افغانستان

په افغانستان کي د امريکا ستره تيروتنه

حاجی ولی محمد (۵ستمبر۲۰۱۳ء)

د طالبانواو امريکا تر منځ   څلورو ستونزو شتون درلود

۱-  د مخدراتو پر کروقاچاق بنديز، ۲ – ښځو ته حقوق ورکول، ۳- تراهګرو ته پناه او روزنه  نه  ورکول ،۴- پراخ بنسټه حکومت جوړول  .

۱-  د مخدراتو پر کروقاچاق بنديز:-

مخدرات يواځي په  افغانستان کي نه بلکه د نړۍ په يوشمير هيوادونو کي کرل کيږي او په پراخه پيمانه يې سوداګري په نړۍ کي روانه ده چي د ځينو هيوادونو چارواکي ،مخفي شبکې او اغيزمني حلقې يې تر شا ولاړي دي . دې ستونزي په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په موده او راوروسته د مجاهدينو د واک په پير کي وده وکړه . وروسته يې په ځينو جګړه ځپلو او نيستمنو سيمو کي د عوايدو د يوې ستري سرچينې بڼه غوره کړه . طالبانو چي کله کابل ونيوو، نو برسيره پردې چي د هيواد د جنوبي ولايتونويو شمير غټو سوداګرو ورسره  د يادوني وړ مرستي کولې او دې مرستو ته دوی  زښته اړتيا درلوده ، خو طالبانو په لومړي ګام کي (۲۷ اپريل ۱۹۹۷ء) دبنګو پرکرلوبنديز ولګاوه اودنړيوالوڅخه يې دمتبادلي مرستي غوښتنه وکړه . په دويم ګام کي يې (۱۹ اګست ۱۹۹۷ء) د چرسو پر کارولواو سوداګري بنديز ولګاوه . پر شپږم اکتوبر ۱۹۹۸ء ملا محمد عمر مجاهد فرمان خپور کړ- پکښي ليکلي و کچيري ملګرو ملتو د هغوی امارت په رسميت و پيژاند، پر کوکنارو به په بشپړه توګه بنديز ولګوي . برسيره پردې چي نه يې حکومت په رسميت وپيژندل سو او نه هم د ملګرو ملتو موسسې او نړيوالو د مخدراتو په مخنيوي کي  د طالبانو تر ولکه په لاندي سيمو کي د ډوکالی او نيستۍ ځپلو وګړو سره د يادوني وړ مرسته وکړه، ملا محمد عمرمجاهد په بل فرمان کي ( ۲۸ جولائي ۲۰۰۰ء) د کوکنارو پر کرلو بشپړه بنديز ولګاوه چي تر پايه په اغيزمنه توګه پلی و.

۲-  ښځو ته حقوق ورکول :- 

ښځي په اسلامي او افغاني ټولنه کي د نارينوو په څير مساوي حقوق لري،نيمی حقوق يې د پلار او نيمی د خسر په کور کي سته . د ژوندانه په هر ډګر کي د اسلامي او افغاني اصولو په چوکاټ کي د برخي اخستلو حق لري  . دغه فطري ،الهي اصول او حدود په ټولنه کي د کړکيچ او ګډوډی د مخنيوي  او د انسانانو تر منځ د ډاډمن امنيت او دائمي سولي د تامين پخاطر وضع سوي دي . کله چي پر يوه ټولنه جګړه وتپل سي ، نو د نارينوو په پرتله  ښځي ډيري ځپلي کيږي . نه دوی د جګړې وړتيا لري او نه  يې هم نارينه پر سورنا غوږ نيسي . ښکاره خبره ده چي جګړه د نيستۍ و بېکورۍ او مرګ و ژوبلي لامل ګرځي، انساني وړتياوي پکښي د خاورو سره خاوري کيږی  . د ميرمنو د ژوندانه يواځنۍ پانګه  ميړه و اولادونه او پلارګنۍ ده، د جګړې ښامار يې يا پر زړه ددې ورتيرو د بيلتون داغونه ور ايږدي او يا يې په ذهني و جسماني معذوري اخته کوي . معيوبه ميرمن او پيغله بيا په ټولنه کي ښه راتلونکی نلري . د کونډي مور وړوکي وړوکي يتيمان د غاړي سي،ځکه چي پالنه و روزنه يې د هر انسان په تيره بيا د بيوزلي سرتوري ميرمني  ملا غوټه ماتوي . ما ډيري دغسي بوري ميندي ليدلي دي  چي لکه موم پخپلو اولادونو پسي  څڅيږی و ویليږی او بالاخره له ډيره غمه پسي مړې سي . د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکوريدلو وروسته چي  جګړه ښار په ښار، کوڅه په کوڅه هن چي کور په کور و موښته ، د کابل ګلبڼ سرو لمبو او لوګيو ونيوو، نړۍ  ته د جګړې ځپلو افغانانو د ليږد نوې لړۍ پيل سوه . ښه مو په ياد دي چي يوه کابلۍ پيغله په تورخم بندر کي په سرو اوښکو سرتوره ودريده او پر لارويانو يې ناره کړه، چي کور مو وران سوی دی ، څوک سته چي پر سر پړونۍ راواچوي . د ښځو د مظلوميت بله بيلګه  ناهيده ده چي  د کابل د څو پوړيزي ماڼۍ څخه يې ځان را ايله کړ ، هغې د توپکيانو تر بې پتي ځانوژنه غوره و بلله . د طالبانو د غورځنګ پيل د همداسي بې پتۍ د پيښي په غبرګون کي را منځته سو. قومندان صالع محمد( ديرش کلن) د استاد عبدالرسول سياف د اتحاد اسلامي ګوند غړی او د کندهار د پاشمول د سيمي استوګن و. ده هم د نورو توپکيانو په څير د هرات ــــــ  کندهار پر لويه لار د سنګيسار په سيمه کي ځينځير اچولی او د بيګناه لارويانو په لوټولو،ځورولو او بې پتي بوخت و . يوه ورځ يې دوې پيغلي  د وطني موټره څخه شوه کړې ،خپل اوتاک ته يې بوتې،درې ورځي و شپې يې جنسي تيري پر وکړل او بيا يې ووژلې،اوازه يې دا خوره کړه چي تښتيدلي دي . بڼوال (باغبان) چي کله د انګوري بڼ په پيشتو کي ددوو بې پته سوو پيغلو مړي  وليدل، وطن يې په خبر کړ. طالبان راوړاندي سول او د سيمئيزو مشرانو په همکاري يې لدې ځايه د جنګسالارانو پر ضد مبارزه پيل کړه . مشر او قومنده يې يوه او تر خپله ولکه په لاندي سيمو کي يې بيساری امنيت راوست . د غورځنګ مشر ملامحمدعمرمجاهددښځو د حقوقو په اړه  دا فرمان (۴ اکتوبر۱۹۹۸ء) خپور کړ.

۱:- هره ښځه په  ويراثت کي حق لري .

۲:- هره روغه و جوړه چي  د ښځو پر راکړه ورکړه کيږي ناشرعي کړنه او دغه سوله ناروا ده .

۳:- کونډه د هغې د خوښۍ  په چپه خسرګنی مړوښی ته نه سي اړايستلای .

۴:- د هغه ښځي خپلوان چي ددې ويراثت ، حق مهراو يايې نور مالونه غصب کړي وي  او له همدغو خپلوانو له ډاره دا له کوره نه سي وتلای،ددغسي ښځو په حق کي د نظامانې تيريدل نسته، ددې لپاره چي فاسد دود و رواج ورباندي غلبه کړېوه .

۵:- کله چي پيغله ورکوله کيږي ، نو د هغې سره سلااو د ميړه تقوی يې حتمي شرط ده .

۶:- ولور يواځي د ښځي حق دی .

۷:- کونډه وي که خلاسه ، تر پيغلتوب وروسته بايد ددې د خوښي ځای ته ورکول سي . تر څو پوري چي  د ښځو د زده کړي او کار خبره ده ،پدې برخه کي  نه طالبانودومره مالي امکانات درلودل او نه نړيواله ټولنه ددوی سره مرستو و همکاري ته اماده وه چي د اسلامي اصولو په چوکاټ کي دي ښځي د خپلو دې دوو حقه حقوقو څخه برخمني سي . پر دې ټولو برسيره طالبانو کولای سوه چي په يوه يا دوو ولايتونوکي دا کار د نمونې په توګه پيل کړي .

۳:- تراهګروته پناه او روزنه نه ورکول :- د روسي يرغل پر ضد د امريکا په ګډون نا اسلامي او اسلامي نړۍ  يوه پراخه جبهه جوړه کړه چي د افغاني مجاهدينو سره به يې پريمانه  مالي و نظامي مرستي کولې . لويديزوالو په تيره بيا امريکايانو د الله تعالی په سرتيرو نومول، د ځينو اسلامي هيوادونو ځوانان به د اسلامي ولولې پر اساس راتلل او د شوروي ځواکونو پر ضد به جنګيدل،په امريکاوپاکستان کي به نظامي روزنه ورکول کيدل . هغه مهال ددې هيوادونو اوافغانستان ملي ګټو يودبل سره سمون درلود،ځکه چي د شوروي اتحاد تر ناقانوني اشغال لاندي و.کله چي افغانانو لدې اشغاله نجات وموند،دملګرو ملتو په ګډون نړيوالو دې غميزي ته د خلاسون پر ځای د افغانانو د جنګولو لار غوره کړه .بيل هيوادونه د بيلو جګړه مارو ډلو تر شا ودريدل . ددې خپلمنځيو جګړو يو ستر باندنی لامل روسي فدراسيون و. دروسيانو سره ډار وو چي په افغانستان کي د اسلامي وحدت اغيز منځنۍ اسيا او وروسته د روسي فدراسيون شپږو اسلامي رياستونو ته خپور نه سي، د ايران په ملګري يې د ژبي،نژاد او مذهب په نامه د بيلو افغاني قامونو د سره اخته کولوهڅي ګړندی کړې چي تر څلوروکلونوپوري يې دوام وکړ. د فتور پدې تور پير کي هيواداوهيوادوالو ته دومره ډير مالي وځاني زيانونه واوښتل چي  دافغانستان په معاصر تاريخ کي ساری نلري . د کابل تر ليدلو وروسته د افغانستان د پاره د ملګرو ملتو د سرمنشي کوفي عنان ځانګړي استازي الخدارابراهيمي په اسلام اباد کي مطبوعاتي غونډي (۳مارچ۱۹۹۹ ء) ته وويل :- د کابل ليدلو ماته بيروت او لبنان را په ياد کړل  چي پخپله عربيانواو لبنانيانو وران کړل . روسيانونور افغانستان وران کړی خو کابل يې نه و وران کړی، کابل پخپله عبدالرشيد دوستم،پروفيسربرهان الدين رباني،انجينئر ګلبدين حکمتياراو عبدالعلي مزاري وران کړی دی . ددې خپلمنځيوجګړو او ورانيوپه اړه دايران مذهبي مخکښ ايت الله علي خامنای اړونده لورو ته د شپيان ګوته نيولې او وئيلي دي (۲۹جنوري ۱۹۹۴ء) چي کميونسټانو لاهم پر افغانانو دومره کاري وارونه نه دي کړي لکه جهادي مخکښان چي يې يو پر بل باندي کوي . له همدې امله خو دافغانستان څخه دشوروي ځواکونودوتلود پينځمي کليزي  په مناسبت  غونډي (۱۴ فروري ۱۹۹۴ء) ته ددې ځواکونووروستي قومندان جرنل بوريس ګروموف پخپله وينا کي وويل جي افغانان د مجاهدينو په پرتله اوس پرموږ شکرکاږي .
که القاعده شبکه وه،دمنځنۍ اسيامذهبي جګړه ماري ډلي اویا هم د ايران مذهبپاله حکومت،دبيلو افغاني ډلو تر شاودريدل او د جګړواور ته يې ببوزی واهه . روسيانو دخپلي ماتي غچ يابدل اخيست،جهاد يې په فساد اړاوه،له جنګي تاوانه يې ځان کيښ،او هم يې افغان ملت نړيوالوته په ځناور ملت پيژانده .دايران  . د ايران حکومت ديوې خوادافغاني شيعه ګوندونود لاري  د نفوذ هڅي کولې،دبلي خوايې د تاجکستان د لاري د فارسي ژبي د پيوستون په پلمه په افغانستان کي دژبني توپيروتبعيض تګلار غوره کړې وه . دې لاسوهنو د افغانستان څخه تنورجوړ کړی و،اوهرچاخپله خپله مړۍ يا ډوډۍ پر تپل . پکتياوال متل کوي چي که دورينداري دغه اوږده ژبه  او د لالا سړه سينه وه نو کور وران وبوله . نړيوال د خير پر غونډۍ ورته ناست او افغانستان کورنيوجګړه ماروډلواو ګاونډيو هيوادونوته ورپريښوو. دغسي اوضاع ته لاس تر زنه کښينستل د افغانانو د پاره ستر تاريخي خيانت و،طالبان راوړاندي سول،دغه تاريخي مسئوليت يې حس او په پراخ پاڅون لاس پوري کړ.يوشميرجهادي مخکښانو يې ستاينه او د هرافغاني قام طالبان ورسره مله سول  .سنیان وشیعه ګان د اسلام دوه ښاخونه دی،په يوه هيواد کي ديوه او په بل کي  د بل مذهب پلويان ډير دي  .ايراني عالمانو شاهي نظام نسکوراوشرعي نظام پلی کړ.په کار داوه چي دافغاني طالبانوسرپرستي یې کړې وای،خپلي تجربې يې په شريکي کړي وای ،د دولتي اډانې او شرعي نظام په اړه يې همکاري ورسره کړې وای . له بده مرغه  ايران د روس پرپله پل کښيښوو،تاجکستان و ازبکستان ورسره مله سول،د ژبي او نژاد پر اساس يې طالبانوته نوې او زړه جبهه پياوړې کړه .نه داچي د هغوی غليمانو ته يې نظامي مرستي ورکولې بلکه  د هغوی پرضد يې ډيره ناوړه تبليغاتي مبارزه پيل کړيوه،هن تردې چي ددې هيوادستر روحاني مخکښ ايت الله روح الله علي خامنای دطالبانوغورځنګ نااسلامي اوهغوی په اسلام ناخبره وبلل ،دامريکا په ملاتړاواسلام ته په سپکاوي يې تورن کړل . (۱) . دې  لاسوهنودسني  مذهبي ډلو او هيوادونو
حساسيت راوپاراوه . هغه پاکستاني مذهبي ډلي او ګوندونه چي دشوروي تيري پر مهال يې د جهاد ملاتړکاوه،
شمير اته پينځوسو(۵۸) ته رسيدلی او څلورويشت (۲۴) ورپکښي په بشپړه توګه وسلوال او پرخپل حکومت و مطبوعاتوفشارراوستلی و(۲).په دوی کي څو د طالبانو تر شاودريدل ، د منځنۍ اسيا،روسي فدراسيون اسلامي رياستونواو هم عرب جنګياليودمجاهدينوڅخه مخ واړاوه او د طالبانو تر شاودريدل . په اصولوکي دافغانانوپه خپلمنځيوجګړوکي د هرباندني رادانګل نا مشروع او نارواکړنه ده،البته د يوې بدي کړني په مقابل کي غبرګون فطري خبره ده .

۴:- پراخ بنسته حکومت :-

دثورترکودتاه وروسته چي هرحکومت منځته راغلی دی،واک يې په جزوي او يا هم بشپړه توګه انحصارکړی دی،دولتي ځواکونه يې د ځان په ګټه کارولي او هن تردې چي دناکامی پر مهال يې د خپلوغليمانوپرضددباندنيوځواکونوپر کارولوباندي هم دريغ نه دی کړی .طالبانوکه څه هم دخپل واک په موده کي شرعي نظام وړاندي کړخودحکومت ټاکلوپه لړکي يې نړيوالو او افغانانوته دمنلووړنظام وړاندي نکړ.دملاوعمي ترمنځ توپير شتون وموند،دولتي ادارې پرته له وړتيا د ټولني يوې طبقې انحصارکړې چي پکښي قومي انډول ته لږکاته سوي و . که څه هم دا يو قامي نه بلکه طبقاتي توپير و خو د طالبانوغليمانوته يې  دښې تبليغاتي وسيلې په توګه اغيزمن کاروکړ.

داټولي دغسي ستونزي وې چي که نړيوالو اوطالبانولاس سره ورکړی وای، دخلاسون لاريې اسانه وه . اوس به دې ستونزوته د ولسمشرحامدخان کرزي دواک په يوولس کلنه موده کي لنډکاته وکړوچي دټولي نړۍ د مالي و ځاني مرستووملاتړ څخه برخمن دی .

۱:- دملګروملتودرپوټ پراساس د متحدي جبهې ترولکه په لاندي نهوولايتونوکي دکوکنارودکرکچه د (۲۰۰۰ء) په پرتله په (۲۰۰۱ء) کي دوه چنده سوې ده .په همدې کال تراتياسلنه (۸۰٪) ډيرکوکناريواځي په بدخشان ولايت کي کرل کيږي .په پاکستان کي دملګروملتودمخدراتودمخنيوي دادارې رئيس برنارډفراهي (Bernard frahi)  وويل چي دمخدراتوسوداګروبدخشان ته مخه کړېده،دوی دفروري ومارچ (۲۰۰۱ء) په مياشتوکي دلته تارياق دتيرکال په پرتله لس چنده ګران رانيول .پدې ولايت کي دتير کال په پرتله (۴۹۱۶ ايکړه) سږکال (۲۰۰۱ء) درې چنده (۱۲۶۸۴ ايکړه) مځکه په کوکنارو کرل سوېده .دطالبانو تر ولکه په لاندي سيمو کي دتارياقوتوليدد(۲۰۰۰ء) په پرتله (۳۲۷۸ ټنه) په ( ۲۰۰۱ء) کي  (۱۸۵) ټنه ته راټيټ سوی دی ،دطالبانو د بنديز له امله کروندګرودکوکناروپرځای غنم کرلي دي،داکمبوت د طالبانوسره ددريو کلونوخبروپه برکت راغلی دی،دطالبانوترولکه په لاندي سيمو کي (اګست ۲۰۰۱ء) ديوه کلوګرام تارياقوبيه د (۱۲۰۰) څخه (۱۷۶) ډالرو ته راولويده(۳)   برنالډفراهي چي تيره مياشت يې کابل ته يون کړی و،پرمخ زیاتوي چي اوس موږ په افغانستان کي د سترو خطرونوسره مخامخ سوي يو.دملګروملتودڅيړنو څخه د غسي ځرګنديږي چي د متحدي جبهې ډير قومندانان  چي د اوسني عبوري حکومت ملاتړکوي،دکوکنارو د کرلواوږده سابقه اودتارياقوپه سوداګري کي ژور لاس لري  (۴)  دبرنالډفراهي دخبروتصديق د امریکادباندنيوچاروپه وزارت کي دافغانستان لپاره دمخدراتو دمخنيوي د ادارې پخواني مسئول ټامس سوئچ د نيويارک ټائمزورځپاڼي سره په مرکه کي دغسي کړی دی  چي دکوکنارودکرلو دملاتړلپاره د افغان حکومت جګپوړو فاسدو چارواکو، ډارنو اروپايانو، دپينټاګان تنګنظرو فوځيانو او طالبانو يو نامقدس او نامطلوب ایتلاف جوړکړی دی .تر څو پوري چي دا ایتلاف موجود وي، دابوټۍ به ورک نه سي .

ناټو او د امريکا ددفاع وزارت دکوکنارو پر ضددعملي اقدام سره مخالفت لري،انګلستاني ځواکونو هلمنديانو ته ويلي دي چي دوی په تارياقوکارنلري (۵).  له همدې امله د اسټريا په پلازمينه ويانا کي دمخدراتواوجرمونوسره دملګروملتودادارې لخوادافغانستان په اړه جوړي سوي غونډي (۱۶فروري ۲۰۱۲ء) ته دملګروملتوسرمنشی بانکي مون پخپله وينا کي وويل چي تيرکال ددې هيواد دمخدراتوپه توليدکي يوشپيته سلنه (۶۱٪) ډيروالی راغلی دی .ددووملياردو او څلوروسوو ډالرو په ارزښت مخدرات صاديريږي چي دناخالص کورني توليد (GDP – Gross Domestic Product) پنځلس سلنه (۱۵٪) جوړوي .نړيواله ټولنه يې په مخنيوي کي ناکامه سوېده .سږ کال  (۲۶ جولائي ۲۰۱۳ء) همدې ادارې (C.D.O.N.U) په ويانا کي خپل کالنی رپوټ خپورکړاوافغانستان يې دنړۍ ترټولوډير دمخدراتو په توليدوونکي  (۷۵٪) هيواد ونوماوه او د نشيانو شمير يې

تريومليون وګړو اوښتی دی(۶). ددې شميرنو څخه دغسي بريښي چي که نړيوالي ټولني رشتيا  هم دمخدراتومخنيوی غوښت،طالبانوترډيره حده ددې کښت مخنيوی کړی و،بايدډاډګيرنه اومرسته وهمکاري ورسره سوې وای . اوس ددومره ډيرتوليدوقاچاق مسئوليت نړيوالي ټولني ته راجع کيږي ځکه چي دهمدوی په مرسته وهمکاري جنګسالارانو ددې خوني بوټي بازار تودساتلی دی .

کي شک نسته چي دولسمشر حامدخان کرزي دواک په پير کي ښځينه طبقې ته دپوهني په برخه کي ‎‎۲:- پدې پوره موقع ورکړې او هم يې په دولتي ادارو کي د يادوني وړ وظيفې ورسپارلي دي .برسيره پردې په پارلمان کي دامريکايي (۱۷٪) او برطانوي پارلمان (۱۵٪)  په پرتله د ښځو سره د څلورويشت سلنه (۲۴٪) چوکيوهوډ سوی دی .ددې ټولو مراعاتو ترڅنګ په نوي ډيموکراتيک نظام کي لاتراوسه په هرکلي وکورنۍ کي دپاتا کمبلي اواري اودنيستۍ اوښه چوکه ده چي تر ټولواغيزمنه يې همدغه ښځينه طبقه ده .دکونډو،بورو،ورارو شميرورځ په ورځ ډيريږي .دوی نه داچي دغمونواوځورونو د لاسه خپل ځانونه پخپله وژني بلکه د پت په نامه يې دوژلولړۍ هم ډيره سوېده . دتيرو دووکلونو(۲۰۱۱ء ــــ  ۲۰۱۲ء ) په بهير دافغانستان د بشري حقوقوخپلواک کميسيون د پت په نامه څلورسوه دوژنواوجنسي تيريوپيښي ثبت کړي دي .۲۶۰ دوژنواو۱۶۰ دجنسي تيريودي .په وژنو کي ۱۵۶ دپت په نامه دي . يوويشت سلنه (۲۱٪) د ميړونو، څوارلس سلنه (۱۴٪) د خپلوانو،اووه سلنه (۷٪) دوروڼو،پنځلس سلنه ۱۵٪)
دپلارونو،درې سلنه (۳٪) دليورونو،دوه سلنه (۲٪) دخواښو،ماماګانواوميندولخواقرباني سوي دي .دجنسي تيريواوپت په نامه د پنځلس سلنه (۱۵٪) وژنومسئولين پوليس اومامورين دي(۷) .
۳:- هره کړنه چي د افرادو،منظموډلووډلګيواوياهم دهيوادونولخوادخپلوځانګړوګټواوموخولپاره دزوراوځورونو دلاري دانساني ټولنواوهيوادونوپرضدترسره کيږي تراهګري اوفاعل يې تراهګردی .دبرطانيې يو
متخصص جې . پي .تارن ټن (Thornton.P.J) ليکي چي د واکمني سياسي ډلي پر ضددځينوياټولوسياسي،مالي اوټولنيزونظرياتوپه زوربدلول تراهګري ده .پدې کي د تشددخبرداری او ورڅخه کاراخستل دواړه راځي(۸) افغانستان د ٍثورتر کودتاء راوروسته د نړيوالي تراهګری په اورکي سوځي . په تيرودرې نيمولسيزوکي پرافغاني ټولنه  دباندنيانولخواددريومفکورو(سوسياليزم،اسلام اوډيموکراسي) دپه زور تپلوهلي ځلي وسوې،ډيرسرونه اونوټونه پروبازل سول،مثبته پائيله يې ځکه نه ده ورکړې چي دباندنیانواوافغانانو ملي ګټو يودبل سره ټکرموندلی دی .په اړونده کورنيواوباندنيولوروکي يوه هم ځان ته تراهګرنه دي وئيلي،بلکه د تراهګری توريوپربل تپي .خودمځکنيوحقائقو(Ground Realities) څخه دغسي څرګنديږي چي دتراهګری اصطلاح دکمزوروپه مقابل کي زورورخپلوتيريواولاسوهنوته دجوازورکولوپه موخه کاروي .په افغانستان کي په واروارليدل سوي دي چي امريکايي اوبرطانوي ځواکونودلوټمارانو،غلواونشه يانوڅخه  دطالبانوپه پوښ کي ډلګۍ جوړي کړي  چي په پټه اوښکاره دبشرضدناوړه کړني ترسره کوي .په ولسي جرګه کي دپنجشيراستازي محمد صالع ريګستاني په ډاګه پر امريکا تورولګاوه (۲۲فروري ۲۰۰۹ء) چي تراهګروته مرستي ورکوي،ترڅودخپل شتون موده اوږده کاندي . د افغانستان په ګدون په ټوله اسيا کي دناامنيوترشادهمدې هيوادلاس دی (۹)
داسيا په اسلامي هيوادونوکي يوهم عراق دی چي تر افغانستان وروسته امريکايي وبرطانوي ځواکونوپه ناقانوني  توګه اشِغال کړاواوس دکورنيوجګړوپه اورکي راګيردی .ديرغل دپريکړي په دويمه ورځ (۱۹ مئي ۲۰۰۳ء) دامريکا ترټولوزاړي سناتوررابرډبرډ(Robert byrd)سنا ته په وينا کي وويل :- دانه سي کيدلای  چي ديوه اشغالګردتوپک په زوردي پرچاازادي اوډيموکراسي وتپله سي .موږڅرنګه داتوقع کولای سوچي امريکايي ژواک،ارزښتونه اوحکومتي نظام پريوه دغسي هيوادباندي عملي کړوچي …. دامريکا په اړه ډيري انديښنې اوشکونه لري (۱۰) . دورته شکونواوانديښنوسره نن ورځ افغانان مخامخ دي . ديوې موسسې (Konrad Adenauer Foundation) د شميرني پراساس شپږپينځوس سلنه (۵۶٪) افغانان باندنيوځواکونوته داشغالګروپه سترګه ګوري اويواځي نهه ديرش سلنه (۳۹٪) وګړي ددوی موجوديت  په هيواد کي دامنيت په ګټه بولي (۱۱) .
۴:- دثورترکودتاه وړاندي افغانستان په پرتليزه توګه ښه دولت اوملي کدرونه (Caders) درلودل .په دولتي اداروکي ټاکني دوړتيا په اساس کيدې .په راوروسته ۳۵ کلونوکی په دوامداره توګه دملي واسلامی مفکورې دکدرونواومامورينو په وژلو،زندانولواوشړلولاس پوري سوی دی اوځای يې دګونداوتوکم پر اساس ناوړه وګړوته سپارل سوی دی . ښه حکومتداري دپياوړودولتي اداروپه شتون کي شونې ده . له بده مرغه  دفسادکچه له هغه مهاله خپل وروستي اوج ته رسيدلې ده چي دولتي اډانه ته جنګسالارانونفوذ کړی دی . له همدې امله خودشفافيت نړيوالي ادارې (Transpiracy International) پخپل کالني رپوټ (۵دسمبر۲۰۱۲ء) کي افغانستان دنړۍ تر ټولوپه مفسد هيوادنومولی دی .ددې مفسدحکومت مسئوليت بيرته پرنړيواله ټولنه راځي،ځکه چي دولسمشرحامدخان کرزي په وينا دې ټولني ټول هغه غله او جنګسالاران چي دطالبانو څخه تښتيدلي وو،بيرته راوستل او په حکومت يې ګډکړل .ډيرباندني هيوادونه ددوی سره تارلري،هغوی ته پيسې ورکوي اوهم يې ملاتړکوي،همداباندنيان دهمدې جنګسالارانواوتوپکيانوڅخه دعسکرواوپوليسوکاراخلي (۱۲)
دملګروملتودبشردحقوقوادارې په لومړي پړاوکي لاپخپل خپاره کړي رپوټ (۱۴ جنوري ۲۰۰۳ء)
کي پرامريکاتورولګاوه چي دځينوهغوجنګسالارانوپلوي کوي چي دبشردحقوقوپه اړه ډيرخراب تاريخ لري .په رپوټ کي پرمخ راغلي دي چي جرنل عبدالرشيددوستم،عطامحمدنوراوحاجی محمدمحقق په منظم ډول په شمال کي پښتانه ځوروي،مالونه يې ورلوټي اوپرحقوقويې تيري کوي(۱۳)
برسيره پردې دستري محکمې دعالي شورادغړي قاضي بهاوالدين په قول ډيری وزيران،دهغوی معينان اواداري رئيسان دبشري محکمې لخواپه رشوت اواداري فسادمحکوم سوي دي خوڅوک يې نه سي نيولای .دغسي نظام چي يواځي پرکمزوروپلی کيږي اوزورواکان هسکي غاړي پکښي ګرځي،ولسي ملاتړبه څرنګه خپل کړي (۱۴)
دناټوسرمنشي ياب ډي هوپ شيفردافغانستان اسلي اولويه ستونزه طالبان نه بلکه په دولت کي دبډویارشوت اخستل اوغلطه اداره بولي او پرحامدکرزي يې دسالمي ادارې درامنځته کولوږغ کړی دی (۱۵)
خوولسمشرحامدخان کرزي په يوه مطبوعاتي غونډه کي ومنل چي په وس يې څه نه دي پوره ځکه چي امريکايان يې په  خوله نه کوي( ۱۶) .دبشردحقوقودڅاردټولني درپوټ (دسمبر۲۰۰۲ء) پراساس امريکا پخواني جنګسالاران چي دبشرپرحقوقويې وحشتناکه تيري کړي دي،په پياوړي کولولاس پوري کړی دی،ديوې خوادحامدکرزي دحکومت ملاتړکوي دبلي خواسيمئيزوقومندانانوته پيسې و وسلې ورکوي .طبعي ده چی دامنيت اوثبات دغه پروسه به په افغانستان کي ناکامه وي  (۱۷)
موږدولسمشرحامدخان کرزي د واک پير دملامحمدعمرمجاهددپيرسره په پرتله کړچي ترشايې نړیوال ولاړدي اوبيدريغه مالي وځاني مرستي ورسره کوي .دښې حکومتداری په موخه دلويديز پينځه زره سلاکاران لاهم ورسره مرسته کوي (۱۸) ـ
په دولتي ادارو کي نه طالبان سته اونه هم قومي انډول په نظرکي نيول سوی دی .دخيرات پرکاسه يواځي دجنګي اهتلاف شيربريتي راګرځيدلي دي .چي زړه يې وغواړي ،دهغه چاشونډي د خپل شخصي غرض دپاره ورغوړوي .
دافغانستان جګړه دامريکا په تاريخ کي ترټولوګرانه اواوږده جګړه ده .دايران په ګډون يې لګښت شپږوټراليونويعني شپږوزروملياردوډالروته نژدې سوی دی(۱۹) .
پردومره سترمالي لګښت اوانساني زيانونوبرسیره نه په هيوادکي يوه اوږدمهاله پروژه عملي سوېده،نه دحکومت په يوشميروزيرانوکي دخپلوکالنيوبودجودګارولوظرفيت پيداسواو هم نيوي سلنه (۹۰٪)بودجه پرباندنيومرستو متکي ده (۲۰)
له همدې امله خو دنړيوال کړکيچ ډلي ( International Crices Group- G.C.I) چي مرکز يې دبلجيم په پلازمينه برسلز کی دی ،پخپل رپوټ (۲۸نومبر۲۰۱۱ء) کي وړاندوينه کړېده چي په (۲۰۱۴ء) کي به د ناټوځواکونودوتلوسره سم دکابل حکومت نسکورسي،کورنۍ جګړه به نورزورواخلي اود(۱۹۹۰ء) لسيزي پيښي به تکرارسي (۲۱).
په وروستي کالني رپوټ (۸اکتوبر۲۰۱۲ء) کي دې ډلي (G.C.I) دويم ځل بيادناټوتروتلووروسته دکابل حکومت دړنګيدلووړاندوينه کړېده . اخرعلت په کوم ځای کي دی چي نه ډاډمن امنيت راځي اونه هم پرډير شميرطبعي شتمني اوباندنيومرستوبرسيره دافغانستان اقتصاد پرپښوودريد،لاملونه يې نورهم سته خوترټولوستريې دبون غونډه (۵ستمبر۲۰۰۱ء) اوددې غونډي کږې وږې پريکړي دي چي دهيواددنوي جوړښت اساس ورسره کوږ سو.داغونډه دتماس په نامه د(۶+۲) ډلي لخوارابلل سوېوه،شپږګاونډيان – پاکستان،چين،تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان ،ايران اوروس وامريکا . افغانستان د همدې اتوهيوادونودناسمي تګلاري له امله دجګړې په لمبوکي راګيردی.دتماس ډلي نړيواله ټولنه تيرايستل اودافغاني ټولني واک يې پرونيوجنګسالارانوته دويم ځل بيا وسپاره .امريکايي استازي زلمي خليلزادپه متحده جبهه حامدخان کرزی پدې شرط دعبوري حکومت دمشر په توګه ومانه چي دديرشو وزيرانوپه شورا کي به اووه لس ددوی دخوښي وزارتونه ورکول کيږي .پدې کي مهم وزارتونه لکه ددفاع،کورنيووباندنيو،ملي امنيت يواځي ديوې ولسوالی پنجشيرتاجکوته او اووه وزارتونه يواځي هزاره ګانوته وسپارل سول .هروزيرپه خپل وزارت کي دوړتياپرځای دګوندوتوکم پراساس ناوړه وګړي مقررکړل .دامريکا نامتوافغانپوه سليګ .ايس .هريسن پخپل مضمون (دافغانستان دلږکيوجبروستم)کي ليکلي دي چي اساسي لامل چي ډيری پښتانه يې دطالبانوپلوي ته هڅولي هغه دادی چي دحکومت ټول واک دتاجکو لاس ته لويدلی دی . امريکا دې ته د پښتني حکومت رنګ ورکولو د پاره حامدخان کرزی راوړاندي کړ،خوپښتانه د لومړي سره په کرزي ملنډي وهي اوپه پنجشيري يې نوموي .په پښتنوکي داخبره اوس عامه سوې ده چي پرلږکيوډالر اوپرپښتنو مرمۍ اورول کيږي ،په ملي اردوکي دتاجکوډيروالي  قامي انډول د خطرسره مخامخ کړی دی  (۲۲) .
دقومي انډول ساتل که څه هم په دولتي اډانه کي ډير مهم عنصر دی،خودتاريخ په اوږدوکي ليدل سوي چي دباندنيويرغلګرو په مقابل کي  افغانان داسلامي اوملي ولولې پراساس سره يوسوي  او د وخت غليمانوته يې ماتي ورکړي دي .کله چي پخواني شوروي اتحاد تيری وکړ(۲۷ډسمبر۱۹۷۹ء ــــــــــ  ۱۵ فروري ۱۹۸۹ء) نوترټولوډيري هڅي  يې دافغانستان د ملي وحدت د دړي وړي کولودپاره وکړې ،دډيرکيواولږکيوخبره يې راپورته کړه .په افغاني ټولنه کي که څه هم دااصطلاح دمسلمانانو او نامسلمانانو دپاره کارول کيږي ،خوروسيانوژبواوتوکمونوته منسوب کړه .ددومره افراط څخه يې کارواخيست چي ددولت مشريې کشميری نژاده ببرک کارمل او صدراعظم هزاره نژاده سلطان علی کشتمندکړ . دې نسخې چي په شپږ کاله کي مثبته پائيله ورنکړه، بيايې پښتون ډاکټرنجيب الله دکارمل پر ځای اوصدراعظم کله تاجک او کله سلطان علی کشتمند،ټول افغانان يې پرضد وجنګيدل،دروسيانو موخه ناقانوني او جګړه پرمفکوره وه،فکتور يې قومي وکاراوه،افغانانو ملي يووالی وساته خوپخپله شوروي اتحاد ددې فکتورقرباني اوپرپنځلسوبرخوسره مات سو.دخپل ناکام مديريت دغچ اخستلوپه موخه روسيانودايران په وسيله دپرونيومجاهدينوترمنځ دنفاق راوستلودپاره دژبي ونژاد فکتوربيا وکاراوه،خوپښتنوجهادي مخکښانو دپيښور دتړون (۲۴جولائي ۱۹۹۲ء) پر اساس پروفيسرصبغت الله مجددي او وروسته پروفیسربرهان الدين  رباني ددولت درئيس  په توګه او صدراعظم استادفريدغوره کړل ،دوی ناپښتانه دي ،خوپرضديې ترټولوډيرناپښتانه ډيروجنګيدل،دا دچوکۍ دپاره جګړه وه ، دجګړه ماروډلوپه چپه نوروټولو افغانانوملي يووالی ژوندی وساته .اوسنۍ جګړه دباندنيوځواکونودنظامي تيري پرضددوام لري ،د حکومت و طالبانو دواړوسره هرافغاني قام ګډون لري . امريکا د روسيانوکړني تکرارکړې،دزورتګلاريې پلې کړه،په ملي اډانه يې ګوتي ووهلې،جنګي مجرمين يې پرجګړه ځپلې ټولنه وتپل اوديوه افغاني قام پرضد يې په يوه اړخيزه توګه زوروکاراوه . دبون دغونډي (۵دسمبر۲۰۰۱ء)امريکايي استازي جيمزډابنز(sJames Dobin) پخپل کتاب کي ليکي چي دبون په غونډه کي يې لويه تيروتنه (غلطي) داوه چي پښتانه يې طالبان اوطالبان القاعده وګڼل (۲۳)
۱:- ۲۹ جنوري ۱۹۹۴ء دتهران راديو پښتوخپرونه
۲:- ۱۵ مئي ۱۹۹۹ء ، دبي .بي . سي داردوماښامنۍ اردوخپرونه
۳:-  2001-ctoberO-26 ،Guardian Opium Growing Doubles in Northern Alliance Zone By Rozy Mc Carthy
۴:- 2001 October, 26,,Chicago Tribun ,By Paul Salopek;,Poppy Crops Return,When Taliban Gone
۵:- 2008July 27,Newyork times
۶:- دمخدراتوپرضددمبارزې دوزارت د معين انجينئرمحمدابراهيم ازهرپه کابل کي مطبوعاتي غونډه،۲جنوري ۲۰۱۱ء
۷:- ددې کميسيون د مشري سيما ثمروينا،۹جون ۲۰۱۳ء،.com.bbc
۸ :-1964,in Internal Law London Published ,Thornton.P .J. Terror as a Weapon Of Political Agitation By
۹:- com .benawa
۱۰:- دامريکا ږغ ماښامنۍ پښتوخپرونه،۲۶ مئي ۲۰۰۳ء
۱۱:- 2011October 18 ,Spegiel on Line International ,Survey in War Zone
۱۲:- دجرمني دشپیګل ورځپاڼي سره مرکه،افغان رساله،لومړی مئي ۲۰۰۸، دريم مخ
۱۳:- دبي . بي .سي اردوويبپاڼه، ۱۴ جنوري ۲۰۰۳ء
۱۴:- داريانا ټيليويژن سره مرکه،۶جولائي ۲۰۰۸ء
۱۵ :-2009 ,january 18,Washington post
۱۶ :- ۲ مئي ۲۰۰۷ء کابلي .
۱۷ :- ۱۷ دسمبر۲۰۰۲ء دبي . بي .سي اردو اوپښتوخپروني
۱۸ :- 2012 11, com. taand
۱۹ :-2013 March 31,  Telegraph London,By Peter Faster,Trillions6 $ Towards Heads Afghan War Cost-Iraq
۲۰:- 2011 August2 ,Dawn karachi
۲۱:-.com khaima
۲۲ :- 2009 August 16 Afghanistans Tyranny Of The Minority By Selig S Harrison
Washington in Wikipadia
۲۳:-2008 , 77 Page  ,After the Taliban Nation Building in Afghanistan By Jams Dobins
Wali.pk

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x