ادبي لیکني

سبا به لوړ چنار ته خېژم

نقيب احمد عزيزي

د لنډيو په اړه يو څه ويل هم سخت کار دی، هم اسانه. سخت ځکه دی چې د انسانانو د ذوقونو معيار د مطلقې موافقې په پړاو کې نه دی. اسانه ځکه دی چې لنډۍ غالباً هيڅوک هم پردی مال نه ګڼي. د دې دوې وجهې دي: يو دا چې هغه د کاروان صاحب خبره زموږ ټولو د اراوو همځولې دي. دويم دا چې ويونکې/ويونکی يې څرګند نه دی.

موږ په سيالۍ کې له هغو کسانو سره شايد رخه وکړو، چې په خپل نامه او ادرس په ټولنه کې معرفي کېږي. ځکه موږ له معلومې مرجع سره رقابت پيدا کوو او دا شی تقريباً اوس زموږ په ذاتي تمايل بدل شوی دی.

په پښتنو پسې په يوې مشهورې اصطلاح کې لوو، چې په ژوندو کې يې ښه نه شته او په مړو کې بد. له مړه سره خواخوږي به نور عوامل هم لري؛ خو يو دا هم دی چې موږ له مړي دا وېره نه لرو چې د پرمختګ په سياليو او برياليتوبونو کې دې تر موږ مخکې شي؛ ځکه مړي ستايو او ژوندي وژنو. پر دې اساس اټکلولای شو چې د شعر په نسبت موږ له لنډيو سره ځکه د کرکې احساس ته نه يو رسېدلې، چې د ويلو سرچينه يې څرګنده نه ده.

البته دا خبره هم له پامه نه شو غورځولای چې د لنډيو د اهميت راز نورې ډېرې متفاوتې خواوې هم لري. له فورمه را نيولې، تر مفهوم پورې، بيا له اهنګه تر يوه ښکاره او ضمني تول او تاله او خونده پورې.

محروميتونه نور هغه څه دي چې لنډۍ يې پنځولې دي. لنډۍ د ترخو شېبو تجربې دي، ځکه خوږې دي. انسان ممکن له اضطرابه وروسته د هغه په بيان کې سکون وويني. ځکه خو د يو تېر ياد په تداعي د اوښکو له تويولو قراري لاس ته راوړو. موږ اورو چې د جنګ تريخ ساعت، خوږې خبرې. خوږې په دې نه دي چې له وحشته يې خوند واخلو، خوږې په دې دي چې موږ د هغو د بيان په وخت کې ځان د خپل تصور په ارامه کوټه کې خوندي احساسوو.

دا خبره هم پوره د منلو نه ښکارېږي چې لنډۍ يوازې ښځو ويلې دي. حقيقت دا دی چې لنډۍ نه ښځو ويلې دي، نه نارينه‌وو؛ بلکې محروميت ويلې دي، ستونزو پنځولې دي، د مينې، ځور، خپګان، ستم او درد له خولو راوتلې دي. دغه چارې چې پر هر چا تېرې شوې دي، د لنډيو شاعر يې ترې جوړ کړی. زه کله-کله شکمن شم چې پښتانه که د غمځپلې او محرومې ټولنې نسل نه وای، شايد د ډېرونو نورو نژادونو او قومونو غوندې به يې لنډۍ نه درلودې.

د لنډيو او د شعر د ماهيت د توپير په برخه کې دې نتيجې ته هم رسېږو چې پر شعر د شاعر د نرګسيت سيوری لږ تر لږه حتمي پروت دی. د اصلي لنډيو ويونکي ګمنام خلک دي، ځکه خو يې موږ او خپل پنځولی هنر سره پرېښې يو او پخپله نه تر سترګو کېږي. په شعر کې د شاعر د نوم راتلل زموږ د خبرې واقعي ثبوت دی. سمه ده چې ځينې شاعران دا شی نه مني، وايي چې د نوم راوړل نور سببونه هم لري. د لنډيو د خوندور اغېز په مينه کې ډېر کسان دې ځای ته رسېږي، چې نږدې د فوق البشر د فکر د محصول په سترګه ورته وګوري. محمد عليم بسمل وايي:

بسمله! پاک الله نازله کړې له اسمانه
ټپه د پښتنو بې پيغمبره معجزه ده

زموږ په ادبي بحثونو کې د حوالو بازار ډېر ګرم دی، حتی ځينې کسان چې په تخليقي برخه کې د يو مفهوم يا ژانر اړونده وړه مقاله هم ليکي نيمايي حوالې وي. زه پوهېږم چې د لنډيو په اړه به ډېرو قلم چلولی وي، خو ښه دا ده چې خپلې خبرې وکړو. د لنډيو د اورېدا په وخت کې له ما هغه قاعدې او تعريفي خبرې هېرې شي، چې ادبپوهانو په دې اړه کړې دي؛ ځکه د لنډۍ په اړه تر شويو خبرو بيا هم له لنډۍ ډېر خوند اخيستل کېږي.

په لاندې لنډۍ کې لولو:

سبا به لوړ چنار ته خېژم
باد به پوښتم چې جانان څه ويلي دينه

دلته د چنار ته ختلو پر امکان او نه امکان نه غږېږو. پر دې هم نه غږېږو چې انځور يې داسې يا هغسې دی. دلته د تأمل وړ ټکی دا دی چې موږ پکې د مختصرو او ناعصري امکاناتو د زمانې پړاو ته ستنېږو. د انسان طبيعي خاصه ده چې له ماضي خوند اخلي. دا بحث بېل دی چې د فلسفي پراګماتيزم او حياتي رياليزم تقاضا په راتلونکي کې د ځان او ژوند بسيا کول دي. د مستقبل تر خوږو هيلو هم شايد موږ ته د ماضي ترخه تجربه اوس په زړه پورې وي. په لنډيو کې د ماضي خيال او د اسطورو د زمانې يادګار يو لوی خوند پيدا کړی دی. دغه اغېز انسان ډېر لرې بيايي او دغه «لرې بېول» موږ په هنرونو کې ډېر کم مومو.

له طبيعت سره پيوستون د انسان يو بل ارمان دی. دا سمه ده چې موږ د باغونو په ودانولو کې د باغونو د ليدلو خوند نه شو احساسولای، خو بيا هم هماغه له اضطرابه د سکون حاصلولو خبره ده. يوه ورځ په موټر کې له يو ملګري سره په سفر روان وم، پر سړک د کوچيانو کډې په مخه راغلې. ټولو ته يې خوند ورکړ، مګر له دې نو خبر نه شول چې د پښو مزل، د يخ او ګرمۍ ظلم او بې امکاناتو ژوند څومره زور غواړي. لنډۍ هم همداسې در واخلئ، د لنډيو له کړکۍ چې د ستړياوو، اضطرابونو، محروميتونو او سلګيو ننداره کوو، ښه راباندې لګېږي؛ مګر ضروري دا ده چې د اورېدا پر مهال ته په نسبتاً ارام حالت کې يو.

په لنډیو کې د فورم په لحاظ د توريو يا کلمو د تکرار امکان زيات دی او دغه تکرار کولای شي لنډۍ ته لا ښه اهنګ او شرنګېدلې موسيقي ورکړي. هسې خو د لنډۍ وزن له لويه سره دې ته جوړ دی چې الفاظ له عادي مړاوي حالته نوي ژوندي ډول ته وباسي. دلته د «ب» تکرار د باد له کلمې او د باد له پوښا سره انسجام لري. ورپسې «پوښتم» هم له داسې کلمو جوړ شوی فعل دی، چې د باد د غږ کيفيت پکې محسوسېږي.

د حالتونو طبيعي او يو په بل پسې راتګ د تصنع مخه ډب کوي. کله چې په يوه هنري توکي کې طبيعيت قوي او مصنوعيت کمزوری وي، موږ د د بشريت د ټولنيز لاشعور خاطرې ننداره کوو. پر ما دا ښه لګېږي چې د يار غږ د تليفون پر ځای د لوړ چنار په سر کې د سهار له شوخه شماله واورم. په دې لنډي کې هم اول د سبا ذکر راغلی دی، چې په وختونو کې په ډېرو سببونو ارواپارونکی مهال دی او چې شمال ورسره شي نور علی نور شي. دلته که يې د څاښت لحظې ذکر کړې وای اوسنی خوند به نه و. بله خبره په چنارانو کې د لوړ چنار انتخاب ډېره پر ځای ټاکنه ده، دلته «لوړ» صفت د زموږ ډېرو شعرونو په څېر د شاعر د عادت له مخې نه دی راغلی؛ بلکې د اړتيا د پوره کولو لپاره دی.

باد ته پر ووجود قائلېدل پرنسفيکشن دی. پرنسفيکشن له استعاري بيانه پيدا کېږي او دې ته وايي چې غير‌ژوندي شي ته د ژوندي هغه خواص ورکړو. ځينې ارواپوهان دې نتيجې ته رسېدلي دي، چې پخواني انسان ډېرو شيانو ته خوله، عقل او شعور ورکړی و. دوی له سپوږمۍ سره يو ډول خواله کولای شوه، دوی د باران اوښکې بې څه نه ګڼلې. همداسې يې د باد شغا د يو چا د راوړيو خبرو غوندې ګڼلای شوه.

په ډېرو ځايونو کې مې ليدلي چې د پلاني شي يا چا په اړه الفاظ نه شته، که نه بايد ډېرې خبرې مو پرې کړې وای. دا يو ډول د استراحت طلبۍ غوښتنه ده، چې په الفاظو پسې د ګرځېدا له سرخوږي مو بې غمه کړي؛ خو د لنډيو په اړه دا خبره يو څه کره راخېژي چې ډېرې خبرې هم ورباندې کمې دي.
کاروان صاحب وايي:
حق دی چې موږ يې د زمريو پر څرمن وليکو
د پښتنو ټپو سيالي د اوستا کړې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملنګيار

ليكوال صيب دا هر څه دې منم, ښكلى تحليل دې كړى وه, پخواني وخت كې, زه چې وړوكى وم زما هم لږ مشكلات وه نو په لنډيو ويلو به مې دزړه بړاس ويسته, حتى زر شاو خوا لنډۍ مې ديادو زده وې, خو اوس په لنډيو كې هغه پخوانى خوند هم ندى پاتې, اكثره لنډۍ كوڅه ډبې شوي او بې ادبه الفاظ وركې استعمال شوي, پخوانۍ لنډۍ چې سوك وايې داسې احساس كوي چې يا په دشتو او بيابان, غرو رغو كې ويل شوي, يا په كلو او بانډو كې, چې اكثره يې دميړانې او ننګ په هكله وي, يا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx