افغانستانخبرونهنړۍ

افغان ډیپلومات لایبریا کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي، بانکي مون پرون، افغان ډیپلومات، فرید ظریف د لایبیریا هېواد ته د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

تر ښاغلي ظریف وړاندې ایټالوی ډيپلومات، لمبرتوزنیر دغه دنده پرمخ وړه.

د ملګرو ملتونو له اعلامیې سره سم، فرید ظریف د کاري تجربو په پام کې نیولو سره یو ښه ډيپلومات دی او کولای شي په یاد هېواد کې په ګڼو برخو کې کار وکړي.

فرید دمګړۍ په کوسوو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی.

ظریف د ۱۹۸۱ او ۸۷ کلونو ترمنځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازی و. د ۱۹۸۷ او ۸۹ کلونو ترمنځ د بهرنیو چاور وزارت مرستیال او د ۱۹۸۹ او ۹۱ کلونو ترمنځ په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار و.

ښاغلي ظریف په ۱۹۷۳م کال کې له کابل پوهنتونه په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس ترلاسه کړی او همداراز یې د نړیوالو اړیکو څانګه د انګستان په اکسفورډ پوهنتون کې لوستې.

ظریف په ۱۹۵۱م کال کې کابل کې زېږېدلی، واده یې کړی او دوه بچیان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x