نظــر

د خبرو اترو نوی فکتورونه

لیکوال: عبدالباري عارض

شک نسته چی په افغانستان کی جګړه یوازی په پاکستان، طالب او کورنۍ بی مسولیته ملیشو منحصر نه ده بلکه نور مرموز ځواکونه او نور هیوادونه هم په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ښکیل دی له همدی کبله یوازی پاکستان نسی کولای د افغان حکومت سره په تفاهم سوله رامنځ ته کړی سربیره پر لویو قدرتونو سیمه ایزه ځواکونه عربی هیوادونه او کړۍ هم په افغانستان کی د جګړی په دوام کی په مختلفو اندازو سهم لری. نو ځکه اړینه ده د افغان حکومت پالیسی د سولی په هکله تکامل وکړی او تر پاکستان ها خوا نور هیوادونه د دوی د موثریت په تناسب د سولی او تفاهم په بهیر کی سهیم کړی په دی صورت کی چی عینی بڼه رامنځ ته کوی یوازی پاکستان ته اړتیا نسته او نه یوازی پاکستان د جګړی د مهار کولو توانمندی لری کیدای سی پاکستان صرف یو د ټوپ اچولو تخته وی نو ځکه اړینه ده چی د تفاهم او خبرو اترو دایره وسعت کسب کړی البته چی دا وسعت په دوو استقامتونو کښی موثریت لرلای سی.

لمړی : د افغانستان او پاکستان د خبرو په بهیر کی امریکا باید د دریم با مسولیته اړخ په توګه مستقیم شریک و اوسی د دی ګډون یا شراکت لپاره موجه دلایل هم شتون لری. په روانه جګړه کی د امریکا د مستقیم او بالفعل ګډون ، امریکا او ناټو په ملیارډونه ډالر په سیمه کی یوازی په پوځی برخه کی لګولی دی، امریکا په تیرو دیارلس کلونو کی مستقیم د یوه جنګی اړخ په توګه په روانه جګړه کی ښکیل ؤ، امریکا په افغانستان کی وسولی او ټیکاو ته په کراتو ژمنتیا څرګنده کړی او بالاخره امریکا د افغانستان سره پر پوځی حضور برسیره امنیتی توافقنامه لری نو ایا د ده د حضور پرته امکان لری چی افغانستان او پاکستان سوله تامین کړی؟ همدا اوس امریکا پر افغانستان او پاکستان ږغ وکړ چی د تفاهم له لاری د سولی لاری چاری ګړندۍ کړی مګر بهتره به داوی چی د یو سمبولیک ږغ کولو پرځای مستقیم دری اړخیزه خبرو اترو ته کښینی ترڅو متوقع پایلی ترلاسه سی.د یادونی وړ ده چی غربی متحد هیوادونه هم په خپل منځ کی په جلا جلا برخو کی مختلفی ګټی لټوی او داسی بیلګی تر سترګو سویدی چی د امریکا او انګلستان تر منځ د ګټو تضاد په ګوته کوی په داسی حال کی چی انګلستان هم د افغانستان په جګړه کی د انسانی تلفاتو تر څنګ اقتصادی ضایعات په کافی اندازه زغملی دی نو ایا بهتره به نه وی چی برتانیه هم د یو موثر ښکیل اړخ په توګه د خبرو اترو بهیر ته انکشاف ورکړی او د څلورم اړخ په توګه ګډونکونکۍ اوسی؟ په دی صورت کی به بی له شکه توازون او همږغی د ګټو رامنځ ته سی او د یقینی سولی لاری به همواره سی.

دوهم : بله لاره هماغه د خبرو اترو د دایری کافی پراختیا ده چون دا دایره ډیر هیوادونه په ځان کی را نغاړی نو بهتره به وی د افغان سولی بهیر د ملل متحد په چوکاټ کی تنظیم سی ترڅو چین ، هند ، روسیه او ایران هم ګډون ولری په هغه صورت کی به له یوی خوا د مرموزو ښکیلو شبکو هویت محفوظ پاته سی هغه چی ځینی هیوادونه یی د افشا سره موافق ندی او هم به د لویو هیوادونو حیثیت نه چلینج کیږی مهمه لا داچی نننۍ نړۍ ته به یو مثبت پیغام ورسیږی چی ګواکی ستر هیوادونه د نړۍ و امنیت ته ژمن پاتی او لکه څنګه چی د جګړو د تنظیم توان لری د سولی راوړلو توانمندی هم لری په نتیجه کی به سوله د مطمینو بنسټونو په لرولو واقعی رنګ خپل کړی. که پر پورتنیو دوو جهتو کار و نسی یوازی پاکستان او پاشل سوۍ طالب سوله هیواد ته نسی راوړلای او تجربو ښوولی ده چی پاکستان د خپلی تل پاتی پالیسی پر بنسټ هیڅکله په دیپلوماسی کی صداقت او ښه ګاونډیتوب ته ځای نه دۍ ورکړۍ نو ځکه په کلونو د وخت ضیاع د جګړی نوی ډولونه او نوی ابعاد زیږوی.

پورتنۍ دوی لاری د ځواکمن سیاست یا فعاله دیپلوماسۍ په نتیجه کی ممکن کیدای سی تر هرڅه وړاندی افغانستان باید ښکیل اړخونه په سوله باورمند کړی په دوهم قدم کی د لویو سیمه ایزه او فرا سیمه ایزه قدرتونو اعتماد کسب کړل سی او دا اعتماد هغه وخت ممکن کیدای سی چی افغان حکومت خپل د جوړښت یو والی ، مظبوط والۍ او و ملی ګټو ته عملا وفاداری په ډاګه کړی په هغه صورت کی به ددی زمینه برابره سی چی افغان دیپلومان خپلی ملی ګټی د نړۍ د ښکیلو هیوادونو د ګټو سره همږغی یا هماهنګه کړی او شک نسته چی د دی فکتورونه عملی کیدل ځواکمن او په ځان متکی سیاسیون غواړی. که په اداره کی د اختلافاتو ځولۍ ورځ تر بلی ډکیږی که په خپل سری ملیشی د حکومتی چارواکو تر سیوری لاندی سامبالیږی که چور چپاول، غصب ، فساد، تجاوز او موازی سلطنتونه پراخیږی که کار نا اهله او کم سواده افرادو ته سپارل کیږی که د مالیاتو څخه سرغړونی د مشرانو په دود بدلیږی نو هیڅکله به ګاونډیان ،سیمه او نړۍ د افغان حکومت پر پالیسی باور منده نسی.

مهم سوال دادۍ چی ایآ پاکستان په خپل مټ او ټټر کولای سی چی د طالب په تجهیز او اکمال ټوله ناټو د امریکا په ګډون یوه لسیزه چلنج کړی؟ ایا پاکستان د ناټو په وړاندی د طالبانی جګړی د تمویل توانمندی لری؟ پداسی حال کی چی لکۍ یی د امریکا او انګلیس تر پښو لاندی ده او د کاله یونیم ملیارده دالره امریکا د پاکستان د پوج د تجهیز او تکامل په موخه هغه هیواد ته ورکوی نو دا جګړه د چا په پانګه تمویل کیږی؟ خلاصه باید دی نتیجی ته ورسیږو چی سوله او جنګ په افغانستان کی د پاکستان په لاس نه بلکه یو لوی او مرموز سیمه ایزه برنامه ده چی پاکستان یی د امتیاز په مقابل کی مخ ته بیایی.

که سوله یوازی په پاکستان او طالب منحصر و ګڼل سی نو پایلی به ځکه قاطع سوله رامنځ ته نکړی چی یو اړخ د جنګ به پاکستان سولی ته راوبولی اما نور نوی اړخونه به د جګړی بهیر ته په تفاوت دوام ورکړی چی په نهایت کی به نه ملی ارمان پوره سی او نه به په سیمه کی ټیکاو تضمین کړی. سر له اوسه له یوی خوا په طالبانو کی انشقاقونه رامنځ ته سول او هره ډله د سولی په وړاندی په مختلفو دریځونو وویشل سوه او له بلی خوا د نوی جګړه ایزه جوړښتونو ګنګوسی ورځ تر بلی زور اخلی چه هغوی بیا د پاکستان د توان څخه بهر عمل کوی . ایا د داعیش ظهور په افغانستان کی د نوی جګړو سامبالښت ندۍ؟ ایا د طالب منزوی کیدل او د داعیش ظهور چی د پاکستان او ورسره هیوادو نوی ستراتیژی ګڼل کیدای سی کوالی سی سوله په یقینی مفهوم تامین کړی ؟ نو ځکه د پاکستان څخه د سولی طمع یوازی د ځان غلطیدل او یا تسکینول دی نه موخی ته رسیدل.

افغانان باید درک کړی چی جنګی حالت یوازی د طالب په وجود کی نه خلاصه کیږی بلکه کورنی جګړه ایزه جوړښتونه چی دری لسیزی د جنګ اصلی عامل تشخیص سویدۍ هم و هیواد او ولس ته ګواښ دۍ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x