دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه (5برخه)

ژباړه: محمد لقمان حامد

د رسول الله د کورنۍ، علما‌و او سپینږیرو اداب

قرانکریم وایي: ومن یعظم شعائر الله فانها من تقوی القلوب. یعني څوک چې د هغو شیانو ادب کوي کومو ته چې الله تعالی ادب او عزت ورکړی دی نو دا کار د زړنو له پرهیزګارۍ څخه ده. حضرت زید بن ارقم رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: او دوهم شی زما کورنۍ ده، زه تاسو د اهل بیت (د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورنۍ) په اړه له الله تعالی څخه ویروم.(رواه مسلم)
حضرت ابوموسی رضی الله عنه وایي: د خدای تعالی له لوړو عباداتو او بزرګۍ څخه دا هم ده چې د بوډا مسلمان احترام او د قرآن حافظ احترام وکړل شي، هغه حافظ چې په قرآن کې غلو او زیاتی کونکی نه وي او نه له قرآن څخه سرغړونه کوي او د عادل باچا(ددې ټولو عزت او احترام وکړئ).

بل حدیث کې راغلي حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چې سړی د خپل ملګري په دین وي نو هر چا ته په کار ده چې لومړی د خپل ملګري ښه څارنه وکړي او وروسته دي بیا له هغه سره ملګرتیا پیل کړي.(رواه ابوداؤد و الترمذي). حضرت عمرو بن شعیب رضی الله عنه له خپل پلار څخه او هغه له خپل نیکه څخه روایت نقل کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې پر ماشومانو باندې رحم او د لویانو عزت نه کوي هغه زما امتی نه دی.(رواه ابوداؤد و الترمذي). ابوموسی الاشعری رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: سړی چې له چا سره محبت کوي نو له هغه سره به وي. (رواه بخاری و مسلم).

تشریح:

د قرآن له آیتونو او حدیثو څخه لاندې خبرې څرګندې شوې:

1) کومو شیانو ته چې الله تعالی د عزت ورکولو حکم کړی د هغو شیانو عزت پکار ده.
2) او د هغوئ له بې ادبۍ څخه ویره پکار ده، په فتاوی عالم ګیری کې راغلي دي: څوک چې د علماو سپکاوی کوي او د هغوی بې ادبي کوي د هغه د ایمان د ختمیدلو ویره ده، علامه ابن عابدین الشامی رحمه الله وایي: څوک چې د علماو سپکاوی کوي په قبر کې به یې مخ له قبلی څخه واړول شي.
3) د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ سره د زړه له کومې مینه او ادب کول پکار دي.
4) د نېکانو ملګرتیا او له هغوی سره ناسته او له بدو خلکو او مجلسونو یې ځان ژغورل پکار دي.

فایده: د صحابه کرامو رضی الله عنهم په وخت کې به د قرآن قاري او حامل د قرآن عالم سړي ته ویل کیده.

د مسلمانانو اړتیا پوره کولو او د هغوی د عزت ساتني اجر او ثواب
قران کریم وایي: ان الذین یحبون ان تشیع الفاحشة فی الذین امنوا لهم عذاب الیم فی الدنیا والاخرة. ژباړه:کوم خلک چې دا غواړي چې په مؤمنانو کې بی حیایی (تهمت لګول او د بدکاري خبر)خپره شي هغوی ته به په دنیا او اخرت کې سخت عذاب ورکول کیږي. بل ځای قران کریم فرمایي: وافعلوا الخیر لعلکم تفلحون. یعني او د خیر کارونه کوئ ترڅو تاسو کامیابي تر لاسه کړئ.

حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: مسلمان د مسلمان ورور دی، مه پر هغه ظلم کوئ، او مه د هغه مرسته پریږدئ، څوک چې د خپل ورور اړتیاوې پوره کوي الله تعالی د هغه مرسته کوي، څوک چې خپل مسلمان ورور له یو تکلیف او مصیبت څخه وژغوري الله تعالی به له هغه څخه د قیامت په ورځ د هغه له مصیبتونو څخه یو مصیبت لرې کړي، څوک چې په یو مسلمان باندې پرده واچوي الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه په عیبونو پرده واچوي. (رواه بخاری و مسلم).

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله تعالی د خپل بنده مرسته تر هغه وخته پورې کوي تر څو چې دی له خپل مسلمان ورور سره مرسته کوي. (رواه مسلم)

تفسیر او تشریح:

د قرآن له آیتونو او حدیثو څخه لاندې خبرې څرګندې شوې:

1) د مسلمان د عزت ساتنه ډیره لویه نیکي او د ثواب کار دی.
2) له مسلمان سره په یوه کار کې مرسته کول دومره لویه نیکي ده چې لله تعالی به د قیامت په ورځ له هغه مسلمان څخه یو مشکل او سخت مصیبت لرې کړي، او په دنیا کې چې تر څو دی د خپل مسلمان ورور په مرسته بوخت وي الله تعالی به له ده سره په کارونو کې مرسته کوي.
3) د یو مسلمان ورور عیب پټول دومره لویه نیکي ده چې الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه سړي په عیبونو پرده اچوي چې په دنیا کې د نورو مسلمانانو په عیبونو پرده اچوي.
4) همداراز د یو مسلمان د عزت ساتنه دومره لویه نیکي ګڼل کیږي چې په مشکوة شریف کې د شرح السنه په حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: چې الله تعالی له داسې سړي څخه د دوزخ اور لرې کول پر ځان لازم کڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x