نظــر

جنګ په کابل او سوله دهوسۍ په ښکر کې شوه

ليک: س سيرت

دروسانو يرغل وروسته چې افغان مجاهدينو يې پر خلاف وسلوال مقاومت سخت کړ هغه وخت په وخت دسولې خبرې کيدى خو دسولې خبرې دجګړې په مقابل کې پاتى راتلى اوس چې پر افغانستان امريکا يرغل کړى افغانستان يې کاملاً اشغال کړى دجګړې تر څنګ دسولې خبرې خو دير په بطى حالت روانې دي که دومره وځنډيږي چې بيا پيل يې کلونه واخلي تيره مياشت چې داسلام ابا دپه مري کې دطالبانو او افغان دولتي پلاوي ترمنځ مخامخ خبرې وشوې که څه هم طالب مشرانو سره له دې چې خبرو کې يې برخه واخيسته خو باور يې پدې نه درلود .

دسولې دخبرو دناکامۍ لوى دليل دادى چې دافغانستان دورانيدو او افغان اولس دنړيوالې سيالۍ نه دپاتې کيدو ډير ياران لوى چې نه غواړي په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسيږي ځکه ددوى ګڼې دافغانستان دجګړې پورې تړلى دى بله دا چې دافغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ دسولې لپاره دافغان اولس ريښتنې خواخوږى نشته په مطبوعاتو او نورو رسنيو کې ډير هېوادونه او افغانستان ته ځان نږدى ښودونکى ياران وايي چې دافغانستان امن غواړو هر ډول همکارى ورسره کوو خو ددوى په ويناو کې صداقت نشته افغان سا ده زړى اولس په نيمه خوږه خبره هم خوشحاليږي چې دجګړې داور دمړ کولو لپاره يې وکړى که په رښتنى توګه به افغانستان دجګړې داور دوژلو لپاره خواخوږ هېوادونو مرسته کولى نو نن ورځ به دافغانستان په مرکز او ولاياتو کې به يو اوبل نامه افغان اولس نه وژل کيداې دا به کوم دين او مذهب ومني چې انسان دى دبم پر سر ودرول شي او بيا دې بم ته چاودنه ورکړى دا خو غير مذهب هم نه مني په افغانستان کې چې اوس کوم غير انسانى وحشت روان دى وحشي ځناور به هم ترى امان وغواړي .

دافغان اولس لخوا پدې وروستيو کې دسولې په اړه ډيره تمه پيدا شوى وه ګوندى که الله مهربانه او په هېواد کې مو امن راشي خو افسوس دتير په څير دسولې خبرې دمرګونو په زياتوالى بدلې شوي يو کال دمخه افغان اول سره دا هيله پيدا شوى وه چې دسعودي اسلامي هېواد دواړو خواو دولت او طالبانو ترمنځ سوله کوي خو افغان اولس ته دا معلومات نه ؤ چې سعودي شيخان دامريکا اذان پرته روژه هم نشي ماتولى .

دسولې په اړه يو ځل بيا افغان اولس نا هيلى شو چې جګړه دکابل زړه ته اوسله دهوسۍ په لښکر کې شوه پدې اړه دسولې دعالي شورا اهم غړي قاضي محمد امين وقاد نظر ورکړى چې دپاکستان دهمکاري بغير سوله ګرانه ده خو په مقابل کې څومره چې اشرف غنى پاکستان ته دسفر وروسته کومې هيلې درلودې اوس هومره ناهيلې ښکاري او هم نور دافغان اولس هم له پاکستانه دهمکارى کولو تمه ناشونى ښکاري قاضى صاحب محمد امين وقاد يوه ټکى ته اشاره کړى چې پاکستان دي افغانستان ته دجنګياليو دليږ دريځ څرګند کړى د وقاد صاحب خبره په خپل ځاى وزن لري خو که داسې کيداى شوى بيا خو په افغانستان کې دجګړى د دوام سوال نه راپيدا کيده .

يوه نوى خبره چې دافغان اولسمشر اشرف غنى په وينا کې وليده شوله هغه دا چې افغانستان به نور دسولې ابتکار به خپل لاس کې اخلي اما دوقاد صاحب دې خبرې ته بيا هم نظر ساتل پکار دي چې که افغانستان دسولې ابتکار په خپل لاس کې واخلي بيا هم دپاکستان او ځنې نور هېوادونو همکاري پرته دافغانستان په اړه سوله نشي کاميابيدى .

دسولې په اړه دشکرې بارکزى سره يو شمير افغان چارواکو او د سياسي چارو څارونکو خپل نظر شريک کړ چې وى ويل له پاکستانه دسولې کولو هيله هسې يو خيال دي دا پروسه بايد ملګرو ملتونو دلارى حل کړل شي .

اشرف غنى تيره دوشنبه دافغانستان دسولې په اړه د انديښنى په ښودلو ناهيلې وښوده وى ويل که افغانستان دسولې ابتکار په خپل لاس کې وانخلي سوله راتلل ګران دي داشرف غنى سره پخوانى داخله وزير عمر داودوزى او دملي امنيت پخوانى رييس امرالله صالح نظر شريک کړ خو ترڅنګ يې وويل که اشرف غنى په خپل دريځ ولاړ پاتى شي کاميابيدى شي اوس به وکتل شي چې په کابل کې جګړه او که دسولې پروسه کومه يوه مخ په وړاندى درومي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x