نړۍ

د چين شمال کې غبرګو چاودنو ۴۴ تنه وژلي او له څلور سوو زيات يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د چين شمالي ساحلي ايالت تياجن کې دوو درنو چاودنو لږ تر لږه څلورڅلوېښت تنه وژلي او له څلور سوو زيات يې ټپيان کړي دي.

د چين رسمي خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، چې چاودنه د تياجن ايالت سمندري بندرګاه ته څېرمه په يو ستر زيرمه‌تون کې شوې، چې له امله يې د زېرمه‌تون ټول مواد سوځېدلي او د چاودنو غږ تر ډېر لرې ځايه اورېدل شوی دی.

د چارواکو په وينا لومړۍ چاودنه پر ځايي وخت ۱۱:۳۰ دقيقې وشوه او دوهمه چاودنه دېرش ثانيې وروسته وشوه.

ځايي چارواکي وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دا چاودنه زېرمه‌تون کې د پرتو موادو له امله رامنځته شوې او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې دغو دواړو پرله پسې چاودنو کې تر اوسه ۴۴ تنه وژل شوي او له څلور سوو زيات ټپيان دي.
چينايي چارواکي وايي، چې د لومړنۍ چاودنې زور د درې ټنو چاودېدونکو توکو په اندازه و او د دوهمې چاودنې زور د ۲۱ ټنو چاودېدونکو توکو په اندازه و.

ويل کيږي، چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو شمېر نور هم زيات شي.

د چاودنې له امله نږدې درې لوړپوړيزې ودانۍ نړېدلي او د ګڼو نورو ودانيو شيشې هم ماتې شوي دي.

تياجن د پلازمېنې بيجنګ په سويل ختيځ کې پروت صنعتي او سوداګريز ښار دی او د اوسېدونکو شمېر يې نږدې اتيا لکو کسانو ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x