افغانستانخبرونه

سرنوشت: د افغانستان او پاکستان نژدې کېدل د امریکا غوښتنه وه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): سرنوشت ورځپاڼې په خپلې نننۍ سرمقالې کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ نژدې کېدا د امریکا غوښتنه وه. ورځپاڼه ادعا کوي چې دا نوښت کوم افغاني او پاکستاني نه و. سرنوشت د افغان حکومت باور «بې ځایه» بولي: «امریکا د خپلو ګټو لپاره دا کار کاوه، افغان دولت هم بې ځایه باور کړی و او پاکستان ته نږدې شوی و».

ورځپاڼه شک څرګندوي چې په عملي ډګر کې د اړیکو د بدلون په اړه لا هم باور نه شته: «خو له دې ټولو سره سره په عملي برخه کې له پاکستان سره په چلند کې د بدلون په تړاو شکونه شته». ورځپاڼه دغه شکونه داسې جوتوي: «لومړی خو دا چې دا پالیسي د امریکا وه، نو که د امریکا خوښه نه وي چې د پاکستان پر وړاندې د افغان دولت دریځ بدل شي، سخته ده چې افغان چارواکي به دې چارې ته زړه ښه کړي. له همدې امله په عملي برخه کې د تغیر په تړاو شکونه شته».

ورځپاڼه وړاندې وايي، سبا به پاکستان ته تلونکی پلاوی د اړیکو برخلیک معلوم کړي، خو که افغانستان د پاکستان په تړاو په خپلو اړیکو کې بدلون راولي، نو :«لومړی به د امنیتي هوکړه لیک موضوع روښانه کیږي او دولت به هغه لغوه کوي او بیا به نور ګامونه اخلي».

مګر د سرلیکنې لیکوال وېره څرګندوي چې: «پاکستان به یو ځل بیا هڅه وکړي چې افغان دولت قانع کړي، ځیني لنډمهاله ګامونه به واخلي».

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو ځل بیا هغه وخت د بحث وړ شوې چې ولسمشر غني وړمه ورځ په یوې خبري ناستې کې وویل، چې نور له پاکستان نه سوله نه غواړي. پاکستاني رسنیو او چارواکیو د ولسمشر د توندو څرګندونو پر وړاندې نرم غبرګون وښود. دا لا نه ده معلومه چې غني به له پاکستان سره د تېرو لسو میاشتو سیاست ته دوام ورکړي او که به پر خپلې تګلارې بیاکتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند د پرونی او نننی غلامانو یوځای کیدنه یا جلا کیدنه د امریکا او انګریزانو غوښتنه نه کړنه او دستور دی ، غوښتنه کله د دوه خپلواکو تر منځ د فتنو او چل د لیاری هم تر سره کیږی مګر د غلامانو تر منځ قومانده او دستور تر سره کیږی ، د دغه دوه غلامانو به دریر کی دومره دومره توپیر چه په برونی غلام تر نننی غلام د هغو د تجربو او وفاداری له مخی ډیر باور شتون لری نو پاکستان مشر ورور یا د اولیت حق لری او پاکستان ته حق ورکړ شوی چه کشر ورور… نور لوستل »

Gul

په اصل كى امريكا په ٢٠١٠ عيسوى كال كى دخپل جنگ نقشه اسيا جنوب شرق لپاره تياره كره او خپلى قواوي په استرليا كى تقويه كرى او له ويتنام سره يي خپل اريكى ونيول مگر روسانو دامريكا برعكس په اوكراين كى جگره جوره كره او اروپا او امريكا يي سره دنظرياتو په جگره اخته كرل په اخيركى اروپا دجگرى مخالفت شروع كر او له امريكا حًخه يي مصافه ونيوله اروپا دروسي پلويانو او داوكراين ترمينحً په ديرومشكلاتو اوربند وكر او اوكراين ته پيسى هم وركرى امريكا داروپالپاره ديونان مسله راپورته كره چى داروپا له اتحادى ووحًى خو اروپايانو ددى معضلى… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x