر درلودل چې د اړتیا په وخت کې تعداد تر ۱۲۰ زرو پورې هم رسېده. د کاندید اکاډمیسن  اعظم سیستاني په وینا د احمدشاه بابا په نظام کې لوړپوړي دولتي چارواکي د قاضی القضات، اشراف الوزراء، مختارالدوله، ضبط بیګ، ایشک قاسی او نورو نومونو يادېدل.

اعلیحضرت احمد شاه بابا چې پخپله واکمنۍ کې پر هند اووه ځلې بريدونه کړي دي، ظالم ته د سزا له ورکولو او د هماغه ځای له تابع کولو وروسته به کندهار ته راګرځيد او ډېر وخت به يې د یوې سیمې مخالف واکمن له جوړجاړي وروسته بېرته د هماغه ځای واکمن کړ.

شاعر احمد شاه

احمد شاه بابا چې پر مجاهدې او سیاسي لوړ تدبر يې بهرني او کورني مبصرين سره یوه خوله دي، په شاعرۍ کې هم ځان ته ځای لري.

احمدشاه ابدالي سره له دې چې په سیاسي او پوځي چارو کې يې نږدې ټول ژوند تېر شوی دی، بیا يې هم په ادبي برخه کې له خپلې ژبې سره مينه ښودلې او د زړه غږ يې د شعر په ژبه را ته پرېيښی دی.

دغه شرقي پاچا د شاعرۍ بشپړ دېوان لري، خو د نوموړي په اړه په تاریخي برخه کې پر ګڼو نورو تبصرو سربېره «تاریخ احمدشاهی» هم هغه سرچينه ده، چې د ده د ژوند حالات کې پر باوري ډول را ټول شوي دي.

د ننني افغانستان موسس، ادبي او نظامي شخصیت او په هندي تیارو کوڅو کې د اسلام د وړانګو پاشونکی احمد شاه بابا رحمه الله د ۱۱۸۶ هجري قمري، ۱۱۵۱ هجري شمسي او ۱۷۷۲ ميلادي کال د جون په دویمه د پنجشنبې ورځ تر اغرمې وړاندې له فاني نړۍ وکوچيد، ستره امپراتوري او ګڼ هندو مسلمانان يې تر شا پرېښودل.

د بابا د کلام څو نمونې

ستا د عشق له وینو ډک شول ځیګرونه

ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي

بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه

که هر څه مې د دنیا ملکونه ډیر شي

زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

د فرید او د حمید دور به بیا شي

چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه

***

 نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم

چې له یاره سره خوښ هم کناره ځم

چې بر کړی مې خدای لاس په رقیبانو

ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه

نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

پر دا کړی داد د خدای نه شی پښیمانه

تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

معشوقې د ایران ډیرې ترکې شوخې

خدای چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم

زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم

په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم

چې زما د ولایت فتحه روزي شوه

تروه به څه د یار له نازه کناره ځم

احمد شاه دنیا فانی ګڼم چې نشته

دنیا پاته له ایمانه به سره ځم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مونږ دخپلی مسلمانو ټولنی د مشرانو درناوی ، ستاینه او لمانځنه کوو ، خو زه دا وایم ، د هغو د ژوند به وخت کی هم د اوسنو ایزمیانو به شان ځینی غلامان وو چه هغوی ته به یی د طالبانو به شان او یا د طالبانو د مشرانو به شان د یوه او بل غلام یادولو ځکه هغه وخت پاکستان نه وو که باکستان وی نو د پاکستان غلام به یی ورته ضرور ویلو . خیر ، دا به هم ومنو چه د اوس وخت ایزمیان هغه ایزمیان نه دی د احمدشاه او میرویس نیکه د اسلامی او افغانی… نور لوستل »

غ.حضرت

ښاغلی بیانزی ساب! پسله سلام. دا چه ته په کومه برخه د علومو کی استاد ئې زه نه یم خبر، خو بیا هم درته استاد وایم، ته غواړی یوه فرضی ذهنی مقایسه ترسیم کړی چه مانا که احمدشاه بابا اوس بیا موجودیت ومومی نو به مثلاً ددې یا هغه قدرت نوکر وبلل شی، ملا عمر غوندی. استاده! دا مقایسه دی دعقل او واقعیت سره ډېره فاصله لری. احمدشاه او دهغه دولت د خپل زمان او خپلی سیمی یو قاطع قدرت ؤ، که د انګریز موجودیت په منطقه کی نه وای را څرګند شوی، ممکن د احمد شاه اولادونو او یا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x