دیني، سیرت او تاریخ

د ابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنهُ نومونه او کُنیۍ

لیکوال: احمد الله عاطفي

یار غار

دسید نا صدیق اکبر یو تخلص په یار غار( دسوړي ملګری) هم شهرت لری ځکه دهجرت په سفر کې دسید نا رسول اکرم صلی الله علیه وسله د ملګر تیا شرف ور په بر خه شوې او دثور غار [سوړې] کې دسید نا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دارام، استراحت او ساتونکي په دندی مامور و!

څرنګه چې سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ دحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سره له بعثت نه وړاندې زیاته مینه، ملګري او وفاداري در لوده،خو دا جذبه له بعثت نه وروسته پیا وړې او سر خندونکی شوه!!

دهجرت تاریخی سفر سره ده ته دالله درسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د (صاحب ) شرف تر لا سه کولو سره د غار ملګري افتخار یې هم په بر خه شو!!

الله جله جلا له دقرآن کریم دالتوبة سورت په څلویښتم ایات کې په دې نامه یاده وي: الا تنصروهُ فقد نصرهُ اللهُ اذا خرجهُ الذین کفروا ثانی اثنین اذ هما فی الغار اذ یقولُ لصاحبه لا تحزن ان الله معنا فانزلَ اللهُ سَکینته علیه واید هُ بجنود لم تروها وجعل کلمة الذین کفروا السفلی وکلمةُ الله هی العلیا واللهُ عزیز حکیم.

که تاسې دالله درسول ملا تړ ونه کړۍ،هیڅ باک یې نشته ځکه چې الله پاک یې لا هغه وخت هم ملا تړی وُ چې کافرانو له خپل کور نه ویستلې ، له دوه سړیو نه دویم همدی وُ کله چې دواړه په غار کې وو او ده خپل ملګري ته وویل : مه خفه کیږه! په یقین چې الله زمونږ مل دی،نو الله پاک پرې خپل ډاډ را ښکته او په هغه لښکر یې دده ملاتړ وکړ چې تاسې نه لیده اوپدی توګه یې دکافرانو خبره پریوتې او ټیټه وګر ځوله، لوړ او او چته یوازې دالله خبره ده او الله پر هر څه بر لاسې او دحکمت څښتن دی.

الله جله جلا له فر مایې : که دهغي مرسته ونکړي، پوه شي چې الله یې هغه وخت مرسته کړې وه ، چې کفارو کله له مکي وویست، په داسی حال کې چې هغه یو تن و،دهغه دوو تنو څخه چې کله په غار کې وو، هغه وخت یې خپل ملګري (ابو بکر) ته وویل: خفه کیږه مه! الله زمونږ سره دی.

یو دده ، دوو حضراتو چې الله جله جلا له یې یادونه کړې، یو یې دالله رسول او دویم تن دټولو مفسرینو ، کبا رو صحابه یې کرامو او اسلامې تاریخ لیکونکو په یو اتفاق هغه ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ دی.

دالله رسول ،دقرانکریم ددي ایت دې برخې په بنا خپل ملګري ابو بکر ته فر مایې : الله له مونږ سره دی یعني الله مونږ دوه تنه په ځانګړي ډول پخپل امان کې ساتي ، ساتنه او مرسته مو کوي، دا امر یواځې دغا ر هغه محدود وخت په اړ وند، نه دی ویل شوی ، بلکه الله جله جلا له تل دوې سره و، ساتنه او مرسته یې کوله!!

پر وردګار دخپل استاځي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ساتنه او مرسته په غار او له غاره بهر او همدا رنګه الله جله جلا له دخپل رسول خلیفه حضرت ابو بکر صدیق ، ته دخلا فت په چارو او امورو کې دتعجب ترپولو پخپل تاید او نصرت داسی بر یا وي ور کړی، چې په افرادی قوت او تجهیزاتو نه تر لا سه کیده، چې انشا الله یوه برخه لاسته راوړنویادونه به دنو موړې کتاب په وروستیو برخو کې شرحه شي ، چې دا ټو لې لاسته راوړنې او دسوبو اساس دقرآنکریم د همدې ایات څخه دی،چې الله جله جلا له له هغوې سره و!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x