افغانستان

جاپان د افغانستان سره د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د یولس میلیونو ډالرو مرسته کوي

د افغانستان د کرهڼي او اوبو لګولو وزارتنن ټکی آسیا: تیره ورځ په کابل کې د افغانستان د کرهڼي او اوبو وزارت او د جاپان هیواد تر منځ د اصلاح شویو تخمونو لپاره د یولس میلیونو ډالرو مرستې تړون لاسلیک شو.

تړون دکرهڼي او د اوبو لګولو د وزیر محمد اصف رحیمي او د جاپان د سفیر تاکاهاشي، د ملګرو ملتونو د استازي او د جایکا په نوم د مؤسسې د استازي تر منځ په کابل کې لاسلک شو، چي له مخي به یې د سرپل، بامیان، غور او ننګرهار ولایتونو بزګرانو ته اصلاح شوی تخمونه ویشل کیږي.

د کرهڼي وزیر د جاپان دا مرسته ستایلي او ویلي چي د  2010 میلادي کال د نیمايي راهیسي جاپان د افغانستان د زراعت سره د ملګرو ملتونو د کرهڼي ادارې او کرهڼیزو پروژو له لاري د دوه اویا میلیونو ډالرو څخه زیاته مرسته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x