افغانستان

بدخشان کې د ملي امنيت يو ډګروال وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت ارغنجخوا ولسوالۍ کې د ملي امنيت مرستيال مدير ډګروال انور بېګ په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د بدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ډګروال انور بېګ تېره ورځ هغه مهال د طالبانو په غلچکي بريد کې ووژل شو، چې نوموړی له کوره د دفتر پر لور روان و.

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي، مګر تر اوسه يې د پېښې په تور څوک نه دي نيولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې د ډګروال انور بېګ د وژنې مسؤوليت منلی او وايي، چې ملګرو يې تېره ورځ ډګروال انور بيک په يو غلچکي بريد کې وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x