افغانستانخبرونه

حامد کرزي د پاکستان په تړاو د ولسمشر د نوي سیاست ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په تړاو د حکومت د دواړو مشرانو دنوي سیاست ملاتړ وکړ.

ښاغلي کرزي چې په کابل کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل چې اسلام اباد به هېڅکله د ظلم، تهدیدونو او د افغانستان د ورانۍ له لارې خپلو هدفونو ته ونه رسیږي.

ده وويل چې که امريکا او نور هيوادونه د تروريزم پرضد مبارزه کې ماتي خوړلې وې؛ نو غږ دې وکړي چې په سيمه کې نور هېوادونو مخې ته راشي.

«که چېرې د تروريزم ضد مبارزه کې له ستونزې او ماتې سره مخامخ شوې وي، مرسته دې وغواړي په سيمه کې ستر هيوادونه شته، روسيه شته، چېن شته، هند او داسې نور هيوادونه شته هغوی به ميدان ته راشي ، داسې نه شي کېدای چې يو څوک يا يو هيواد هم له قربانۍ سره ملګری وي او هم د تروريزم د ملاتړي څنګ ته ودريږي».

پخواني ولسمشر وویل چې د افغانستان ولس د پاکستان خلک خپل وروڼه او ملګري ګڼي او د دواړو هېوادونو ولسونه په خپلو منځونو کې هېڅ اختلافات نه لري.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: «د پاکستان ولس له هر پلوه د افغانستان د ولس ورور او ملګری دی، کله چې موږ له ستونزو سره مخ وو، د شوروي تر اشغال لاندې وو، د پاکستان ولس په خپلو کورونو کې موږ ته ځای راکړ او موږ هلته د مهاجر په صفت ډير له عزته ډک ژوند درلود».

خو کرزي د پاکستان په تړاو د حکومت د دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله له نوي سیاسته ملاتړ وکړ او ویې ویل چې افغانستان د پاکستان له استخباراتو او پوځ څخه ګیله لري او همدوی دي چې په افغانستان ظلم کوي.

حامد کرزي ګواښ وکړ چې د پاکستان اردو، حکومت او استخبارت هېڅکله نشي کولای چې د ظلم، ګواښ او د افغانستان د ورانۍ له لارې خپلو موخو ته ورسيږي.

هغه ټينګار وکړ چې امریکايي او د لویدیځ سیاستوالو ډيری ځل په رسنیو کې ویلي چې د پاکستان څارګره اداره د «ترهګرۍ» تمویلوونکې او جوړونکې ده.

د کرزي له قوله امریکايي او د لویدیځې نړۍ سیاستوال که په خپلو خبرو باور لري نو بیا د تروریزم تمویلوونکو ته پیسې ورنکړي او خپله لاره باید روښانه کړي، په هغه صورت کې به د افغانستان ملت هم له هغوی سره ودرېږي.

«له امریکا او پاکستان سره دوستي غواړو، خو د یو ملت په حیث دا زموږ حق دی چې سرنوشت مو روښانه وي چې په کوم لوري روان یو او د څه په خاطر قربانۍ ورکوو».

تر دې وړاندې ولسمشر اشرف غني په یوې خبري ناسته کې د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې پاکستان اوس هم د «ترهګرو» پناه ځای دی، د بمونو د تولیداتو فابریکو ته یې په خپل هېواد کې ځای ورکړی او له دغه هېواده ورته د جګړې پیغام ورکول کیږي.

هغه په کابل کې د وروستیو بریدونو پړه هم پر پاکستان واچوله او ويې ویل چې په کابل او نور ټول افغانستان کې د وروستیو بریدونو طراحان د پاکستان په سترو ښارونو کې دفترونه او د ټریننګ ځایونه لري.

د غني تر توندو څرګندونو وروسته اجراییه رییس د وزیرانو په شورا کې وویل چې پاکستان ورسره په وروستیو لسو میاشتو کې له «تروریزم» سره د مبارزې په لړ کې رښتینې همکاري نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد خوستى

دشاشجاع د خبرو تر مينز تناقض
يو وار وايي چي په سيمه كي نور هيوادونه شته چي رامخته شي چي وروسته له روسيي سخه يادونه كوي خو بيا وايي چي دشوروي داشغال په وخت كي
شاشجاع غواڑي چي د خپلو خرمستيو په خاطر له امريكايانو وروسته روسان يو زل بيا ميلمانه كڑي

الحاج استاذ بیانزی

کرزی د شاه شجاع او کارمل وروسته د استعمار لښکرو ته زمونږ د حریم دروازی پرانیستلی او پوره ۱۳ کلونه زمونږ په حریم د سرطان د عامل او پرازیت په شان ځان نښلولی وو چه زمونږ د اولس وینه وزبیښی زمونږ د حریم لاندی او باندی طبیعی او غیر طبیعی ذخیری د اشغالګرو د پاره یرغمل کړی ، دا چه اوس په کور ناست دی په کور ناست نه دی ، دا که استعمار د نوی میرمن سره نکاح کړی په دی معنی نه ده چه زړه میرمن یی له خپلو کارولی غورځولی او به ځآنګړی ډول هغه میرمن چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x