ورزش

اتصالات د کرکټ دوه ځلانده ستورو حمید حسن او محمد نبي عیسی خیل سره د سوداګریز استازو تړون لاسلیک کړ

کابل، د اګست ۱۲ مه ۲۰۱۵

اتصالات د افغانستان د کرکټ دوه غوره لوبغاړو حمید حسن او محمد نبي سره د سوداګریز استازو په توګه د دوی سره یو ځانګړی تړون لاسلیک کړ، چې دوی به د اتصالات په استازیتوب په سوداګریزو کمپاینونو او سوداګریزو سفیرانو په توګه راښکاره کیږي.
حمید حسن او محمد نبي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غوره لوبغاړي دي، چې د کرکټ په ډګر کې په نړیواله توګه د خپلو لاسته راوړنو او غوره لوبو په ترسره کولو سره مشهور دي.
د نني لاسلیک موخه افغانستان کې د لوبو نړۍ سره د اړیکو ټینګول، ملاتړ او ځوان استعدادونو هڅول دي، ترڅو له دې لارې خپله روښانه راتلونکي غوره کړي.
د اتصالات اجرائیوي مشر ښاغلي صلاح زرګرالراس د غونډې پرمهال وویل، اتصالات په افغانستان کې د خپلو چارو له پیل څخه د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ او په ځانګړي توګه د لوبو د ملاتړ لپاره ځان ژمن بولي او د خپل کاري فعالیتونو یوه برخه یې ګڼي. نن ورځ په افغانستان کې کرکټ یوه ډیره وتلي لوبه ده او د افغانستان د ځوانانو په ژوند کې ډیر مهم رول لري. اتصالات ویاړي ، چې د کرکټ په پرمختګ او وده کې نیغ په نیغه رول لري.
نوموړي همدا راز وویل، د اتصالات لخوا د حمید حسن او محمد نبي سره زمونږ ننی تړون د غوره استعدادونو د ودې او هغوی ته د لازمینې د برابرولو ښکارندويي کوي او ځوانانو ته د یوې روښانه راتلونکي زیری ورکوي.
همدارنګه د کرکټ ستوري حمید حسن وویل، دا زمونږ لپاره ستر ویاړ دی، چې مونږ د اتصالات په څیر د یوې سترې کمپنۍ د سوداګریز نوم استازیتوب کوو. زما بریالیتوب او پيژندګلوي د اتصالات سره تړاو لري، چې په افغانستان کې د کرکټ د پیل په لومړیو کې یې د کرکټ په ډګر کې د سهولتونو په برابرولو کې مرسته کړیده.
د افغانستان د کرکټ بل غوره لوبغاړي محمد نبي زیاته کړه، د اتصالات سره زمونږ مشارکت د بل نسل د پرمختګ لپاره یو نوښت دی او د دوی لپاره د پرمختګ نوې دروازې پرانیزي.
نوموړي وویل، ډیر ویاړو چې د اتصالات د کورنۍ غړي یو، په څنګ کې اتصالات هڅه کړې چې په افغانستان کې په نړیواله توګه مخابراتي چوپړتیاوې وړاندې کړي او په بیلا بیلو برخو کې یې د افغانانو لپاره د پرمختګ زمینې برابرې کړيدي. زما په اند اتصالات یواځینۍ کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې یې د لوبو د پرمختګ لپاره ډیرې مرستې کړیدي.
اتصالات په افغانستان کې د لوبو د ملاتړ اوږد تاریخ لري، چې دا هر څه د لوبو د ادارو او چمتو کوونکو سره د دوی پیاوړي اړیکې دي.
اتصالات په افغانستان کې د خپلو چارو د پیل څخه تر اوسه پورې، یواځې دا نه چې په ټول افغانستان کې یې خپلو مخابراتو چوپړتیاووې ته پراختیا ورکړیده، بلکې په څنګ یې په افغانستان کې د خلکو اعتماد او ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

د اتصالات خبرپاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x