افغانستان

مسعود: پاکستان د سولې په نوم افغانان غولوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۴ل): له هغه وروسته چې ګډ حکومت د پاکستان په تړاو خپل سیاست بدل کړ، په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني فوق العاده استازي هم د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې وکړې.

احمدضیاء مسعود د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبري ناستې وته ویلي چې د سولې په نوم د پاکستان جعلي پروسې د افغانستان د خلکو د غولولو لپاره پر لاره اچول شوي دي.

هغه د سولې په روان بهیر توندې نیوکې وکړې او په وینا یې پاکستان یوه «ترهګره ډله مخکې کړې او د افغانستان دولت ته وايي چې له دوی سره مذاکرات وکړي».

په دې وروستیو کې څو طالبان چې ویل کېدل پاکستان «یرغمل» کړي وو ګډ حکومت سره خبرو ته کینول.

خو تر هغه وروسته چې د ملامحمد عمر مجاهد د مړینې خبر خپور شو او ملا محمد منصور د نوي «امیرالمؤمنین» په توګه وټاکل شو، هغه [ملامنصور] د حکومت سره خبرې اترې رد او په جګړه یې تاکید وکړ.

مسعود د وروستیو بریدونو پړه پر پاکستان واچوله او په وینا یې پاکستان دوی په اخلاقي، عاطفي او د سولې په خبرو اترو مصروفوي او خپله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چاودنې او «ترهګریز» بریدونه کوي.

د ولسمشر فوق العاده استازي په باور په تېرو درې لسیزو کې چې هر ځل د افغانستان ملت د یوه قوي حکومت او یوې اردو چې امنیت تامین کړي او د اقتصادي اړخه په خپل ځان متکي وي، د جوړولو هوډ کړی دی، د پاکستان لخوا تخریب شوی دی.

مسعود ادعا وکړه چې پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې یو باثباته حکومت راشي او له همدې کبله غواړي چې د ترهګرو ډلو لخوا خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي.

دا په داسې حال کې چې نن پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان پر ضد تېزې څرګندونې وکړې او ددغه هېواد پر وړاندې يې د ګډ حکومت نوي سیاست ملاتړ وکړ او ویې ویل چې افغانستان د پاکستان له استخباراتو او پوځ څخه ګیله لري او همدوی دي چې په افغانستان ظلم کوي.

حامد کرزي ګواښ وکړ چې د پاکستان اردو، حکومت او استخبارت هېڅکله نشي کولای چې د ظلم، ګواښ او د افغانستان د ورانۍ له لارې خپلو موخو ته ورسيږي.

هغه ټينګار وکړ چې امریکايي او د لویدیځ سیاستوالو ډيری ځل په رسنیو کې ویلي چې د پاکستان څارګره اداره د «ترهګرۍ» تمویلوونکې او جوړونکې ده.

د کرزي له قوله امریکايي او د لویدیځې نړۍ سیاستوال که په خپلو خبرو باور لري نو بیا د تروریزم تمویلوونکو ته پیسې ورنکړي او خپله لاره باید روښانه کړي، په هغه صورت کې به د افغانستان ملت هم له هغوی سره ودرېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر اشرف غني په یوې خبري ناسته کې د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې پاکستان اوس هم د «ترهګرو» پناه ځای دی، د بمونو د تولیداتو فابریکو ته یې په خپل هېواد کې ځای ورکړی او له دغه هېواده ورته د جګړې پیغام ورکول کیږي.

هغه په کابل کې د وروستیو بریدونو پړه هم پر پاکستان واچوله او ويې ویل چې په
کابل او نور ټول افغانستان کې د وروستیو بریدونو طراحان د پاکستان په سترو ښارونو کې دفترونه او د ټریننګ ځایونه لري.

د غني تر توندو څرګندونو وروسته اجراییه رییس د وزیرانو په شورا کې وویل چې پاکستان ورسره په وروستیو لسو میاشتو کې له «تروریزم» سره د مبارزې په لړ کې رښتینې همکاري نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د مسعود ورونه او وریرونه او د دوی نور دار او دسته ، دغه غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری ته افغانان وایی ، که نه دوی خو اصلی افغانان د یو څو ډالرو په مقابل کی په اشغالګرو خرځ کړی حتی خپل عزت النفس او ناموس یی هم ورباندی پلورلی ، اوس دوی خپلو او د اشغلګرګټو ته د افغانانو ګټی او د دوی او د د اشغلګر و تاوان ته د افغانانو تاوان وایی ، دا جه غلام مسعود د پاکستان د غلام حکومت په اړه څه وایی هدف یی دا چه هغه پرونی غلامان نننی غلامان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x