نظــر

د افغانانو قرباني او د پاکستان دوه مخی سیاست

لیکوال: عرفان الله میاخېل

پاکستان هر کال افغان محصلینو ته د زرو په شاوخوا کې تعلیمي بورسونو اعلانوي، خو سږکال یې د ګډ حکومت د چارواکو د نرم دریځ او له دوی سره د استخباراتي تفاهم لیک له کبله د 1500 په شاوخوا کې بورسونه اعلان کړل، چې په کابل کې یې د وروستیو بریدونو او د افغان چارواکو له سختو غبرګونو وروسته وځنډول.

د پاکستاني چارواکو پر وینا دغه بورسونه یې د ناامنیو او د سیمې د ترینګلي وضعیت په اړه تعطیل کړي دي.

اوس راځم د پاکستان دوه مخکې سیاست ته چې د افغانانو په مقابل کې یې له مودو مودو راهیسې عملي کوي او نه غواړي چې دغه مظلوم او ګړیدلی ولس د سوکالۍ او ښېرازۍ پر خوا ولاړ شي.

له کله نه چې د پاکستان نوم او نښان را پیدا شوی له هغې ورځې راپدېخوا افغانانو د پاکستان له لاسه په ارامۍ ساه نه ده کښلې، کله یې چې وار برابر شوی خو د افغانانو په مریو یې خپل لاسونه ایښي او کله یې چې وار نه دی برابر شوی نو له نړیوالو سره یې د پردې تر شا لاس یو کړی او د افغانانو په وژلو او ځورولو یې خپلې منګولې سرې کړي دي.

ډېر وروسته به نه ځو ! له درېیو لسیزو راپدېخوا پاکستان له افغانانو سره د دوستۍ تر شعار لاندې هغه ناکردې وکړې چې افغانان به یې هېڅکله هم له یاده ونه باسي. د جهاد په دوران کې کله چې افغان مجاهد ولس د سور شوروي پر ضد د خپل ننګ او ناموس د دفاع او ساتنې لپاره پاڅون وکړ، نو دوی ته یوه بله زرینه موقع په لاس ورغله، تر څو هغه افغانان چې د سره وحشي پوځ له لاس پاکستان ته مهاجر شوي وو، په خپلو منځو کې سره په جنګ کړي.

لومړی یې د افغان مجاهدینو په صفونو کې درز پیدا کړل او هغوی یې په اوو حزبونو سره ووېشل او وروسته یې بیا په خپلو منځو کې سره وجنګول، تر دې چې وطن یې پر همدې مجاهدین وران او ګنډواله کړ. له دې سر ه سره یې بیا هم زړونه یخ نه شول او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا سره یې د افغانانو د وژلو او ټکولو تړونونو لاسلیک کړل.

ما ته تمغه د بادرۍ تړي خو شرط یې دا دی
چې به د دې خاورې اتل ته اتل نه وایمه

په هر صورت د طالبانو د نظام له پرځولو وروسته هم دوی په ارامه کېنناستل او د خپلو بادارنو په اشاره یې هغه څه وکړل او کوي چې انسانیت پرې شرمېږي، په دغه 14 کلنه دوره کې یې په ښکاره د افغانستان په امورو کې لاسوهنې پیل کړې، د کندهار په سپین بولدک، د پکتیکا په برمل، د ننګرهار په ګوشته او د کونړ په وټه پور، دانګام او ناړۍ ولسوالیو کې یې خپل پوځونه رامخته کړل او له پولې دې خوا یې خپل تاسیسات جوړ کړل.

له دې سره سره یې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کونړ زرګونو زهرجن توغندي وتوغول او په زرګونه بې ګناه افغانان یې په شهادت ورسول او خپلو کورونو پرېښود ته یې اړ شول.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه خبره چې نوموړي په خپله دوره کې 20 ځله پاکستان ته سفرونه کړي، خو په دې شل ځله کې یې د پاکستاني چارواکو له لوري د ذرې قدرې صداقت څرګ ونه لید او نه یې هم د افغانستان او سیمې له پاره د سولې او ثبات پیغام درلود. کله چې په خیبر پښتونخوا کې طالبانو پر یوه پوځي ښوونځي ډله ییز برید وکړ له هغې ورځې راپدېخوا یو ځل بیا پاکستان پڅه چاړه په لاس کې واخسته او د افغانانو پر وینو او غوښو یې قصابي پیل کړه.

له پخوا یې څو چنده په کونړ توغندیز بریدونه زیات کړل، د هېواد په کورنیو چارو کې یې په ښکاره لاسوهنې پیل کړې، د ګډ حکومت پر چارواکو یې په لوړ فشار د استخباراتي تفاهم لیک سند لاسلیک کړ او د هېواد په ناامنۍ کې یې نورې نوې او بوږنوونکې تراژیدۍ عملي کړې.

په اخر کې وایم چې پاکستاني چارواکي دې پر خپلو بادارنو نه نازېږي او د افغانانو وینه تویول دې مباح نه ګڼي او نه دې هم د افغانستان او سیمې د ناامنه کولو په خاطر خپل ناولي پروګرامونه عملي کوي، له افغان چارواکو سره دې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې او ثبات لپاره په صداقت ګامونه پورته کړي، که نه خدای مه کړه دا اور اوس نور هم شعله ور کېږي او داسې وخت به هم راورسېږي چې ټوله سیمه به لاندې کړي او بیا به یې د حل لارې چارې نه یوازې له پاکستاني چارواکو، بلکې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا هم ورکه وي.

تل دې وي افغانستان او تل دې وي افغانان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x