افغانستان

هلمند: موسی کلا کې پولیسو خپل ۱۵ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په جنوب ولایت هلمند کې طالبانو چې د پولیسو یونیفارمونه او رینجر ورسره وو، توانیدلي چې د یوه ځانګړي تاکتیک له مخې ۱۵ پولیس ووژني.

د بي بي سي فارسي د راپور په اساس بریدګرو سره د پولیسو رینجر او یونیفارم و، د موسی کلا ولسوالۍ اړوند یوې امنیتي پوستې ته ننوتل، پولیس یې ووژل او وسلې یې ورڅخه ونیولې.

په دې وروستیو کې د طالبانو نفوذي ملګرو په پولیسو او اردو داخلي بریدونه تیز کړي دي.

د هلمند والي میرزا خان رحیمي ایسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې دغو پولیسو ته تلیفون شوی و چې نور ملګري یې د لیدنې لپاره ورځي او دوی د برید لپاره هېڅ تیاری نه درلودلو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددغې برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی او ویلي یې چې ۸ پولیس ژوندي هم له ځانه سره بېولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x