نظــر

تـورې شـاته کړل غربيان لــه خپل آَهنـګــــــــــه

airmen killed in helicopter crashدافغانستان زوریدلې اولسه!تاسو چي په هر وخت اوزمان کي مو دګران هیوادافغانستان لویشت لویشت خاوره دتن په وینو دپردیو له منګولوساتلې اوخپل استقلال مو ساتلی هر استکبار ته مو خپله تیرَه توره ورښودلې دپردیوهریرغل اوتاړاک موله رسوایي او شرمیدلې ماتې سره مخ کړی داهرڅه ددې لپاره چي په دغه غیرتي ټاټوبي کي دي اسلامي نظام حاکم وي هغه څه چي داوسني پېرلیوني ښامار امریکادیرغل په نتیجه کي درته رسیدلی که موزرګونه  بچي په ډله ییزه توګه په شهادت ورسیدل که مودهیواد اتلان ګونتاناموته په ځنځیرونوکي تړلي واستول شول که مودوطن عامه شتمنۍ لوټ شوې که مو دهیواد پر فضاد۵۲ډوله شینوک آپاچي اونورو الوتکو غوبل چوړ شو

که مو دهیواد کروندې دټانګونو ترځنځیرونو لاندي شوې که مو  کورونه وران شول که مو باغونه وختل که مو اولادونه دبارودو په اورکي وسوځیدل که موپر عزت او افغاني غرورتیری وشو که مووروڼه اوزامن زندانونوته ولویدل که مو علما،طالبان،مخور،متنفذین،په شهادت ورسیدل که مو دقرآن کریم توهین وشوکه مو دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم کاټونونه ترسیم شول که مو ومسجدونوته سپي ور پریشودل شو که مو دشهیدانو په جسدونو غیر اخلاقي لوبې وشوې که مو دشپې په مهال پر کورونو چاپې ووهل شوې  
داټول ددې لپاره چي موږ دې له اسلام نه العیاذبالله برأت اعلان کړو ددوي بې حیا دیموکراسي دي ومنو غربي ثقافت ته دي پر اسلامي اوامروترجیح ورکړو ددوی تحریف شوی کتاب او منسوخ دین دې ومنو له مساجدونه دي وکلیساووته مخه کړو ستر اوحیادي  پریږدو خو موږ الحمدلله دلوی خدای جل جلاله په مرسته ودې ټولو شیطاني غوښتنوته دایمان په توره دنه ځواب ووایو
په سر کي امریکا او ورسره راغليو نورو لنډهرو دټیکنالوجي کیمیاوي اسلحوپه استعمال اوداخلي غلامانو په مرسته وکولای شول چي ددې هیواد خاوره اشغال کړي او ددې غیرتي اولس سرنوشت دڅو جنایت کارانو ،جنګسالارانو ،پخوانیوبې ضمیره کمونستانو او له اولس نه دشړل شویو بدناموغلو اوټوپکمارو او ورسره دراغلیو غرب پالانو په لاس کي واچوي او تش په نوم یوغلام  زعامت رامنځ ته اوورسره دکلیساووپه سیوري کي روزل شوی اجیران اونور مفسدین دوزیرانو،والیانو ،ولسوالانو  په توګه اولس ته معرفي کړي خو داغداران دګوتو په شمیر ول هغه څوک چي واقعا دخدای دلارې مجاهدین ول څوک یې زندانونوته واچول  څوک یې له ظلمه وګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول او ځینو  یې داسلامي امارت په لیکو کي دروان ښکیلاک په وړاندي دجهاد سنګرونو تاوده وساتل دهیوادله لویشت لویشت نه هرټبر لوی او واړه نر او ښځې ځوانان او بوډاګان له دې جهادي بهیر سره په یونه یو ډول ملګري شول دراغلي غلیم په وړاندي ودریدل چي په دې ډول داولس قاطع اکثریت ددې ناروا یرغل په وړاندي روان مقاومت جاري وساتو اودهیواد غیرتي زلمي غرونوته شول او خپل جهادي تشکیلات یې په نوې بڼه منسجم کړل اودراغلیوصلیبیانواوددوی دنوکرانو په وړاندي یې جهادي سنګرونه تاوده وساتل امریکا چي په لمړي سر کي یې له راتګ سره سم داشعار ډیر په تکرار سره بدرګه کاوو چي جنګسالاران باید  له صحنې لري شي سمدستي یې دډي ډي آر پروګرام شروع کړ چي له یوې خوابه یې خالي سلاح کول خو له بل لوري به یې امریکایي سلاحګانې  په اوږو کي وراچولې او په نوي نوم به یې دفساد چورچپاول ،غلا،رشوت ،دجایدادونو دغصب په موخه په دې مفسده اداره کي په کار ګمارل مکرر سمبولیک انتخابات یې وکړل او تش په نوم لویې جرګې یې را وبللې چي نه یې جرګوته وړکسان وموندل او نه یې  هم انتخاباتو ته ډاډمنه فضایوازي یې په انتخاباتو کي څومزدورو او مجبورو ونډه واخسته چي په هیڅ صورت دا دګوتو په شمیر کسان ددومره اکثریت نمایندګي نشي کولای دافغانستان ملي منافع او استقلال یې دخپلو شخصي ګټوقرباني کړ دامریکایي جنرالانو هررنګه غیر انساني او غیر اخلاقي فرمایشونه یې عملي کړل  دغلام واکدار له لوري یې چاته دایوب خان او اکبر خان مډالونه ورکړل شول اوڅوک یې ددوستانو په نومونو ونومول په هیواد کي دننه یې پلازمینه کابل ورته دعیسوي کلیساوو دودانولو اوعیسوي تبلیغ تر ټولو خوندي ځای اعلان شو او هغه بې وزله دربدره او بې سر نوشته یتیمان او اړې کورنۍ یې دڅو ډالرو په بدل کي ودې محرف دین (عیسویت)ته وهڅولې یوازي په دې یې هم کفایت ونه کړ بلکه دهلمندیو معلوم الحال او مجهول الهویته کس(عبید) یې په داخل او بهر کي دکلیساوود نیګران او جوړوونکي په توګه  انتخاب کړ اوهمداراز یې  ددې تر څنګ دهیواد په لویوښارونو کي دکلیساوې جوړي کړې او له دې  سره سره یې  دموسیقي مرا کز هم ورته جوړ او مهیا کړل  پرځای ددې چي قرآنکریم  یې په لاس کي وای  باجه ،رباب اوسیتار یې دهغوی ترغیږې ورساوو دښځو لپاره یې ودوی ته دحق غوښتلو په بهانه دسپورت لکه جوډو، کراټه، زیبای اندام ،جمناستیک،کرکیټ ،پوټبال ،باسکیټبال او داسي نورد لوبوپه نوم دفحاشۍ مرا کز جوړ کړل چي اوس شراب جواري ،دمخدره موادو قاچاق ،رشوت غلا ،،ظلم ،په ناحقه دخلکو شخصي ملکیتونه غصب کول ،او دخلکو پر ناموس ،ځان  او مال تیری کول  دهمدې بدنامې ادارې دهویت نښې او پیژندلو اساس جوړوي اوهغه څوک چي یو وخت دجهادي رهبرانو په نوم یادیدل دمختلفو تاکتیکونو په کارولو سره یو په بل پسي دزبیښاک ددې ناولي ډالري استثمار ډنډ ته ورداخل کړي چي څوک يې په خپلو باطلو دلایلوسره  داناروا او ظالمانه اشغال توجیه کړي دچاله له کورني اعتبار نه ګټه پورته کړي او څوک ورته داضغاث واحلام خوشحالونکي تعبیرونه وړاندي کړي ځیني ډنډوره چیان یې په دې وګمارل چي جار ووهي چي طالبان دوې ډلې دي یو یې سخت دریځه اوبل میانه روه خوداږغ یې هم چاوانه ورید ځکه چي اولس له هرڅه نه خبر او دا هر څه یې په خپلو سترګولیدل چي طالب یوطالب امیر یې یو قومانده یې یوه او دیوه هدف لپاره جهاد کوي چي دا هم ونه شول نو یې دامریکایي جنرال پیټرایوس په امر او قومانده پوډریان اونشه یان غله اوبې دینه کسان دقومي ملیشو او اربکیانو په نوم مسلح کړل او په داسي روحیه یې وروزل چي پرته له ډالرو بل هیڅ شی ورته ارزښت نه لري او ددوي په لاسونو یې له دې مسلمان ولس سره هغه وکړل چي په لمړي سر کي یې په بدنامو جنګسالارانوله ملت سره وکړل په تبلیغاتي ډګر کي یې دا وکړل چي خپل ټلویزیونونه را دیوګانې او اخبارونه یې دومره سانسور کړل چي که زموږ بې خوښې هر کس دطالبانو په ګټه خبر نشر کړ یابه زنداني کیږي یا به نقدي جریمه ورکوي خارجي تلفات به یوازي له باګرام نه دخبر پاڼې په خپرولوسره ورکول کیږي چي ورپسې وروستنۍ ناکامه حربه یې اوس داربکي پاڅون را منځ ته کول دي چي یوازي یې په مطبوعاتو کي ژوندی ساتلی او بس خو له دې ټولو سره سره اوس نتیجه داشوه چي راغلي صلیبیان موږ او تاسو په سترګو وینو چي هرساعت ورباندي محشر دۍ او لدې هیواده یې پښې سپکې کړې او خپل راغلي ماتې خوړلي په پټه  په خوندي ډول دهوا له لارې وباسي  راشئ چي نورهم ورباندي خپل تندریز بریدونه ګړندي کړو کاروانونه یې ووهو او پاتې قرارګاوې یې تر اورلاندي ونیسو ځمکه یې تر پښو لاندي سره تبۍ کړو داخلي مزدوران یې دهیواد په هره نقطه کي په نښه کړو او پری نږدو چي له راغلیو صلیبیانو سره یو ځای دافغان اومسلمان ولس له قهر نه ځانونه په سري او خوندي توګه وباسي پام مو وي چي دځان دژغورنې په بدل کي مو دروسانودماتې  په مهال دراګیرو اوشرمیدلو کمونستانو په څیر چي ځیني مسلط زور واکان یې  تیر ایستل په څه درکولو ونه غولوي  
                                                         په مــدار مــدار مـــــیدان پـــریــږدي  لـه جنګه
                                                        تـورې شـاته کړل غربیان لــه خپل آهنـګــــــــــه

 سعادت (کامران)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x