نظــر

د ناکامانو لست

د ناکامو لستڅو ورځې وړاندې  دکرزي دپارلمان د پریکړو له مخې  په پوځي برخه کې داشغالګرو وروستي دتورې  بنګړي ( جګړه مار محمدي او جاسوس عبدالرحیم وردګ )  هم په خپلو ورسپارل شویو دندو کې ناکام اعلام شول ، اوعملا سلب اعتبار شول ، چې په دې توګه په افغانستان کې دامریکایي یا نیمه امریکایي ناکامو مؤظفینو لست نور هم اوږد شو ، په لاندې کرښو کې هڅه کوو په افغانستان کې دامریکا په لس کلنې ناکامۍ او دناکامو شویو په لست ځغلنده رڼا واچاوو .

علي احمد جلالي

د امریکا غږ دپښتو څانګې دغه پخوانی مشر دامریکایانو لپاره ډیر دباور سړی بریښېده ، نوځکه یې له نطاقۍ څخه مخامخ دکورنیو چارو وزارت څوکۍ ته وخیږاوه ، خو له ټولو هڅو سره سره  دبزم  دنړۍ دغه بلبل درزم په میدان کې پاته راغی او ویې نه شوای کړای چې ددیموکراسۍ  دنشأت لپاره یوه ارام امنیتي  بستر رامنځته کړي ، نوموړي  دخپلو لاستپونو په لړ کې دنوموړي امریکایي ماهیت ته په پام سره ځینې نادودې هم وکړې او هغه داچې دپخواني شوروي اتحاد یتیمان  خلقیان او پرچمیان یې په امنیتي لیکو کې په سترو پوستونو مقرر کړل ترڅو دکدري  کمبود تشه پرې ډکه کړي ، خوله دې ټولو هڅو سره سره دکابل هوا پرې ښه ونه لګیده ناڅاپه یې خپله ناکامي اعلان او  استعفاء وکړه او بیرته یې مخ په واشنګټن خپلې کړې.

زلمی خلیل زاد

نوموړي ته  سپینه ماڼۍ ځانګړی عقیدت لري او دافغانستان دماموریت لپاره یې خورا دروند تللی وو ، ده هم څه موده په کابل کې دامریکا دسفیر په حیث دنده اجراء کړه ، خو دغه سیاسي مأموریت یې  ناکام بلل کیږي ،ځکه هغه حکومت چې دده په لاس رامنځته شو ، دنړۍ په سطحه په فساد کې ډوب او ناکام دولت بلل کیږي ، نوموړي په کابل کې داوسیدو په مهال شکایت کاوو چې دکلیسترلو د ډیرښت  رنځ ورته پیښ دی ، له څرګندې ناکامۍ وروسته نوموړی دسفارت له عهدې  عزل اوپه راغلې لار بیرته لاړ .

حنیف اتمر

دحنیف اتمر په اړه غربي رسنیو په یوه خوله ویل چې  دکرزي په حکومت کې یوازینی مؤثر اداره چي دی ، ده دانکشاف دهات  په وزارت کې  دملي پیوستون دپروګرام په تطبیق سره  دنړیوالو توجه خپله کړې وه ، کله چې دیرغلګرو په خلاف جهادي عملیات پراخ او سخت شول امریکایانو په دې سړي پورې زړه وتاړه که چیري  دکاواکه امنیت په کنترول سره  د دیموکراسۍ ډوبیدونکي بیړۍ  ترمنزله ورسوي .
خو دی هم  دجلالي په څيره  دبزم سړی وو چې درزم په میدان کې  ناکام وخوت ، نوموړی چې امریکایانو  دټول افغانستان دکنترول هیلې پورې غوټه کړې وې دلویې جرګې دکیږدۍ امنیت یې هم تامین نه کړای شو ، نوځکه دامریکا په فرمان دکرزي  له خوا له داخله وزارت څخه   ورټل شو .

امرالله  صالح

امرالله صالح  دامریکا د PBS  تیلویزوني چینل له خبریال  مایکل سمیت سره په  مرکه کې دځان دمعرفي کولو په لړکې ویلي ، چې په ۱۹۹۹ کال کې  احمدشاه مسعود  دامریکا لانګلي  ته ولیږلم ترڅو دسي آی اې  په مرکز استخباراتي زده کړې وکړم ، له هغه وروسته نوموړی په تاجکستان کې  دمسعود او سی آی اې ترامنځ  رابط پاته شوی ، مطلب داچې  دسي آی اي  سم رسمي او فروفیشنل  چوکره دی ، ځکه خو دکرزي په حکومت کې مادام العمر داستخباراتو ریاست هم ورسپارل شوی وو .
خو نوموړي په خپله کاري موده کې دسي آی اې تمه پرځای نه کړای شوه ، ځکه په کابل کې خورا هیښوونکي بریدونه وشول  چې دصالح او دده داستخباراتو په  څرګنده ناکامي یې دلالت کاوو ، دلویديځوالو مهم استراحت ځای  ( سرینا هوټل ) ترخونړي برید لاندې راغی ، ددفاع وزارت  درځنونه  منسوبین په خپلو بس موټرو کې سټ شول  ، د ثور داتمې جشن  ددریو تنو طالبانو لخوا تارومار شو ، دغه راز  دامریکا سفارت او دناټو اعلي قومنداني  دمجاهدینو ترخورا رسا ګوزارونو لاندې راغلل ، څرنګه چې ناکامي یوازې همدې ته وایي نوځکه دی هم دامریکایانو په امر کرزي  ناکام او سبکدوش اعلان کړ .

جنرال عبدالرحیم وردګ

عبدالرحیم وردګ له کرزي وروسته  په اجیر حکومت کې دامریکا ترټولو ستره سرمایه بلل کیده ، چې څو لسیزې د سي آی اې لخوا ورباندې پانګونه شوې ، نوموړی له هغه مهال له امریکا سره پېیلی وو کله چې دلوړو نظامي زده کړو لپاره امریکا ته استول شوی وو ، په  ده پورې هم پینټګان ډیرې هیلې غوټه کړې وې ، خو لکه چې شل یې نه کړه نوځکه  له دندې بې اعتباره اعلان  او لرې شو ، او زر ده چې  بیرته غرب ته ستون او خپله امریکایي تابعیت پاڼه رابرسیره کړي  د دفاع وزارت غوندې له یوه حساس منصب څخه دنوموړي لرې کیدل بې له شکه دامریکایي نظامي او استخباراتي پلان  جوړونکو لپاره    له غمیزې کمه پیښه نه شي بلل کیدای .

بسم الله محمدي

دکرزي دحکومت پوځي او پولیسي جوړښتونه چې دملاتیر یې دشمال ټلوالې له ټوپکوالو جوړ دی ، دعامه باور له مخې دنظام په ځای  همیشه خپلو ټوپکي مشرانومتعهد پاته شوي ، له همدې امله امریکا ددوی په رأس کې یوداسې څوک راووست چې هم دامریکا مرتزقه او زرخرید جنګي اجیرپاته شوی او هم دپاټکمارۍ سابقه لري  ، ترڅو دټوپکمارو پولیسو او اربکیانو داعتماد وړ وګرځي ، خو دنوموړي  دوزارت په موده کې دپولیسو مرګ ژوبله دپخوا په نسبت څو چنده زیاته شوې ، تردې چې  دامرالله صالح داعتراف له مخې دسږکال په لومړیو دریو میاشتو کې څه کم دوه زره پولیس وژل شوي دي ، له همدې ځایه  دنوموړي دناکامۍ په اړه شکونه په یقین بدل شول نوځکه په خپله وظیفه کې ناکام او بي اعتباره  اعلان شو .

سټینلي مک کرسټل

په افغانستان کې دامریکایي قواوو داعمومی قومندان چې غربي مطبوعاتو خورا خطرناک باله  ، په افغانستان کې الله تعالی داسې وشرماوو  چې بیا لویدیځو مطبوعاتو هیڅ امریکایي جنرال هم داسې بي ځایه  ونه پړساوو ، دی اوباما دخپلې ستراتیژۍ دتطبیق لپاره رالیږلی وو ، خو دلته له پرلپسې ناکامیو وروسته بالاخره ګنګس او په رواني ستونزو مبتلا شو ، نوځکه یې له  رولینګ سټون مجلې سره په مرکه کې امریکایي سیاسي او پوځي مشران  له یوې مخې ودګل ، او په دې توګه یې له جنګي باره دخپلو اوږو دسپکولو لپاره لار هواره کړه ، نوموړی  داوباما لخوا نه یوازې له افغانستان  وغوښتل شو بلکې له پوځ نه هم ورټل شو.

ریچارډ هالبروک

نوموړی هم  دامریکا دافغان ماموریت له سیاسي ناکامانو څخه دی ، ده هم دبوسنیا په مسئله کې نړیوال شهرت او اعتبار میندلی وو چې په افغانستان کې له ناکامۍ سره یې ټول اعتبار خاورې شو ، په افغانستان کې شکست ددغه یهودي امریکایي دیپلومات لپار ه خورا  دروند تمام شو چې له همدې  امله ورته دزړه رنځ پیدا او ساه یې ورکړه  .

رابرټ ګیټس 

دسي آی اې دغه پخوانی مشر چې امریکایان یې پوځي نابغه بولي له ډونالډ رمسفلډ نه وروسته دامریکا ددفاع وزیر وټاکل شو ، په نوموړي پورې سپينې ماڼۍ دومره هیلې غوټه کړې وې ، چې ددیموکرات اوباما په راتلو سره  دجمهوري غوښتونکوکمپله په بشپړه توګه ورټوله شوه ، خو نوموړی اوباما ځکه په خپله وظیفه پریښود چې دافغانستان دماموریت لپاره یې یوازینی وړ سړی باله  ، ده هم ډیرهلې ځلې وکړې ترڅو خپله پوځی دنده په افغانستان کې بریالیتوب سره پای ته ورسوي خو په پای کې ناهیلی شو او دلازیاتي ناکامۍ او پیغور دله غاړې کیدو له وجې یې استعفاء ورکړه .

ډیویډ پیټراییس

د مک کرسټل له ګوښه کیدو وروسته نوموړی اوباما یوازینی سړی وباله چې دمک کرسټل ځای ډکولای شي ، دی هم دخپلو اسلافو غوندې په خورا درب راغی  خو خورا غلی او مړه لکۍ ووت  ، دده دندې په کال امریکایانو دغربي مطبوعاتو په قول ترټولو دروند ځاني زیان ولید چې همدا یې یوازینی وظیفوي امتیاز وو ، داچې هیڅ یې ترلاسه نه کړل نو ضرورا یې ماموریت ناکام بلل کیږي .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x