نظــر

د غازي لالي خنجر(لومړۍ برخه)

د غازي لالي خنجر

دعلم او فن ، له نسله تر نسله دانتقال او تحفظ خوندي لاري بشري حافظې او ليکنې دي . ښوونکي هم په ښوونه کې که هغه هر علم او هر فن وي ، له دې دوو لارو ( حافظې او کتابونو ) څخه ګټه ترلاسه کوي ، ياهغه څه تدريس کوي چې له يوه څخه بل ته سينه په سينه رارسيدلي دي او يا هغه څه چې په کتابونو کې ليکل شوي دي، خو يو شخص ته دا ستونزمنه ده چې د علم اوفن په ترلاسه کولو کې له دې لارو څخه يه يوه اتکاء وکړي. بلکې بشپړه زده کړه هله کيږي، چې څوک استاذ ولري او په کتاب کې ورڅخه زده کړې وکړي . که متوجه شو دالهي لارښوونو لارې هم دا دوه دي يا اشخاص دي چې انبياء وو او ياهم ليکنې چې مُنزَل کتابونه او صحايف دي .

 په اسلام کې دقرآن کريم د خوندي ساتلو لپاره هم له دې دواړو لارو ګټه واخستل شوه، وحې به راتله او درسول الله صل الله عليه وسلم په لارښونه به د وحې دکتابت لپاره موظف شوو اصحابو لیکله او نورو اصحابو بيا هغه څه يادول چې په رسول الله صل الله عليه وسلم باندې به رانازلېدل . دتعليم او ښوونې لړۍ هم له هغه مهاله له نبوي مسجد او صفې څخه راروانه وه ، چې بيا داصحابو له لوري په مسجدونو کې اويايې تر څنګ درس ځايونه جوړول ، خو وروسته همدا مرکزونه پراخ شول، ډير شول ان تردې چې نن الحمدلله هر ځاى دديني زده کړې دومره مراکز او مدرسې تر سترګو کيږي ، که هر څوک دديني علومو دزده کړې تکل وکړي ، پرمخ يې دزده کړې دروازه پرانستې ده .

مدرسې ددرسي کال په پيل او پاى کې څه مراسم لري ، خو تر پيل يې دپاې مراسم دتوجه وړ دي ، ځکه هغه مهال فاريغينو ته دسند په تبرک د فضيلت پګړۍ ورپه سر کيږي . سږ کال هم دتېر په څير همداسې مراسم په ډېرو ځايونو کې تر سره شول، خودبلوچستان ولايت په مرکز کويټه کې دشيخ مولوي عبدالحکيم صاحب تراشراف لاندې مدرسه کې چې په (مدرسه دارالعلوم شرعية ) باندې مسمى ده، زما ديوه زوى ، عزيزاحمد ريان دفضيلت پګړۍ دپه سرکولو نېکمرغي هم وه ، چې سږ کال يې دمدرسې په عمومي ازموينه کې د ١٠٠% نمرو په ګټلو سره په ممتازه درجه دفراغت سند او دحديثو دتدريس اجازه ترلاسه او دفضيلت پګړۍ په سر کړه ( ذلک فضل الله ) .

په دې ورځ ( ١٠-٧-١٤٣٣هـ ق ، ١١-٣- ١٣٩١ هـ ش ) ما هم د دې علمي غونډې دګډون شرف درلود. په غونډه کې تقريرونه وو اوشعرونه ، بيا وروسته دپګړۍ تړلو مراسم ، دتقريرونو او شعرونو يادونه ،تشريح او شننه خو وخت غواړي او ورباندې کتابونه ليکل، خو دشعرويونکو نيم بيتي يا يوې مصرع ته مې پام شو. “دغازي لالي خنجر” يې دپيل تورې وو ، ورپسې ډېر څه وو، خو مانه ياد کړل او نه مې وليکل ، مثلاً داسې وو (دغازي لالي خنجر. هير نه کړې په ګدر- پام چې خرڅ نه کړئ – په کالداره او ډالر_ او دې ته ورته نور …
زما په فکر ( دغازي لالي خنجر ) په مصرع کې بندشو، لاړ د تاريخ پاڼې ، دوخت شيبې او ډير څه ورته رامخته شول . دين او هيواد په دفاع کې څومره خنجرونه پڅ شول ، څومره وينې تويې شوې، څومره سرونه قرباني شول، څومره ماشومان يتيمان ، مېرمنې کونډې او ميندې بورې شوې !

که درسول الله صل الله عليه وسلم او اصحابو دوخت غزاګانې، را وروسته فتوحات، چنګيز او هلاکو فتنې ټول دتاريخ په پاڼو کې يوځل پريږدو، زموږ په محدوده خاوره او په راوروسته پېړيو کې ، زموږدپلرونو نيکو يا زموږ جهادي دوره يوځل په ځغلنده نظر وګورو ،رښتيا هم چې دغازي لالي خنجر نه وساتل شو اونه هغه څه په لاس راغلل، چې دهغه لپاره چلېده،بلکې ، دخنجر په چلولو او توره وهلو بيا دومره وکړيدل چې دحیرانتيا ځاى دى . له انګريزانو سره چې لومړۍ جګړه کې جګړې وشوې ، قربانۍ ورکړل شوې ، پايله يې دا شوه چې دهېواد مقدرات يوې داسې کورنۍ ته ورغلل ، چې نه ورسره ديني پوهه وه اونه هم سياسي ، هسې په قدرت باندې سرشکوونى و او دخپلو خېټو ډکول .

تر دوهمې جګړې وروسته چې استبدادي نظام رامنځته شواو استقلال هم په کې سلب شو، مجاهدين شهيدان، بنديان او تبعید شول دغازي لالي دخنجر عزت ،خو ونه ساتل شو ، بلکې اهانت يې وشو.

دجهاد دجريان دمشرانو نومونه په بدو واوښتل او هېوادوال دامنيت په نوم په يوه زندان ډوله خاوره کې ايسار شول .

 
پاتې لري….
 
عبدالله ګل ريان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x