افغانستان

یو لوړ پوړی دولتي پلاوی پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت یو لوړ پوړی پلاوی له پاکستان سره د طالبانو پر ضد د دغه هېواد د مرستو په اړه د وروستیو خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سیدظفرهاشمي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل شامل دي.

هغه زیاته کړې چې دغه لوړ پوړی دولتي پلاوی سبا اسلام اباد ته ځي او د پاکستان سره د سولې او «ترهګرۍ» ضد د واقعي مبارزې په اړه خبرې اترې کوي.

هاشمې له قوله افغانستان له پاکستانه غواړي چې د «ترهګرو» پر ضد جدي اقدام وکړي او افغانستان په دې اړه د عمل پلان (اکشن پلان) وړاندیز کوي.

د ګډ حکومت دغه لوړپوړی پلاوی تر هغه وروسته پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان په تړاو د حکومت سیاست کې واضح بدلون راغی.

د غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت په تېرو لسو میاشتو کې د پخوا په پرتله ډير امتیازونه ورکړل، له هند سره يې یو شمېر قراردادونه لغوه کړل، پاکستان ته یې نظامي عسکر د روزنې لپاره ولېږل او استخباراتي تړون یې لاسلیک کړ، څو ددغو امتیازونو په ورکولو سره طالبان د سولې خبرو ته کینوي. خو د شننونکو په باور طالبان هېڅکله دې ته اماده نه دي چې د پاکستان په خبره دې د ګډحکومت سره سوله وکړي.

اشرف غني تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د پاکستانه ورته د جګړې پیغامونه راځي او دغه هېواد د ترهګرو پناه ګاه ده.

همدا راز عبدالله عبدالله هم د سولې په تړاو د پاکستان هڅې ريښتوني ونه بللې، هغه د وزیرانو په شورا کې وویل چې پاکستان ورسره په وروستیو لسو میاشتو کې له «تروریزم» سره د مبارزې په لړ کې رښتینې همکاري نه ده کړې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن د حکومت ددغه سیاست ملاتړ وکړ او په وینا یې نړیوالو منلې چې پاکستان د «ترهګرو» تمویلوونکی او جوړونکی هېواد دی.

کرزي پر نړیوالو غږ وکړ چې دوی باید د تروریزم تمویلوونکو ته پیسې ورنکړي او خپله لاره باید روښانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

د ربانى حًوى چى په پاكيستان كى داي ، ايس ، په غيژ كى لوى شوى او كله چى دكرزى په حكومت كى دسولى دجرگى ريس وه او دهغه وخت داي،ايس،اي ريس سره وكتل هغه ته دچاچا ختاب كاوه او په دى كارغى باندى اوس غنى صاحب بودنه نيسى .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x