نړۍ

امريکايي جنرال: د عراق بحران يوازينی «حل» د دغه هېواد تجزيه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): يو لوړپوړي امريکايي جنرال ويلي، چې د عراق ستونزه ورځ تر بلې اوږديږي او يوازينی حل يې د دغه هېواد وېش دی، چې په سني او شيعه ووېشل شي.

جنرال ريمنډ اوډيرنو، چې راتلونکې جمعې ته له خپلې دندې تقاعد کيږي او پر ځای به يې جنرال ماک ميلي ټاکل کيږي، وايي، چې د عراق ستونزه له تقسيم پرته بل حل نه لري او کېدای شي په راتلونکي لنډ وخت کې عراق په اوسني شکل او صورت ونه ليدل شي.

دغه امريکايي جنرال د امريکا دفاع وزارت په مقر پينټاګون کې رسنيو ته وويل، چې د عراق تقسيم به د دغه هېواد د سياسي څېرو، ډيپلوماتانو او چارواکو له سلا مشورې سره سم ترسره کيږي او ډېر امکان دا دی، چې عراق په سني او شيعه ډلو ووېشل شي.

«د سنيانو او شيعه ګانو تر منځ روغه جوړه ناشونې برېښي او د دغې ستونزې يوازينی حل د عراق په تقسيم کې نغښتی دی.»

دغه امريکايي جنرال زياتوي، چې دوی بايد لومړی داعش سره خپل مسير معلوم کړي او بيا به پرېکړه کوي، چې د عراق په اړه څه وکړي.

جنرال اوډيرنو وايي، چې عراقي پوځ د مخالفينو د ځپلو توان نه لري او اسلامي دولت ډله تر اوسه، چې څومره کمزورې شوې، دا د امريکايي او ايتلافي جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله ځپل شوي دي.

جنرال ريمنډ اوډيرنو له۲۰۰۸-۲۰۱۰ز کال پورې عراق کې د امريکايي عسکرو مشر قوماندان و او په خپلو څرګندونو کې ټينګار کړی و، چې امريکايي عسکر بايد له عراقه ونه ځوي، مګر امريکايي چارواکو يې خبرو نه هېڅ توجه ونه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولیکوټي

دغه خبیثان افغانستان ته هم دغه اراده لري ، خو الله جل جلاله دې په خپل عظیم قدرت د دوی پالیسۍ خنثی کړي .

شیرعلی صافی

دا خبیثان د نړی د ټولو اسلامی ملکونو دتجزیی او کوچنی کوچنی کیدو ډیر اوژد مهاله پلانونه لری خدای ج دی دوی په خپل قهر اوغضب اخته کړی

ismatullah

یا ره تا سو یاد ونه کړی چی ستاسو ادرس به هڅکله نشر نه سی ، زه خو خپله د کافر څخه نه بیریږم. زما نوم عصمت الله دپلار نوم محترم حاجی عبدالقادر دکندهار د ارغنداب ولسوالی د جلیران د کلی اوسیدونکی یم. ټول کفری نړی داغواړی چی مسلمانان په هر ځای کښی اوسیږی وځپي. نو د هغه دا ښه طرقه ده چی د دوی په ما بین کښی باید بی اتفاقی ولویږی. دتاجک او افغان تر مینځ، دسنی او شیعه ترمینځ. دوی بیا ښه تجزیه کولای سی. مرګ دی وی دالله پر دوښمنانو. ژوندی او اباد دی وی د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x