افغانستان

ایساف: سږ کال د ناټو 37 عسکر د افغان عسکرو له خوا وژل شوي دي. طالبان: نن هم 3 امریکايي عسکر ووژل شول

افغاني عسکر پر بهرنیانو ډزي کړينن ټکی آسیا: د ایساف ویاند نن په مطبوعاتي غونډه کې رسنیو ته وویل چي په افغانستان کې د سږ کال له پیل څخه تر اوسه 37 تنه بهرني عسکر د افغاني عسکرو له خوا وژل شوي دي.

د ایساف ویاند ګونټر کیتز وویل چي د افغان پولیسو او اردو له خوا په روان کال کې 27 بریدونه ثبت شوي دي، چي له کبله یې 37 تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

طالبانو دروان کال د مئي د میاشتي د دریمي نیټې څخه د بهرنیانو په ضد د روان کال د پسرلنیو عملیاتو د پيل خبر ورکړی وو، او د هغه وروسته یې د ډیرو داسي او نورو پيښو خبر ورکړی، چي په کښي د ګڼو شمېرو بهرنیانو د وژل کیدو خبر ورکړه شوی.

باید وویل شي چي نن هم د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکي آسیا ته په یوه را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چي د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په انګړ کې یوه افغان پولیس چي د ضابط رتبه لري، او شیر علي نومیږي، پر هغو بهرنیانو ډزي وکړي چي د سلا مشورې لپاره ولسوالۍ ته راغلي وه.

د مجاهد په وینا په دغه برید کې ۳ امریکايي سرتیري مړه او ۴ نور ټپیان شول.

نومړي ویلي چي د شیرعلي په نامه ضابط توانېدلی چي په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو خوندي سنګرونو ته ځان د خپلې وسلې سره ورسوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چي ضابط شیر علي د پخوا څخه د طالبانو سره په اړیکه کي وو.

ددې پيښي تصدیق د ایساف ویاند په خپله مطبوعاتي غونډه کې وکړ، خو وې ویل چي چاته په کښي مرګ ژوبله نه ده رسیدلې، او افغان ضابط په تیښته بریالی شوی.

د ننګرهار امنیه قومندان عبد الله حازم ستانکزي هم د پيښي تصدیق کړی او ویلي چي افغان ضابط د برید کولو په وخت په ساده جامو کې وو، او د ایساف عسکرو هم جوابي ډزي وکړي، چي له کبله یې د ملي امنیت یو ضابط ټپی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x